No-IMG

د مننې دود

د احسان او نېکۍ بدله باید احسان او نېکي وي ' زموږ د ټولنې یو ناوړه دود دا هم دی چې د "" مننې "" دود مو نه دی زده او د یو چا د احسان او نېکۍ په بدل کې د مننې او تشکر ویل هم موږ ته کسر شان ښکاري د اروپایانو یو تر ټولو ښه دود او خبره دا ده چې که د یوې افغانۍ په ارزښت یو شي یا ډالۍ ورکړې نو په مننو ویلو او د ډالۍ په ستاینو به دې په اصطلاح خجالته کړي چې د یوې افغانۍ شي ته ګوره او د دوي دومره مننو ' ستاینو او خوشالۍ ته ګوره خو له بده مرغه که زموږ خلکو ته نیمه نړۍ هم ورکړې د مننې او ستاینې یو تورې به هم ترې وانه ورې داسې فکر کوي چې ګنې خپل حق یې و او تر لاسه یې کړ.

هغه د ښاغلي سوله مل شینواري لالا خبره دا ځینې خو دومره وقیان دي چې د خدای په دا لویه ځمکه ورته یوازې ځان ښکاري.

خدای تعالی هم هغه څوک خوښوي چې د نعمتونو شکر یې اوباسي او کفران نه کوي ' کلونه وړاندې کله مې چې نوي کتابونه چاپ شول ډېرو دوستانو به یې هیله درلوده چې کتاب تر لاسه کړي په دوې کې زما یو څه بهر میشتي ملګري هم وو ' د دوی بیا بیا غوښتنو او د مینې ښودلو اړ کړم چې خینو ملګرو ته په داسې حال کې خپل کتاب ورپوسټ کړم چې زما سره به خپله هم ډېر نه وو خو د بېلګې په توګه په دوی کې داسې کسان هم وو چې کتاب وروسېده کلونه تېر شول بېرته یې  "" مننه "" خو پر ځای پرېږده حتی یو احوال یې هم رانکړ

د کتاب د لېږلو د پوسټ هغه مادي اړخ خو په توپ وله کله کله د سړي زړه په دې خفه شي چې د اروپا په دې بوخت ژوند کې چې سړی د سر ګرولو ته هم کله کله وخت نه لري په داسې بوخت وخت کې ته یو چا ته خپل وخت وروبخښې او هغه بیا حد اقل د پوسټ د ور رسېدو او تر لاسه کولو یو احوال هم درنه کړي ' مننه ' احسان او یا د کتاب ستایل او یا د یوې ښې خبرې او تبصرې ' خبره خو بېخي د عقل نه لرې خبره ده.

دا خپله بېلګه مې هسې یوه عمومي خبره وکړه ' زموږ د ژوند په هره برخه کې داسې بېشمېره بېلګې شته.

بس نو که مو چا ته څه ولېږل بیا به زنګونه هم تاسو وروهۍ چې ډالۍ او پوست مو ور رسېدلې کنه

لیکوالو ملګرو ته زما مشوره او تجربه دا ده چې هیڅکله دې  بې له غوښتنې چا ته کتابونه نه سوغات کوي ولوکه لیکوالان هم وي.

 دا کار به هم د لیکوال شخصیت او هم به د لیکوال د اثر ارزښت  خوندي او ارزښتمند وساتي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک