په دغه مظلوم ملت کبر مه کوي ډير بد ازار لري..
په 2005 کال د برازيل په Campina سيمه کي د يو څو شرابي دوستانو ګروپ چيرته د چکر لپاره تلل ، د يوي انجلي مور د خپلي لور په هکله فکرمنده وه نو د تللو وخت کي لور ته وويل: زه الله تعالی د مل شه او هغه دي حافظ شه! لور يي ورته وویل: که الله تعالی مونږ سره سفر کوي نو مونږ ګاډي داخل کي ځاي نلرو صرف په ډاله کي ځاي شته هلته د اوسي..
العياذ باالله
يو ساعت ورسته يي کورني ته خبر راورسېد چې په ټکر کي ټول دوستان سره د انجلي ووژل شول.. چې کله ګاډي ټرافيکو وليد د حيرانتيا خبره دا وه چي ټول ګاډي تباه شوي وه او يواځې ډاله مکمله روغه پاتي وه.
په مارلين (ډاؤن مونرو) کي په يو پارټي ناسته کي د مبلغينو څخه يو وویل: الله تعالی په دغه اړه داسې وايي او زه يي پيغام تا ته درسوم!
نو مشر يي ځواب کي وويل: الله تعالی ته ووايه چې زه دغه هفته کي وخت نلرم! د همدې هفتي په اخر کي په همدي کور کي مشر ومړ.
د ټاي ټينک مشهوري بيړي جوړونکي کمپنۍ مشر تهامس اينډيو د يو خبريال په ځواب کي وويل: مونږ داسې بيړي جوړه کړه چې اوس يي الله تعالی هم نشي ډوبلوي!
په لمړي سفر کي بيړي داسې غرقه شوه چې افسانې به يي تر قيامته ياديږي
برازيل ولسي جرګې انتخاباتو لپاره يو کانديد د يو خبريال ته په مصاحبه کي وويل: که زه پنځوس زره رايي واخلم ما بيا الله تعالی هم نشي ناکامولاي!
هغه پنځوس زره رايي واخيستي ليکن د رسمي څوکند اخيستني څخه مخکي مړ شو..
محترمو ورونو: الله تعالی کريم او رحيم ذات دي ليکن هغه څه څخه چي الله تعالی زيات نفرت لري هغه کبر دي ، هغه کبرجنو ته په دنيا کي هم عبرتناکه سزا ورکوي
تاسو په کرکټ کي وليد هغه هيوادونو چې يواځې څو کلونه مخکي زموږ سره لوبه کول هم ځان ته عار ګاڼه او په مونږ يي کبر کاوه څرنګه مات شول
بلخوا په تير سلو کلونو کي د نړي دري کبرجن سپر پاوره مات شول
اوس هم حکومت او مختلف ډلو مشرانو او ځان ته د تذکر په شکل وايو:
په دغه مظلوم ملت کبر مه کوي ډير بد ازار لري..
الله تعالی د مونږ له کبره وساتي
امين يارب العالمين..
