حکمتیار: شمالي ټلواله د اسلام دښمنانو رامنځته كړې او كفري نړۍ یې تر شا ده
اوس خو ټولو ته معلومه شوه چي شمالي ټلواله د كرايي جنگياليو ټولى ده، د اسلام دښمنانو رامنځته كړى، د نړۍ كفري او اسلام ضد ځواكونه ئې تر شا دي!
اوس او د ډېرو پټو حقائقو له څرگندېدو وروسته بايد هغه اشخاص او ډلي په خپل ليدلوري او دريځونو كي تجديد نظر وكړي چي له حقائقو يا خبر نه وو يا ئې اعتناء ورته نه كوله. دوى بايد خپل اشتباهات جبران كړي چي د حزب اسلامي خلاف ئې د شمالي ټلوالي د جنگ ملاتړ كړى، يا ئې له دې ډلي سره ائتلافونه كړى، يا ئې حزب اسلامي ملامتولو او له شمالي ټلوالي سره ئې يو شان گڼلو. اوس خو ټولو ته معلومه شوه چي شمالي ټلواله د كرايي جنگياليو ټولى ده، د اسلام دښمنانو رامنځته كړى، د نړۍ كفري او اسلام ضد ځواكونه ئې تر شا دي.
په همدې اونۍ كي د سي آى اې يوه لوړ پوړي مأمور چي دنده ئې د حزب اسلامي په خلاف د شورى نظار جنگول وو؛ په خپلي مركې كي اعتراف كړى او د اعتراف ويډيو ئې په رسنيو كي خپره شوې؛ وايي: زما اصلي او يوازينى مأموريت دا وو چي مسعود د حزب اسلامي او په ځانگړې توگه د حكمتيار په ضد حمايت او جنگ ته چمتو كړم.
تر دې وړاندي ډېرو يا دا څرگند حقيقت نشو درك كولى يا ئې له حزب اسلامي سره حقد او حسد منع كول چي په حقيقت اعتراف وكړي. خو اوس دا حقيقت هر افغان ته واضح شوى چي شمالي ټلواله او شورى نظار، د اسلام د دښمنانو په لاس او د واقعي مجاهدينو په خلاف رامنځته شوې؛ په دې موخه چي په افغانستان كي د اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ونيسي.
