د شوال المکرم میاشت
د نکاح لپاره مستحبه دی نه منحوسه.
داشهر الحج لمړۍ میاشت.
د اشهرالحرم مقدمه.
لیکوال: احمد الله عاطفي
قال الله(عزوجل): إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ...(التوبه:۳۶)
ژباړه:یقیناً چې دالله خواته او دالله په کتاب کي دمیاشتو شمېر دولس میاشتي دي له همغي ورځي چي آسمانونه او زمکه ئې پیدا کړل.
شوال المکرم میاشت دهجري قمري کال لسمه میاشت دی.
شوال معنی : کوم لورته دسفر سامان تړل .
عربان به په دې میاشت کې د سیاحت او ښکار لاسته راوړنو په لور له کورونو وتل.
شوال هغه کڅوړې ته هم ویل کیږي چې د میني محبت سامان پکې تړل شوی وي.
شوال په مصدر د پورته کېدوهم دی چې د رمضان ثوابونو سره د فطراني زکات اجرونه پورته کیږي.
شوال مکرم میاشت په خپل ځای او موقعیت کې ستر برکت او ارزښت لري .
لمړی برکت او فضیلت ئې دادی چې الله(عزوجل) دا ورځ دخوشحالي(عید) او شکر لمانځلو سره د خوراک او څخاک ورځ بللې، که څه هم روژه نیول داسي غوره عبادت دی چې الله(عزوجل) ئې په ځانګړي توګه امتیاز ځانته منسوبوي،(الصوم لي وانا اجزي به: روژه زما لپاره دی،زه ئې بدله ورکو؛) د دې دومره ستر امتیاز سره سره ئې د دې میاشتي په لمړی ورځ روژه نیول حرام بللی، د دې میاشتې لمړی ورځ دوه رکعته اختر لمونځ واجب او د تکبیراتو ویل مستحب عمل دی.
دشوال هلال لېدو په لمړۍ ورځ مستعد بندګان له لمر ختو وړاندې فطرانې په ورکولو دبې وزلو او فقیرانو په لاس نیوي مکلف او مسئول ګرځول شوي.
د میاشت داشهرالحج دمیاشتو لمړنۍ میاشت دي چې په عمره ادأ کونکو حج اکبر فرضیږي، حج قارن احرام هم پکې د تړلوځانګړی امتیاز لري.
په اشهرالحج کې دوه اخترونه لمانځل کیږي یو دشوال په لمړي ورځ چې د اسلام له پنځو رکنونو یو رکن درمضان میاشت دروژو نیولو فرضیت پوره کیدو سره او دویم اختر د اسلام دپنځو رکنونو د حج رکن په تر سره کیدو د ستر اختر عید سعید قربان لمانځل د ذی الحج په لسمه دی.
داشهرالحرم میاشتومقدمه دی، ذی القعده، ذی الحج اومحرم دا درې میاشتي پر له پسي او د کال اوومه میاشت رجب المرجب دی .
دا میاشت داعتکاف میاشت هم بلل کیږي.
عن عَائِشَةَ رضي الله عنها: أنّ النبيّ صلّى الله عليه وسلّم اعْتَكَفَ عَشْرًا مِنْ شَوَّالٍ. ( رواه بخاري و... )
اعتکاف په اړوند ټول علما متفق دي خو د حکم په اړوند ئې دایمه کراموپه نزد قولونه فرق کوي.
حضرت امام مالک او دحنفي فقې اکابرینو قول دادی چې دا اعتکاف درمضان میاشتي اعتکاف د پرېخودو قضأيي اعتکاف وو، ځکه حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) د ځینو وجوهاتو له امله یو کال شروع کړی اعتکاف مات کړ.
امام شافعي (رحمه الله) فرمايي:د حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دشوال میاشتي اعتکاف استحبابي عمل وو نه قضايي، ځکه د ده په نزد هیڅ یو نفلي عبادات په شروع کولو لازم نه ګرځي، بلکه یواځي حج او عمر چې عملاً شروع کړی شي او بیا پریخودی شي قضأ ئې لازمیږي،په نورو استحبابي عباداتو کې دقضأ راوړلو لزوم نشته.
په دې میاشت کې نکاح او واده؟
په ځینې سیمو اوځینو خلکو کې مشهور دی چې د دوو اخترونو تر منځ موده کې نکاح او واده غوره او کامیابه نه وي بلکي نحاست را منځ ته کوي، حال داچې بلکل داسي عقیده باطله او داسلام له روح سره اړخ نه لګوي.
دا میاشت د واده او نکاح لپاره نه داچي منحوسه نه دی بلکې په دې میاشت کې نکاح او واده مستحب عمل دی.
سیده عایشه صدیقه(رضی الله عنها)چې په اسلامي امت کې ځانګړی مقام لري، قرآنکریم ئې لوړمقام او ارزښت بیانوي او هم په احادیثو کې صفت شوی،د داسي لوړ مقام او ارزښت خاونده وه چې الله سبحانه وتعالی ئې تصویر په ورېښمین دسمال کې د سید نا حضرت جبرايل(علیه السلام) په زریعه عملاً سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته وښود چې دا ستا مېرمن دی په دنیا او اخرت کې.
له هجرته وړاندي د سیده عایشه صدیقه(رضی الله عنها) کوژدن په همدې میاشت کي شوی او دهجرت په لمړي کال دشوال په دویمه ئې نکاح او د واده ټول مراسم تر سره شوي.
سیده عایشه صدیقه(رضی الله عنها)ته دهمدې ارزښت په بنیاد د ام المؤمنین ستر امتیاز په برخه شو چې د خپل والد(حضرت ابوبکر صدیق) مورهم وګرځيده ځکه هغه هم مؤمن دی او دی د ټولو مؤمنانو مور ده .
په دې میاشت کې ځينې ستري پيښي:
دهجرت په دویم کال بني قنقاع غزا او سوبه رامنځته شوه.
دهجرت په دریم کال دشوال په اوومه نیټه د احد غزا تر سره شوه.
دهجرت په پنځم کال د شوال په لسمه د خندق غزا پیل شوې وه.
دهجرت په اتم کال د شوال په میاشت کې د حنین غزا سوبه تر سره شوه.
دهجرت په (۹۲) کال دشوال په(۲۱) د اندلس سوبه (فتح) تر سره شوه.
او نور ډېر واقعات...
