دا خود ساخته د مړو مزارونه او دربارونه لوي لوي تجارتونه دي
يو ځل د پاکستان سند ايالت يو مشهور غل او ډاکو څه وخت لپاره بی روزګاره او غريب شو ، چا ورته مشوره ورکړه چې فلاني مشهور بزرګ او ولي مزار ته دعا لپاره ورشه. هغه همداسې وکړل ظاهرا شاندار او مزين مزار ته لاړه لمړي يي دعا وکړي او بيا چت پوري ونښته او د مزار د ټولو قيمتي زوړند فانوس يي راخلاص کړ او ځان سره يي يوړه.
په مزار کي ناست مجاورو او ملنګانو هغه پيژانده نو ځکه يي له ډاره هغه مهال څه ونه ویل.
ډاکو قيمتي فانوس ښه په لوړه بيه خرڅ کړ او پيسې جيب کي واچولې ، د مزار ګدي نشينو او مجاورو په غل عريضه وکړه او قضيه محکمې ته لاړه ، محکمې ډاکوو راوغوښت..
قاضي د ډاکو څخه پوښتنه وکړه او وویل: تا فانوس له مزار څخه وړي؟
ډاکوو ځواب ورکړ: هو ما خپله خلاص کړ او وړي مي دي!
قاضي: ولي د يوړ؟
ډاکوو: کور کي مي ډوډۍ نه وه غريبي وه ځکه نو د مزار زيارت ته لاړم چې زما حاجت پوره کړي، د قبر څخه هغه بزرګ راته وفرمایل چې فانوس ستا شو هغه خرڅ کړه او خپل حاجت پري پوره کړه ما هم د حکم تعميل وکړ فانوس مي خرڅ کړ او خپل حاجت مي پري پوره کړ..
قاضي څو شيبې سر ښکته کړ او بيا يي ګده نشينو او مجاورو ته وویل:
يا خپله عقيده بدله کړي او په ليکلي ډول يي راکړي چې قبرونو کي ستاسو وليان او بزرګان نه څه اوريدلي شي او نه حاجت پوره کولاي شئ بيا به مونږ ستاسو عقيدي مطابق قضيه مخکي يوسو او يا ووایاست چي ستاسو د عقيدي مطابق ډاکو رښتيا وايي.
مجاورو او ګډه نشينو يو څه صلاح مشورې وروسته خپل تجارت د بچوني په پار خپله قضيه او کيس له محکمې بيرته واخيسته او تري تير شول
بس محترمو وروڼو:
دا خود ساخته د مړو مزارونه او دربارو لوي لوي تجارتونه دي همدارنګه په مطلق ډول پنځه نوي فيصده د ژونديو پيروانو او خود ساخته بزرګانو دربارونه هم تجارتونه دي..
