د رضا او ثواب معاملات
(إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَٰرَةً عَن تَرَاضٖ مِّنكُمۡۚ: مګر داچي ستاسو د رضأمندۍ تجارت وي) هر روا او مشروع سوداګري سر بېره نور مشروع اوشرعي معامعاملات چې په هغه کې انصاف، رضأ او خوشحالي شامل وي عبادت دی.
تجارت عام لفظ دی چې بدله تر لاسه کول وي خو دلته هر هغه ارزښت روا او ثواب دی چې په رضأ او روغ نیت ورکړل شي لکه هبه، هدیه،صدقه،بخشش او خوړل ئې هم روا او جائز دی، له دې سر بېره دمالک او کارکونکي تر منځ چې کومه شرعي راکړه ورکړه د کار او معاش دی دا هم په لفظ دسودا ګرۍ کې راځي(تفسیرمظهري).
عَنْ رِفَاعَةَ بْنِ رَافِعٍ(رضی الله عنه) أَنَّ النَّبِيَّ(صلی الله علیه وسلم) سُئِلَ: أَيُّ الْكَسْبِ أَطْيَبُ؟ قَالَ: عَمَلُ الرَّجُلِ بِيَدِهِ، وكُلُّ بَيْعٍ مَبْرُورٍ.( رَوَاهُ الْبَزَّارُ، وصَحَّحَهُ الْحَاكِمُ)
ژباړه:له حضرت نافع بن رافع نه روایت دی چې فرمايي: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته عرض وشو: کومه ګټه حلال او پاکه دی؟،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: د دیوبنده دخپل لاس مزدوري؛ هر هغه رېښتينې بیع او شرأ( په هغه کې درواغ او دوکه نه وي).
عن عائشة أم المؤمنين(رضي الله عنها) قال: قال النبي(صلی الله علیه وسلم): إنَّ اللهَ تعالى يُحِبُّ إذا عمِلَ أحدُكمْ عملًا أنْ يُتقِنَهُ.(أخرجه أبو يعلى والطبراني، وقد صححه الألباني في الصحيحة)
ژباړه:له سیده عایشه صدیقه(رضی الله عنها )نه روایت دی چې فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم): یقیناً چې الله سبحانه وتعالی ته دیو بنده عمل خوښ شي هغه ته ثبات او پیاوړتیا ورکوي.
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ ،عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ :التَّاجِرُ الصَّدُوقُ الْأَمِينُ مَعَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ.(رواه: ترمذي،الحاکم فی المستدرک، سنن دارمي و...)
ژباړه: له حضرت ابي سعید الخدري(رضی الله عنه )نه روایت دی چې فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم):رېښتېنی سوداګر(تجار)چې امانت دار هم وي، هغه به له پیغمبرانو، صدیقینو او شهداوو سره به وي.(په علین او دقیامت په ورځ )
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ (رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ) قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ (صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ): التَّاجِرُ الصَّدُوقُ تَحْتَ ظِلِّ الْعَرْشِ يَوْمَ القِيَامةِ.( رواه: الأصبهاني ؛ في ترغيب وترهیب)
ژباړه: له أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ (رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ)نه روایت دی چې فرمايي: وفرمایل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم):رېښتېنی سوداګر به دقیامت په ورځ د عرش سیوري لاندې وي.
