حکمتیار: نړۍ د خطرناكو جگړو او ناامنيو په لور درومي
د نړۍ وضعيت په ډېر سرعت سره؛ د لازيات بدامنيو، وسله والو رقابتونو او جگړو په لوري خوزي؛ آسيايي او افريقايي هېوادونه لا له وړاندي اوږدو او خونړيو جگړو ځپلي؛ په اروپا كي هم د داسي جگړي اور بل شوى چي لمن ئې د خورېدو په حال كي ده؛ ناټو او په سر كي ئې امريكا له يوې خوا او روسيه له بلي خوا د جگړو پراخولو او مزيد تشديدولو ته زور وركړى؛ د اتُمي وسلو كارولو گواښونه اورو او د بلي نړۍ والي جگړي پيلېدو وړاندويني؛ مخكنۍ دوه نړۍ والي جگړي هم په اروپا كي رامنځته شوې.
اسرائيل د ايران دننه د دې هېواد هغه ساينس پوهان تروروي چي په اتُمي تأسيساتو كي كار كوي؛ ايران گواښي چي هيڅكله به ئې پرېنږدي اتُمى وسائلو ته لاس رسى پيدا كړي.
نانسي پلوسي؛ د امريكا د استازو د مجلس مشره؛ د يوه لوړ پوړي هيئت په مشرۍ؛ په داسي حال كي تايوان ته ځي چي د سورلۍ الوتكه ئې د گڼ شمېر نظامي الوتكو په حفاظت كي درومي؛ د چين له لوري د گواښونو او د كوم نظامي بريد د احتمال له كبله؛ چين دا سفر له اور سره لوبي بولي.
د اوكراين جگړه داسي پړاو ته رسېدلې چي روسيه وايي: غرب غواړي د اوكراين جگړه په اتُمي جگړي واوړي.
يعني چي نړۍ د خطرناكو جگړو او ناامنيو په لور درومي.
