No-IMG

ترڅو چې انسانيت زده نشي اسلاميت دعوي ټولي درواغ دي..

دا د امریکا تر ټولو مشهوره براډکاسټره اوپرا ونفري ده ،  چې کله يي د خپل تقاعد اعلان وکړ د هغه ځاي خلکو د فوټبال په لوي سټيډيم کي د هغي د اعزاز په خاطر يو لوي پروګرام جوړ کړ ، اوپرا ونفري هغه مهال ډيره حيرانه شوه چې ورته معلومه شوه چې هغي په خپل ژوند او کيرير کي په مختلفو طريقو تقريبا تر 65000 غريبو خلکو کفالت کړي چي اکثريت هغه خلک د سټيډيم په اعزايه پروګرام کي شامل ول.

څلور سوه پنځوس کسانو د اوپرا ونفري پروتوکول لپاره څراغونه لاسونو کي نيولو وه چې په هغو کي پنځه د هارورډ پوهنتون پروفېسران هم ول.

د دوي په نمايندګي يو پروفيسر لڼډه وينا وکړه او وويل: که چېرې اوپرا ونفري نه واي اوس به مونږ مختلف واي..

محترمو ورونو: يوه غير مسلم ميرمن د 65000 زرو انسانانو ژوند په داسې حالت کي بدلوي چې نور عام خلګ هم تري خبر نه ول او نه هغی ته دا حساب معلوم وه او نه ورته په ژوند کي دا مهم وه چې د خپلو نيکيو ډيټا وساتي او پاداشت يي له خلکو وغواړي ليکن مونږ د پنځو روپو خيرات په خاطر غريبو پسي کمري نيولي وي د يو غريب عزت النفس ليلاموه او د هغوي د تور سرو او ماشومانو ويډيو ګانې پرته له ايډټه په ټول عالم کي خپروو او سوالګر او خيرات خور په حيث يي معرفي او تاريخ تري جوړ کړو

بل لورې ته يو شمېر زموږ څخه لږه قرباني يا خدمت مو لا نوي کړي چې ټوله دنیا پري خبروو او پاداشت په دنيا کي د امتياز په شکل د خلکو غواړو چې ما قرباني ورکړې!

اسلام د انسانيت اعلي درجي مقام ته وايي او د اعلي درجي تمثيل دی نو ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: بعثت لاتمم مکارم الاخلاق

زه مبعوث شوي يم ترڅو د اخلاقو او انسانيت هغه بهترين او اعلي ترين ورژن ترويج او خپور کړم

ترڅو چې انسانيت زده نشي اسلاميت دعوي ټولي درواغ دي..

سقراط وايي : انسانيت هغه درجه ده چې هغي ته ډير کم خلک رسیږي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک