No-IMG

د شهید موسی شفیق ورور هارون په زندان کې

....... هارون جان هم د دوهم بلاک په درېیم منزل کې وه خو زموږ په کوټه کې نه بلکې په یوه بله عمومي کوټه کې زنداني و.

یوه ورځ مې د دباندې وتو په وخت کې ولیده چې هغې نازولی هارون جان ډېرې بې خونده او لنډې جامې اغوستې او په ډېر بد حالت کې دی ،  کوټې ته چې راغلم ما د خپلې کوټې د ملګرو په خاصه توګه د کامه والو ملګرو نه پوښتنه وکړه چې هارون جان ولې په دې حال دی او ولې یې دا بې خونده ( د محبس لباس)  جامې اغوستي دي ؟

ملګرو راته وویل چې هغه پایواز نه لري ،  څوک یې له وېرې نه پوښتنې ته نه راځي نو ځکه یې د زندان سرکاري جامې په ځان دي.

ما ملګرو ته وویل که هارون جان ته پایواز نه شي راتللای نو تاسو ته خو پایوازان راځي تاسو به خپل کالي ورکړی وای که نه ،  هغوی وویل موږ خو لېوني شوي نه یوو ،  قومندان ( سید عبدالله خلقي)  چې کوټې ته راننوځي بله خبره چې پیدا نه کړي نو غږ کړ چې د صدر اعظم شفیق ورور چېرته دی را یې ولئ ،  نو هغه خوارکی راولي او بې پوښتنې یې راچپه کړي او تر هغې یې وهي چې بې هوښه او ضعف شي نو که چېرې موږ خپل کالي ورکړو او په پاکو کالیو کې یې قومندان وویني نو فوراً به ووایي چې هارون خو پایواز نه لري دا کالي چا ورکړي دي او کس یې پیدا کړئ او په موږ به هم رڼا ورځ په وهلو وهلو توره شپه کړي.

دغه وخت ما د کامې ولسوالۍ د ماماخېلو  اوسېدونکي ښاغلي ګل احمد سرکاتب ته وویل د کامې د وکالت په حساب خو تاسو د هارون جان دوی په ډله کې راځئ که زه هارون جان ته ووایم چې کالي درکوم ښایي زما خبره پرې بده ولګیږي نو ته ورته زما له خوا دا پیغام ورسوه چې زه حاضر یم خپل کالي درکړم ،  ټولو راته وویل چې قومندان به دې په وهلو وهلو مړ کړي ما ورته وویل  هارون جان د مولوي صاحب محمد ابراهیم کاموي زوی دی پلار یې هم د کامه والو او هم د نورو وطنوالو دپاره ډېر غټ خدمتونه کړي دي ،  څه وخت چې مولوي صاحب کاموي په مزار شریف کې د محکمې رئس و نو والي تبدیل شو او حکومت تقریبا دوه کاله مولوي صاحب په نوموړي ولایت کې د محکمې پر ریاست سربېره د ولایت د والي په توګه وټاکه په دې موده کې نوموړي په روضه مبارکه کې کوټه نیولې وه پخلی یې هم پخپله کاوه او د بازار نه به یې هم خپله سودا پخپله راوړه چې په دې زمانه کې بل څوک په دومره تقوا چا نه دی لیدلی ،  دغه راز پخپله هارون جان هم ډېره نازولې دوره تېره کړې ده چې هارون جان قومندان وهي نو زه خو د هارون جان نه زیات نه یم پرېږدئ چې مړ مې کړي نو په همدغه اړوند ورته سرکاتب زما پیغام رسولی و ،  هغې ځوانیمرک ورته ویلي و  د ولسمل صاحب کالي څنګه نه اخلم خو که د کالیو سره یو څو روپۍ هم راکړي نو ښه به وي ځکه چې ډېر بې خرڅه یم .

ما سمدستي کالي او درې سوه افغانۍ د سېمنټو په کاغذي خلطه کې کېښودلې او سرکاتب صاحب ته مې تسلیم کړه نوموړي سرکاتب زما امانت ور ورسولو او په دې ترتیب هارون جان هم د نورو بندیانو په څېر د عادي کالیو خاوند شو ،  باور وکړئ چې قومندان نه بیا وواهه او نه یې ترې د کالیو پوښتنه وکړه چې چا درکړي دي.

مأخذ:  د ولسمل ژوند،  سیاسي هلې ځلې او خاطرې / لومړی ټوک /۳۳۱ مخ

خوږې ترخې کیسې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک