اجمل اټک يوسفزی
د اجمل اټک يوسفزی لیکنی
په دمشق د ٧% علوي کورنۍ نیمه پېړۍ واکمني
او نن بالاخره د اوږده مقاومت په ترڅ کې د حافظ الاسد د کورنۍ د نیمې پېړۍ واکمني پای ته ورسېده.
د بشار الاسد پلار د هوایي قواوو منصبدار تورن جنرال حافظ الاسد په ١٩٧٠م کې د بعث العربي ګوند چې پخپله یې هم غړی و خلاف یوه بریالۍ پوځي کودتا وکړه او نوموړی د بعث ګوند د انقلابي کنګرې د پرېکړې له مخې لومړی وزیر او د دفاع وزیر وټاکل شو خو ډېر ژر یعنې کال وروسته تورن جنرال حافظ ځان ولسمشر او ټولواک [ ١٩٧١ م] اعلان کړ او د سوریې واک یې خپل کړ. څو میاشتې کم پوره دېرش کال یې په سوریې واک وچلوه او د واکمنۍ په دغه دوره کې یې په زرګونو هغه سوریایان چې د دې د واک او نظام خلاف وو له تېغه تېر کړل ، حافظ الاسد په کال ٢٠٠٠م کې بالاخره د وینې د سرطان له وژونکې ناروغۍ ښکار او مړ شو ، د حافظ الاسد په ژوند د هغه مش...
نور ولوله
رجب جومات او اوغلو د اتا ترک قبر ته ولاړ
په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکنې پیل شوې
ټاکنې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغې د سیاسي مخالفانو د اپوزیسیون د مشرانو او د شپږو ګوندونو له خوا د یوه راجوړ کړای شوي ائتلاف تر منځ روانې دي چې مشري یې کمال قلیچدار اوغلو کوي.
اوغلو د مصطفی کمال اتا ترک د نظرې او تګلارې خاوند دی هغه په ترکیه کې د اسلامي شعایرو سرسخته مخالف دی او که بریالی شي نو په اداري برخو کې به د مسلمانو مېرمنو په پرده او حجاب سخت بندیز ولګوي او همدا ډول به اسلامي مرکزونه هم د سختې ننګونې سره مخ شي او د اروپایانو د قانون له مخې به ترکیه کې هم نر له نر او ښځه له ښځه سره واده او شریک ژوند کولای شي.
که څه هم دمګړۍ وړاندوینه ګرانه ده چې ټاکنې به پر کوم لورې وڅرخي په ټولیز ډول تر...
نور ولوله
د تور غر ګربت - شهید ادم خان
شهید قومندان عطاء ګل مشهور په ادم خان د جهاد د تاریخ یو وتلی او مشهور قومندان و.
که څه هم شهید ادم خان د ثور تر کودتا دمخه د محصلۍ په دوره کې ( ۱۳۴۸ هه ش) د کابل په پوهنتون کې د هغه وخت د تنظیم جوانان مسلمان غړی شوی و او په همدغه کال یې د کابل پوهنتون په هغه اخ او ډب کې هم برخه اخیستې وه په کوم کې چې د شعله جاوید مشر سیدال خپل ژوند بایلود او ادم خان هم په سر ټپي شو.
تر دې وروسته د شهید ادم خان د کورنۍ یوولس غړي د پلار ' ترونو ' وروڼو او نورو نږدې خپلوانو په ګډون زنداني کړل شول پلار او ورور یې خان اغا په اته اته کاله ' تره یې نواب خان په لس کاله او نور خپلوان یې هم په ورته ډول په بند محکوم کړل شول.
او ویل کیږي چې...
نور ولوله
د مننې دود
د احسان او نېکۍ بدله باید احسان او نېکي وي ' زموږ د ټولنې یو ناوړه دود دا هم دی چې د "" مننې "" دود مو نه دی زده او د یو چا د احسان او نېکۍ په بدل کې د مننې او تشکر ویل هم موږ ته کسر شان ښکاري د اروپایانو یو تر ټولو ښه دود او خبره دا ده چې که د یوې افغانۍ په ارزښت یو شي یا ډالۍ ورکړې نو په مننو ویلو او د ډالۍ په ستاینو به دې په اصطلاح خجالته کړي چې د یوې افغانۍ شي ته ګوره او د دوي دومره مننو ' ستاینو او خوشالۍ ته ګوره خو له بده مرغه که زموږ خلکو ته نیمه نړۍ هم ورکړې د مننې او ستاینې یو تورې به هم ترې وانه ورې داسې فکر کوي چې ګنې خپل حق یې و او تر لاسه یې کړ.
هغه د ښاغلي سوله مل شینواري لالا خبره دا ځینې خو دومره وقیان دي چې د خدای په دا لویه ځمکه ورته یوازې ځان...
نور ولوله
د حضرت صیب جعلي روسی
کله چې د اتحاد شوروي د کیمونستي نظام مشر منشي او د شوروي اتحاد ولسمشر میخایل ګورباچوف پرېکړه وکړه چې روسي پوځیان له افغانستانه اوباسي او افغانانو ته سلامي شي د ( ۱۹۸۸ /می / ۱۵ ) تر وتلو دمخه یې د ملګرو ملتو او د سیمې د دخیلو هېوادونو په منځګړتوب د جهادي تنظیمونو سره د خپلو نیول شویو او ورکو شویو جنګي روسي عسکرو په اړه هم خبرې کولې او غوښتل یې چې تر وتلو دمخه خپل اسیران هم ازاد کړي دغه اسیران که څه هم ډېر نه وو په جهادي تنظیمونو کې یوازې جمعیت اسلامي او حزب اسلامي سره بندیان وو چې البته جمعیت اسلامي د پېښور ښار ته څېرمه د بډه بېرې په سیمه کې ساتلي وو چې یو ځل روسي بندیانو پاڅون هم وکړ او غوښتل یې چې له زندانه ( تعمیر) نه رابهر شي خو تر منځ یې نښته وشوه او یو څو تنه په کې ووژل شول چې بیا ورته استاد ګل زمان یوه مرثیه ...
نور ولوله
د شهید موسی شفیق ورور هارون په زندان کې
....... هارون جان هم د دوهم بلاک په درېیم منزل کې وه خو زموږ په کوټه کې نه بلکې په یوه بله عمومي کوټه کې زنداني و.
یوه ورځ مې د دباندې وتو په وخت کې ولیده چې هغې نازولی هارون جان ډېرې بې خونده او لنډې جامې اغوستې او په ډېر بد حالت کې دی ، کوټې ته چې راغلم ما د خپلې کوټې د ملګرو په خاصه توګه د کامه والو ملګرو نه پوښتنه وکړه چې هارون جان ولې په دې حال دی او ولې یې دا بې خونده ( د محبس لباس) جامې اغوستي دي ؟
ملګرو راته وویل چې هغه پایواز نه لري ، څوک یې له وېرې نه پوښتنې ته نه راځي نو ځکه یې د زندان سرکاري جامې په ځان دي.
ما ملګرو ته وویل که هارون جان ته پایواز نه شي راتللای نو تاسو ته خو پایوازان راځي تاسو ب...
نور ولوله
د تور غر ګربت؛ قوماندان ادم خان جهاد د تاريخ يو وتلی قومندان
شهید قومندان عطاء ګل مشهور په ادم خان د جهاد د تاریخ یو وتلی او مشهور قومندان و.
که څه هم شهید ادم خان د ثور تر کودتا دمخه د محصلۍ په دوره کې ( ۱۳۴۸ هه ش) د کابل په پوهنتون کې د هغه وخت د تنظیم جوانان مسلمان غړی شوی و او په همدغه کال یې د کابل پوهنتون په هغه اخ او ډب کې هم برخه اخیستې وه په کوم کې چې د شعله جاوید مشر سیدال خپل ژوند بایلود او ادم خان هم په سر ټپي شو.
تر دې وروسته د شهید ادم خان د کورنۍ یوولس غړي د پلار ' ترونو ' وروڼو او نورو نږدې خپلوانو په ګډون زنداني کړل شول پلار او ورور یې خان اغا په اته اته کاله ' تره یې نواب خان په لس کاله او نور خپلوان یې هم په ورته ډول په بند محکوم کړل شول.
او...
نور ولوله
