د ټيري فاکس لخوا د کينسر ريسرچ، تحقیق او علاج پخاطر تر C$715 مليونو څخه زيات فڼډ جمع شوي
ټیری فاکس د کینسر (سرطان) مريض وو، هغه له مړينې مخکي يواځې په 143 ورځو کي 5373 کلو متره پياده مزل په کاناډا کي وکړ.
ټيري فاکس د مزل څخه يو ځانګړي هدف درلود، هغه مهال د کاناډا نفوس 24 مليونه وو، هغه غوښتل چي د هر فرد مقابل کي يو کاناډايي ډالر چنده جمع کړي.
هغه دا هدف د 1981 ميلادي کال په فبروري میاشت کي پوره کړ او 24.7 ميليونه کاناډايي ډالر يي جمع کړل..
ټيري فاکس د مړينې څخه يو کال ورسته پدي پيسو د ٹیری فاکس فاؤنڈیشن بنياد کيښودل شو، د فاوڼډيشن هدف د کنسر په خلاف جګړه وه او مريضانو علاج وو، دغي اداري په کاناډا او نورو هيوادونو کي د ذکر شوي هدف پخاطر فڼډ راغونډاوو او دغه ډول مقابلو انعقاد به يي هم کاوه..
تر اوسه د ټيري فاکس فاوڼډيشن لخوا د کنسر ريسرچ، تحقیق او همدارنګه د علاج پخاطر تر C$715 مليونو څخه زيات فڼډ جمع شوي.. او دا ټول د انسانيت د خدمت لپاره ترسره کيږي..
محترمو او قدرمنو ورونو:
له بده مرغه زموږ هيواد کي دغه اندازه پيسي شايد يواځې په مقبرو مصرف شوي وي، هر غوڼدې په سر په لسګونه مليونه ډالر په قبرونو مصرف شول، البته په هغه هيواد کي چي په هر شلو دقيقو کي يوه مور د ماشوم د زېږېدون پر مهال خپل ژوند د لاسه ورکوي..
د ملت سرمایي او ملکيت عامه څخه په خليج، اروپا او امريکا کي تجارتونه او بلډنګونو واخيستل شول..
متاسفانه چې دا سلسله لا هم روانه ده ليکن شايد شکل يي بدل وي هر څوک چې په قدرت راغلي د ملت څخه يي په ولاړه پوستکي ويستلي...
اي کاش چې دعوي مو؟؟؟؟؟؟؟
