No-IMG

مریخ ته ورته ځمکه او د ناواهو قبیله- Navajo Tribe

که زه د امریکا د اریزونا او نیومکسیکو ایالتونو ته تللی نه وای، ښايي تر ډېره به په دې نپوهېدم چې د نړۍ یو پرمختللی هېواد متحده ایالتونه «څه باندې ۵۷۰ داسې قبیلې هم لري چې لا هم د خپلو قبیلوي اصولو، ارزښتونو، دودونو، روایتونو او قومي جرګه ګیو» په اساس ورځنۍ چارې مخې ته وړي، البته دا هغه قبیلې دي چې حکومت یې په رسمیت پېژني. همدغه راز، په دې به هم نپوهېدم چې د ځمکې په سر هم مریخ ته ورته ځینې ښکلې او طبعي سیمې شته. ما تر دې دمه د امریکا د ۵۰ ایالتونو له جملې څخه ۲۷ ایالتونو ته سفرونه کړي او د خلکو ژوند او چارې مې لیدلې او تجربه کړې دي. په سفر کې سړی نوي‌ شیان ګوري او زده کوي.  د اریزونا په ایالت کې مې د لویې تاریخي او مشهورې درې [Grand Canyon] له لیدلو وروسته شپه د نیومکسیو ایالت د «فارمینګټن» ښارګوټي ته ورسوه چې "شاوخوا ۵۰۰۰۰ نفوس " لري. په کومه سیمه کې چې ما شپه وکړه، ما په کې د سیمې د خلکو پرته د ځان په څېر بل کس ونه لیده. خو ښارګوټي ته تر رسېدو مخکې مې په لاره کې ځای ځای عجیب خلک، شاړې دښتې، ښکلې غرونه او ښایسته تپې او ځمکې ولیدلې. د ګرانډ کینین له درې څخه لویه لاره د نیو مکسیکو ایالت ته غځېدلې ده. زه هغه وخت پوه شوم چې د اریزونا له ایالت څخه د نوي مکسیکو ایالت ته داخل شوم چې د سړک په غاړه مې په لویې لګېدلې لوحې سترګې ولګېدې: کوډګرې ځمکې، نوي مکسیکو ته ښه راغلاست. د امریکا په متحدو ایالتونو کې مسافر او سیلانیان هغه وخت پوهېږي چې له یو ایالت څخه بل ته داخل شول چې د سړک په غاړه په لګول شویو لوحو یې سترګې ولګي، البته دلته هر ایالت ځان ته قوانین او سیستم لري.

نوي مکسیکو ته په داخلېدو مې د امریکا یو بل داسې اړخ ولیده چې تر دې مخکې مې یې په اړه تصور هم نه شو کولای. نوي مکسیکو د ۱۹مې پېړۍ په نیمايي کې د امریکا او مکسیکو ترمنځ له جګړې وروسته د امریکا برخه شو. دا ایالت پراخې دښتې، غرونه او طبعي زېرمې لري. ما ته تر ټولو جالبه په کې د دغو دښتو او غرونو رنګ و: تګ زېړ. ته وا کوم انځورګر یا رنګریز پرې زېړ رنګ پاشلی دی. زه چې نوي مکسیکو ته داخلېدم، لمر په پریوتو و او د شفق سور رنګ د دغو دښتو ښکلا ته نور ښایست هم بخښلی و. شاید په لومړي ځل ما د ځمکې او لمر له داسې طبعي او رنګین ترکیب څخه خوند اخیسته. زړه مې نه کېده چې له دغې سیمې څخه ووځم. په لویې لارې کې مې په دواړو خواو کې زرګونه جریبه ځمکې، چې غرونه، رغونه او تپې په کې دي، تک زېړ رنګ لري، ما چې دا ولیدل داسې مې وانګېرل چې ګنې دا ځمکه نه ده بلکې د مریخ هغه برخه ده چې ناسا یې تصویرونه اخیستي او ځمکې ته یې استولي دي. په دې لارې باندې چې له شاړو ځمکو، دښتو، تپو او غرونو څخه تېر شی ځینو کلیوالو سیمو ته داخلېږی. ماته جالبه دا وه چې د ځینو نورو ایالتونو د لویو لارو په څېر د اریزونا او نیومکسیکو په دغې لویې لارې کې د مسافرو لپاره د دمې مشخص ځایونه نه وو، خو په ډېرو اوږدو فاصلو کې د تیلو یو نیم سټیشن و چې موټرونه په لویو لارو کې ایسار پاتې نشي. زه لګیا وم هم مې مزل لنډوه او هم مې د خدای د ځمکې د دغې برخې د ښکلا ویدیوګانې ثبتولې او تصویرونه اخیستل.

د نوي مکسیکو ایالت د ناواهو قبیله- Navajo Tribe کور هم ګڼل کېږي. دا قبیله، د امریکا متحدو ایالتونو ته «د کرستوفر ګولمبس تر راتګ پېړۍ پېړۍ مخکې په هغو ځمکو ودانه وه چې اوس نیومکسیکو، اریزونا او اوتا» ایالتونه دي. د ناواهو قبیله په امریکا کې دویمه لویه قبیله ګڼل کېږي چې خپله ژبه، خپل فرهنګ، خپل دود، دستور اوقوانین لري. دا قبیله زموږ له قبایلو سره هم ځینې ورته والي لري، خټین کورونه، وړې غرفې، دودیزې جامې اغوستل او دا ډول نور... ناواهو قبیله ښه اوبدونکي، کروندګر او خپلو قبایلي دودونو او ارزښتونو ته ډېره ژمنه بلل کېږي. د دغې قبیلې د غړو شمېر «شاوخوا ۲۵۰زرو» ته رسېږي. خپل ولسمشر او مشر، د مشر مرستیال، د قانون د تطبیق او نورو برخو څانګې لري خو د امریکا اساسي او فدرال قوانینو ته هم تابع دي. د دوی تاریخي روایت دی چې ډېر پخوا «اول سړي څلور سپېڅلي غرونه له اسمان څخه راښکته کړل، د ځمکې په دې برخې کې یې کېښودل او د ناهوا قبیله په کې ودانه» شوه.

د نوي مکسیکو ایالت کلیوالو سیمو ته په داخلېدو وار له واره ستاسو نظر د دغې  قبیلې د موجودیت په نښو نښانو پریوځي. د سړک په غاړه ځينې خټین کورونه، لرګینې غرفې، خړې او خامې کوڅې، شنه فصلونه، په فصلونو کې څرېدونکي څاروي او ځای ځای د ناواهو په ژبه لیګل شوې لوحې او دړې په امریکا کې د دغه بومي قوم څرګندې نښې دي.

ما د تیلو په یو سټیشن کې موټر ودروه چې هم تیل واچوم او هم لږ جوس او خواړه واخلم. موټر ته مې د تیلو له اچولو وروسته، د سټیشن هټۍ ته مخې کړه، د هټۍ په لویې دروازې کې په سپینه پاڼې په انګلیسي او ناواهو ژبې لیکل شوي‌ وو: «که له ماسک پرته داخل شوی، نیم ډالر [۵۰ سینټه] جریمه یاست، مهمه نه ده چې د کرونا ضد واکسین مو کړی دی که نه. د ناواهو قبیلې قانون.» داسې قانون ما آن د سپینې ماڼۍ تر څنګ د واشنګټن ډي سي په ښار کې هم نه و لیدلی. البته، ځینو رستورانتونو او هټیو کې لیکل شوي چې له ماسک پرته ننوتل منع دي، خو «نقدي جریمه» مې په اول ځل ولیدله. ما ماسک په موټر کې اېښی و، زړه مې و چې بې ماسک داخل شم، خو ځان راته ښه ونه برېښېده. ولاړم او ماسک مې راواخیست. په هټۍ کې دننه مې ډېر غټ فرق ونه لیده، د یوې عادي ‌امریکايي مغازې په څېر پاکه صفا او عصري وه. ما څو بوتله اوبه، انرژي او څو پاکټه چپس واخیستل، د پېسو د ورکولو په ځای کې متوجه شوم چې ولاړ کس بل ډول جامې اغوستې دي. لویې او پراخې جامې او د جامو د پاسه زموږ واسکټ ته ورته ډبل واسکټ یې په تن و چې له ورایه ښکارېده په لاس ګنډل شوي او اوبدل شوي وو. همدلته پوه شوم چې د ناواهو قبیلې له یو غړي سره مخامخ یم. مخ یې په ماسک پټ و، خو سترګې مې یې ولیدلې چې پلنې او غټې وې، بدن او سر یې هم نسبتآ غټ وو خو قد یې ټیټ و. ما سره یې په انګلیسي خبرې وکړې، لهجه یې د یو امریکايي لهجه وه او ډېر صمیمي وغږېده، ما یې په خبرو کې کوم خاص تفاوت احساس نکړ. په مغازې کې په دیوالونو باندې په انګلیسي او ترې لاندې په ناواهو ژبه دا خبره هم لیکل شوې وه: خپله ژبه [ناواهو] ژوندۍ وساتئ. په دویمې نړیوالې جګړې کې امریکا «د ناواهو په ژبه خپلو ځواکونو ته پټ معلومات استول او ډېر نور خلک پرې نپوهېدل. د ناواهو ژبې د امریکا د جګړې په ګټلو کې» رول لوبولی دی. له مغازې چې راووتم، فکر مې شو چې باید د دغې قبیلې په اړه لږه پلټنه وکړم او معلومات ترلاسه کړم. البته په لاره کې مې یو ځای په لرګینو غرفو کې د ناواهو قبیلې په لاس اوبدل شوې ځوړندې جامې هم ولیدلې چې د لارې مسافرو او سیلانیانو ته د نندارې او خرڅلاو لپاره اېښې وې. اوس وایم، کاش موټر مې درولای وای، ورغلی وای او یوه جوړه جامې مې ترې اخیستې وای.

په نوي مکسیکو کې د نفتو او تیلو وړې زیرمې هم شته او ما په اول ځل همدلته ولیدل چې تیل څنګه استخراج کېږي، لویې لارې ته نژدې د تیلو د استخراج ځینې سیمې شته چې کار کوي، تاسو په ارامه موټر درولی او له لنډې فاصلې یې ننداره کولای شي. همدغه راز، دلته مې ولیدل چې فصلونو ته اوبه څه ډول انتقالېږي. زموږ په وطن کې خو ګروندګر په بیلچو د اوبو ورخ تړي او خوشې کوي او په نوبت سره اوبه فصلونو ته انتقالېږي، مګر په نوي مکسیکو کې د ناواهو قبیلې همدغه کار په لږ پرمختللي ډول کوي. یو ډول ماشینونه یې لګولي دي چې اوږد پایپ لري او په پاپ کې نور واړه پایپونه لګول شوي او هر پایپ ځای ځای سوری شوی او د ماشین په چالانېدو سره دا پایپ څرخېږي او اوبه په فصلونو پاشل کېږي او وېشل کېږي. دا ژر او په اغیزناک ډول فصل اوبه کوي. د نوي مکسیکو په غرونو او درو کې د کلرادو د سیند یوه برخه هم تېرېږي او دا ځمکې د اوبو له پلوه هم غني‌ دي.

د لویې درې [ګرانډ کینین] څخه له شاوخوا څلور ساعته مزل وروسته، د نوي مکسیکو د فارمېنګټن ښارګوټي کې خپل هوټل ته ورسېدم، د دغه ښارګوټي‌ په شاوخوا کې مې بیا د بومي امریکایانو د ناهوا قبیلې کومه څرګنده نښه ونه لیدله، فارمینګټن د امریکا د نورو ښارګوټو په څېر و. سهار د چای له څښلو وروسته، د تګزاس په لارې اوکلاهاما ته ولاړم.  د تګزاس مساحت د ټول افغانستان د مساحت اندازه دی......

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک