د حضرت صیب جعلي روسی
کله چې د اتحاد شوروي د کیمونستي نظام مشر منشي او د شوروي اتحاد ولسمشر میخایل ګورباچوف پرېکړه وکړه چې روسي پوځیان له افغانستانه اوباسي او افغانانو ته سلامي شي د ( ۱۹۸۸ /می / ۱۵ ) تر وتلو دمخه یې د ملګرو ملتو او د سیمې د دخیلو هېوادونو په منځګړتوب د جهادي تنظیمونو سره د خپلو نیول شویو او ورکو شویو جنګي روسي عسکرو په اړه هم خبرې کولې او غوښتل یې چې تر وتلو دمخه خپل اسیران هم ازاد کړي دغه اسیران که څه هم ډېر نه وو په جهادي تنظیمونو کې یوازې جمعیت اسلامي او حزب اسلامي سره بندیان وو چې البته جمعیت اسلامي د پېښور ښار ته څېرمه د بډه بېرې په سیمه کې ساتلي وو چې یو ځل روسي بندیانو پاڅون هم وکړ او غوښتل یې چې له زندانه ( تعمیر) نه رابهر شي خو تر منځ یې نښته وشوه او یو څو تنه په کې ووژل شول چې بیا ورته استاد ګل زمان یوه مرثیه هم ولیکله او وژل شوي روسیان یې اتلان او شهیدان وبلل.
د حزب اسلامي سره اسیران څه په ورسک او څه هم په هېواد کې دننه د حزب د مجاهدینو سره وو.
په دغه وخت کې دا موضوع ډېره ګرمه او په یو ډول د سیاسي او مادي امتیازاتو نه ډکه او غټه معامله او شوړه وه.
خو لنډه دا چې د هر چا په وساطت وه د روسي اسیرانو سپارل د وخت شوروي اتحاد ته پیل شول په دې ترڅ کې جهادي تنظیم جبهه نجات ملي چې خدای بخښلي حضرت صیب صبغت الله مجددي یې رهبر و دوی هم د حسن نیت له مخې یو روسی اسیر شوروي اتحاد ته وسپارلو لږه موده لا تېره نه وه چې د وخت په چاپي او غږیزه رسنیو او خپرونو کې یوه غوغا جوړه شوه چې د حضرت صیب روسی اسیر د افغانستان یو ترک تبار افغان "" جاري قل "" و او روسانو بېرته د نجات ملي جبهې ته ورسپارلو.
یادونه روسانو پر کال ۱۹۷۹ په افغانستان برید وکړ ' زرګونه روسي عسکر یې راوستل خو د افغانانو د سخت مقاومت او جهاد په پایله کې په ۱۹۸۹ کې وتلو او تېښتې ته اړ وتل، تر پنځلس زرو ډېر روسي عسکر ووژل شول په زرګونو ټپیان شول چې البته دومره دروند مالي او ځاني تاوان روسانو تردې دمخه ان په شپاړسو نیول شویو نورو هېوادونو کې هم نه وو لیدلي چې د افغانستان تر اشغال دمخه دوی نیولي او تابع کړي وو.
لاندېنی انځور د نیکولای بیستروف دی چې د روسي لښکرو سره د
کراسنادار له ښاره افغانستان ته رالېږل شوی او بیا مسعود ونیوه او د مجاهدینو سره اوسېده ' مسعود ورته واده هم وکړ ' نوم یې په اسلام الدین بدل کړ او اوس بېرته خپل وطن ته تللی.
د اسلام الدین لور عادله ' زوی یې اکبر او بل احمد نومیږي.
