No-IMG

په استعمار پورې تړلي ډلې؛ مجا هدين په پاکستان پورې تړي

په استعمار پورې تړلي ډلې ؛ مج ا هد ي ن په پاکستان پورې تړي او افغان « ج ه اد »  د « آی ، اس ، آی » د شرارتونو پايله ګڼي !! دوی دا تبليغ هم کوي ، چې د داوود خان خلاف لومړۍ جګړه هم 

« م جا ه دي نو » پيل کړه!!

دا ډول تبليغاتو ته تر ډېره بريده کمونيستان هوا ور کوي او هدف يې دادی چې زموږ عظيم الشان« ان ق لاب » د پنجاب او نورو اجانبو محصول معرفي کړي !! اس تعماري هېوادونه او لاسپوڅي يې ټول په دې لټه کې دي چې د اس لا مي ان قلاب لاسته راوړنې و تروړي او د افغانستان د بربادۍ پړه پر م ج اهد ينو واړوي !! له قضاياوو  ناخبر ځوانان هم په پټو سترګو ورسره روان دي  او په دې نه پوهېږي چې دا يوه لويه  « بین ا لک فري » توطئه ده چې د تاريخ په هر پړاو کې په بېلابېلو طريقو عملي شوې !! د

« ان ګ رې زانو » تر ماتې وروسته هم ؛ دلته هغه څوک د توپ خولې ته تړل شوي ، چې « ا س لام » او « ا ن ق لاب » ته يې التزام لاره ، او د « ا ن ګ رې زانو « په ايستلو کې يې تر بل هرچا ستره ونډه لرله !! اوس هم  همغه لوبه روانه ده  ،  د روسانو او استعمار  پر اوږو سپاره نوکران ؛ د وطن خادمان او سپين بازان ګڼل کېږي ؛ خو د هېواد د آزادۍ قهرمانان د پنجاب نوکران !!

د حيرانتيا ځای دادی چې د افغانستان د برباديو مسبب  کمونيستان هم پر « م ج ا ه دين و » د پنجاب  د غلامۍ ټاپې وهي !! دوی په داسې حال کې پر « م ج ا ه دي نو » د پنجاب د غلامۍ تور لګوي ، چې د نجيب حکومت د سقوط په مهال يې جوپې جوپې منصبوال له آی ، ايس ، آی سره يو ځای شول ، ډبل ډبل معاشونه يې ترې واخيستل ، او د پنجاب په ګټه يې زموږ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خطرناکې چاودنې تر سره کړې !!

د کمونيستانو ډېری پيلوټان  ، توپچيان  او ټانکستان له  پاکستانيانو سره سجل  او د پنجاب په نفع استعمال شول !!

په دې سربېره ډېری کمونيستانو له پاکستانيانو سره د دوستۍ مزی وغځاؤ ، چا لوڼې ورکړې او چا خويندې !! شاه محمد دوست د هغې بې نظيرې ورور مرتضی بوټو ته لور ورکړه چې ډاکتر نجيب « سره خوله جينکۍ »  او د تور ښ کېلاک  نوکره بلله !! سليمان لايق صوفي محمد ته لور ورکړه او ببرک کارمل خپله لور لطيف افريدي ته حواله کړه !! عجيبه ده چې له دې سره سره دوی سپين بازان دي ؛ خو م ج اه دين د آی ايس آی نوکران !!

ضمناً ددې خبرې وضاحت اړين ګڼم چې  د داوود خان په نظام کې هم کمونيستانو ځای نيولی ؤ ، ډېری لوړ پوړي غړي يې کمونيستان وو ، هغوی د داوود لپاره کودتا کړې وه ؛ ځکه خو په لوړو ، لوړو څوکيو نازول شوي وو  ، دوی له همدې فرصت نه په استفادې سره موسی شفيق زندان ته واچاؤ او بيا يې په خپل دور کې په هومره بې رحمۍ وواژه چې  بېلګه به يې د چنګېز  په نظام کې هم ونه موندله شي !!  ميوندوال يې تر شکنجې لاندې په قتل و رساؤ ، او د ا س لا مي نهضت ډېری  غړي يې هم  پرې بنديان او اعدام کړل ، انجنېر حبيب الرحمن هم په 1353 کال اعدام کړی شو !! د نهضت په نورو مشرانو هم د اعدام فيصله صادره شوې وه  ، هغوی مجبور کړی شول چې خپل هېواد پرېږدي !! د هغوی دا ډول اقدام نه  له اسلام سره مغاير عمل ؤ او نه د پاکستان د غلامۍ په معنا ،  د قرآن حکم دادی چې مسلمانان دې  د مظلومیت په صورت کې بل چېرته پناه یوسي  او ظلم ته دې غاړه نه ږدي . ماته ووایاست په داسې حال کې  چې د نهضت په مشرانو د اعدام فيصلې صادرې شوې وې او هر يو يې د مرګ له خطر سره مخامخ ؤ ، هغوی ته له هجرت پرته بله کومه لاره پاتې وه ؟ آيا اعدام ته يې غاړه ایښې وای ؟ آيا ظلم يې منلی وای ؟ آيا ظالم ته تسليمېدل به يې د انتحار په معنا نه ؤ ؟  ، له بلې خوا

 م جا ه د ينو  له همغه فرصت نه په استفادې سره  دلته د داسې انقلاب بنياد کېښود چې سره امپراطورۍ پرې دړې وړې شوه او د کمونيزم فلسفه د تل لپاره له چلېدو و لوېده !! دا هومره ستر وياړ دی چې په افغان تاريخ کې به زموږ هر نسل پرې وياړمن وي .

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک