طالبانو بلها فرصتونه ضايع کړل !
په تېرو څه باندې درې کلونو کې ؛ ناټو ټلواله په اکراين کې له روسانو سره په جنګ بوخته وه ؛ خال ، خال جګړه ييزې بوختياوې يې په منځني ختيځ کې هم لرلې ؛ ايران او روسان هم د منځني ختيځ او اکراين په جګړو کې ښکېل وو ؛ پاکستان په خپل منځي جنجالونو اخته ؤ ؛ او شمالي ګاونډيان د خپلو اقتصادي غوړېدنو په لټه کې ول ؛ ياد هېوادونو ددې موکه نه لرله چې افغان نظام ته ننګونې را ولاړې کړي او په داخلي امورو کې يې مداخله وکړي ... افغانستان ته بهترين فرصت په لاس ورغلی ؤ چې له يوې خوا يې د يو ايډيال نظام د ايجاد لپاره هڅه کړې وای ؛ داخلي مشروعيت ته يې لاره هواره کړې وای ؛ او له بلې خوا يې له نړۍ سره د سالمو اړيکو کانالونه غځولي وای ؛ له دې ډول مثبت اقدام سره شونې وه طالبان په رسميت پېژندل شوي وای او شمالي ګاونډيانو ته زموږ ور وړل شوې الوتکې هم بېرته افغانستان ته سپارل شوې وای ، په دې سربېره به موږ له بېلابېلو هېوادونو سره د اقتصادي اړيکو د انکشاف چانس هم موندلی ؤ ...
له بده مرغه طالبانو دا ډول طلايي فرصتونه ضايع کړل ؛ نه يې د ملي پخلاينې او ملي مشارکت لاره و نيوله او نه يې له نړۍ سره مخ و موند !! په دې سربېـره يې د اناثو پر تعليم انسداد و لګاؤ ؛ حتا هغه محصلاتې يې هم بې برخلیکه پرېښودې چې له طب پوهنځۍ فارغې شوې او د ستاج دوره يې هم طی کړې وه !! نظام يوازې په ملاشاهي تکيه وکړه او ډېری مسلکي کدرونه يې د نهيلۍ بلا ته وسپارل !! منم چې نظام خورا ډېرې ښېګڼې لرلې ، افغانستان تر يو چتر لاندې راوستل ، د ملوک الطوايفي اختتام ، د پاموړ امنيت تامين ، د مرګونو لړۍ تمېدل ، او د قوشتېپې په شمول ډېری حياتي پروژې پيلول ، هغه مثبت انکشافات دي چې هر افغان پرې ویاړي ؛ خو ددې په څنګ کې هغه نيمګړتياوې چې پاس يې يادونه وشوه ، ددې سبب ګرځي چې د نظام پايښت له چلينجونو سره مخامخ کړي !! ددې ډول ستونزو احتمال د امريکايي نظام له تغييرسره په يقين بدلېدای شي ، که جمهوري غوښتونکي انتخابات و ګټي ، شونې ده د اکراين جګړه پای ته و رسوي ، او په افغانستان او منځني خيتځ کې نويو لوبو ته لاس واچوي !! ټرامپ په ټاکنيزو کمپايني سياليو کې په وار ، وار ويلي چې د برلاسي په صورت کې به ؛ د اکراين جګړه پای ته رسوي او منځني ختيځ او افغانستان ته به مخ اړوي !! هغه پخوا ويلي ؤ چې د بګرام په شمول به د ځينو اډو د تر لاسه کولو حق له ځان سره محفوظ ساتي ، پر هغه د هغو وسلو ليدل هم ستوخ تمام شول چې طالبانو د استقلال په ورځ نمايش ته وړاندې کړې !!
ضمناً که ټرامپ په اکراين کې جګړه ختمه کړي ؛ نو روسانو ته هم افغانستان کې د مداخلې چانس په لاس ورځي ، حتا شونې ده ياد هېوادونه د مسلمانانو په وړاندې واحد دريځ ونيسي !!
دې موضوع ته پر کتو دې طالبان په خپل موقف کې تجديد نظر وکړي او پر داسې نظام دې کار وکړي چې د پرديو مداخلو او پلمو مخه پرې ډب شي .
و ما علينا الاالبلاغ
