حکمتیار: د مخكني رژيم د استخباراتو رئيسان د نورو هېوادونو د استخباراتي شبكو مأمورين وو او دي
د مخكني رژيم د استخباراتو رئيسان؛ چي په تېرو شلو كلونو كي د بهرنيو هېوادو په خوښه ټاكل شوي او په تروريستي بريدو او شپنيو عملياتو كي ئې لاس درلود؛ نن ئې د شيرپور پېښي په اړه اظهارات همغسي دي لكه چي د مأموريت په دوران كي ئې كول؛ او دا ښيي چي دوى د افغانستان نه؛ بلكي د نورو هېوادو د استخباراتي شبكو مأمورين وو او دي؛ يوه ئې وويل: دا بريد د ټي ټي پي پر پټنځايونو شوى؛ او گواكي د دغو پټنځايونو معلومات؛ د هغه هيئت له لوري وركړى شوى چي مشر ئې تقي عثماني وو؛ خو وروسته چي امريكا په خپله د بريد پړه قبوله كړه؛ نو هغه د خپلي خبري د تصحيح او جبران لپاره داسي انځور خپور كړ چي د الله اكبر ليكلى شعار ئې پر خپلي سينې ټومبلى وو!!! يعني د امريكا په بريا او د الظواهري په وژل كېدو ئې له ډېري خوشحالۍ د الله اكبر شعار وركړى!!
د تېري جمعې په ورځ د كركټ لوبي په دوران كي د بې گناه افغانانو په غونډي كي چاودنه هم د دغو مفسدينو كار دئ؛ د اوزبكستان لوري ته راكټونه هم دوى توغوي.
