No-IMG

هجري کال ولې په

    په عامه توګه ذهن ته دا خبره راځي چې رسول الله ﷺ به د هجري کال د لومړۍ میاشتې (محرم) په لومړۍ ورځ  هجرت کړی وي. خو خبر داسې نه ده، بلکې هغه د ربیع الاول په میاشت کې هجرت کړی و. تقریبا ۲۲ د ربیع الاول مدینې منورې ته رسیدلی و.

       نو په کار خو دا وه چې هجري کال هم په ربیع الاول پیل کیدلی، خو خبره داسې نه ده، بلکې  هجري کال د محرم په میاشت پیل کېږي، د دې دوه مهم لاملونه یاد شوي دي: یو دا چې په محرم کې حاجيان کورونو ته ستنیږي.

     د لومړۍ میاشتې د تعین په مشوره کې ځینې صحابه کرامو وویل چې د روژې له میاشتې به کال پیل کړو، خو عمر رضي الله عنه وویل چې نه له محرم نه یې پیل کوو، ځکه په دې میاشت کې حاجيان کورونو ته ورګرځي. او دا مشوره په ۱۷هـ کې شوې وه. (الحاکم)

       دویم لامل یې دا دی چې اصلاً د هجرت هوډ په محرم کې شوی و. هغه داسې چې کله رسول الله حج یعني د ذوالحجې کې له انصارو سره وکتل چې د سیرت په اصطلاح کې "بيعة العقبة الثانیة" ورته وایي. نو له هغه وروسته لومړۍ میاشت محرم وه او په محرم کې د هجرت اراده او تياري پیل شوه. نو خکه دا د کال لومړۍ میاشت وټاکل شوه. فتح الباري لابن حجر

#1442هـ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک