No-IMG

په دمشق د ٧% علوي کورنۍ نیمه پېړۍ واکمني

او نن بالاخره د اوږده مقاومت په ترڅ کې د حافظ الاسد د کورنۍ د نیمې پېړۍ واکمني پای ته ورسېده.

د بشار الاسد پلار د هوایي قواوو منصبدار تورن جنرال حافظ الاسد په ١٩٧٠م کې د بعث العربي ګوند چې پخپله یې هم غړی و خلاف یوه بریالۍ پوځي کودتا وکړه او نوموړی د بعث ګوند د انقلابي کنګرې د پرېکړې له مخې لومړی وزیر او د دفاع وزیر وټاکل شو خو ډېر ژر یعنې کال وروسته تورن جنرال حافظ ځان ولسمشر او ټولواک [ ١٩٧١ م] اعلان کړ او د سوریې واک یې خپل کړ. څو میاشتې کم پوره دېرش کال یې په سوریې واک وچلوه او د واکمنۍ په دغه دوره کې یې په زرګونو هغه سوریایان چې د دې د واک او نظام خلاف وو له تېغه تېر کړل ، حافظ الاسد په کال ٢٠٠٠م کې بالاخره د وینې د سرطان له وژونکې ناروغۍ ښکار او مړ شو ، د حافظ الاسد په ژوند د هغه مشری زوی باسل الاسد د واکمنۍ دپاره ټاکل شوی و خو د پلار تر مړینې دمخه باسل په ١٩٩٤م کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو او په واک د کېناستو دپاره بشار الاسد چې دا وخت په انګلیستان کې په طیبې زده کړو بوخت و او د سترکو په طبابت کې یې تخصص اخیسته په ناڅاپي توګه سوریې ته راوبلل شو ٣٤ کلن بشار الاسد د واکمن کېدو په پار  په اساسي قانون کې هم هغه ټکی بدل کړای شو چې تر څلوېښت کلنۍ کشر کس د هېواد مشر نه شي ټاکل کېدلای . بشار الاسد د محصلۍ په وخت کې په انګلینډ کې د مېشت سوریایې محصلې اسماء سره د ژوند تار غځولی و.

بشار الاسد که څه هم غرب لیدلی و او د لندن د ژوند مینه وال و خو واک او سیاسي ژوند اړ کړ چې د واک د ساتلو دپاره د سیاست حکمونه ومني او دی هم د پلار په پلونو ولاړ په زرګونو د بیان د خپلواکۍ غوښتوونکي یې سرکوبه کړل دغه د نیمې پېړۍ واکمني هغه وخت د زوال سره مخامخ شوه چې په دوه زره لسم کال کې د ابوعزیز په نوم یو تن چې د پولیسو د بې عزتۍ یې سر ټکاوه او بالاخره یې په تونس کې ځان وسوځاوه دغې پېښې په تونس کې خلک راوپارول او بالاخره ولسونو د زین العابدین واکمني او سلطنت ختم کړ دغې پېښې ټوله عربي نړۍ راویښه کړه او تر تونس وروسته ، یمن ، لیبیا ، مصر ، بحرین او سوریې کې هم خلکو د نظامونو پر وړاندې پاڅونونه پیل کړل چې په ترڅ کې یې په عربي نړۍ کې لوی بدلونونه منځ ته راغلل.

د مصر دېرش کلن دیکتاتور واکمن حسن مبارک واک نه ګوښه شو ، د لیبیا دیکتاتور او د اقلیت اسماعیله فرقې واکمن معمر قذافي د جنګ په ترڅ کې ووژل شو.  د یمن علي عبدالله صالح وتښتېد  او بشار الاسد د روسې ، ایران او د لبنان د مذهبي ملیشو په ملاتړ تر دې دمه پښې ټینګې کړې وې ، چې په دغه څوارلس کلن جنګ کې په لکونو خلک ووژل شول او په لکونو خلک ترکې اروپا او نورو سیمو ته کډوال کړل شول. خو بالاخر پرون دغه د نیمې پېړۍ علوي واکمني پای ته په داسې حال کې ورسېده چې د اسد د نظام سره د روسې ، چین ، ایران او د سیمې د نورو هېوادونو نظامي او مالي مرستې کېدلې او دا هم ویل کیږي چې د مخالفو جنګیالیو سره د امریکا او د امریکا د متحدینو مرستې او ملاتړ موجود و.

سمدواره د جنګیالیو ډلې هیئت تحریر الشام غړو واک نیولی او دا به وروسته معلومیږي چې دا حالت پر کومې لورې ځي ، په سوریه کې ګڼ مذهبي اقلیتونه اوسیږي ، د روسي ، امریکي ، چین ، برطانیې ، ایران ، ترکې او نورو هېوادونو اقتصادي ګټې هم په کې نغښتې دي.

سوریه ، دمشق او شام د اسلامي تاریخ او تمدن لوی تاریخ لري ، جغرافیې جوړښت یې هم په ننیو شرایطو کې د منځي ختيځ د شخړې په تړاو ډېر حساس دی او په سیمه کې د مذهبي تاو تریخ والي پر بنسټ د ایران ډېرې ژورې ریښې دي او د ایران د مذهبي  ملېشو اغیز په سیمه کې د پام او اندېښنو وړ دی د نړۍ د سترو مادي قوتونو د سیاسي سیالیو او تربګنیو له امله دا وېره شته چې سوریه به تر ډېره نا امنه او بې ثباته وي ، د کورنۍ جګړې د اوږدېدو اندېښنه هم شته.

پاتې دې نه وي چې د حافظ الاسد تر واکمنېدو لږ وروسته د نوموړي د ظلم او استبداد پر وړاندې د "" عربي پسرلي "" په نوم یو غورځنګ سر راپورته کړ خو حافظ الاسد دغه غورځنګ په ډېرې بې رحمۍ وځپلو خو کابو نیمه پېړۍ وروسته د عربي پسرلي څپې دا دی نن په سوریې کې په داسې حال کې خپرې شوې چې هر خوا د باردو بوي او تور لوګي خپاره دي.!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

علي خان

ووايه: اي بارئ ربه! د واکمنۍ واکداره! داته يې چې چاته وغواړې واکمني ور کوې او له چانه چې وغواړې د واکمنۍ "جامه" بېرته باسې, چې چا ته وغواړې عزت ورکوې او چې څوک وغواړې سپکوې يې, ښېګڼه ټوله ستا په لاس کي ده, بې شکه چې ته په ھرڅه قادر يې• آل عمران (٢٦) -------------------------------------------------------------- ستاسو محترم ! د سوريي او اسد حکومت په اړه ليکنه معلوماتي او ګټوره ده, ډيره مننه! ما ھم وغوښتل د سوريې واکمني کورنۍ اسد او روانو حالاتو ته په کتو سره يو څه وليکم• زه خو دا وايم : "دمشق فتح د مکي فتح ته ورته ده " ! د ( نصيري فرقي عقائيدو) ته په کتو سره! د مظلومو سوريي خلګو خوشحالې د خپلې ازادې او روښانه سباوون په ھکله له تاريخي پلوه په سوريه او ټولو بھرنيو ھيوادونو کي بې مثاله وه! مات زړونه , وېشل شوى کورنۍ سره يوځای کيدل, په کلونو ورک , ټوک ټوک او ځوريدلې بنديان له خپلو مېندو او پلرونو سره داسې لېدل ته به وايې چې لوی مولا دوھم ځل بيا را ژوندي کړيدې, څومره بې درېغه خوشحالې!!! بې له شکه دا ډول لوی نعمت او پېرزوينه به د ھرانسان په سينه کي زړه درزوي, الفاظ نښته چې بيان يې وشي, د ١٣ مليونه وګړو له خپلو کورونو بې ځايه کېدل او بيا په يوولسو ورځو لنډ وخت کي د انقلابينو بريا دوئ ته دا چانس برابر کړ چې په چټکې سره تر بارډرونو پورې ځانونه ورسوې تر څو له ١٤ کلونو اوږدې مودې ورسته خپلې کورنۍوګورې• حافظ الا اسد له کال ١٩٦٣ تر ١٩٧٠ کلونو پورې په دريو خونړيو کودتاوو کي برخه لرله, په کال ١٩٧٦ کي له اسرائيلو سره په جنګ کي د سوريې حکومت دفاع وزير ؤ چې ګولان (جولان) يې وبايله! • حافظ الا اسد او زوئ بشار يې له ١٩٧٣ کلو را پديخوا له روس څخه خورا درنې وسلې (طياري,ټانګونه,توپونه, سکاډ ميزائيل••• او کيمياوي وسلې) تر لاسه کړي خو متاسفانه د اسرائيلو پر خلاف يې ميزائيل خو پرېږده حتي يوه مرمۍ ھم د دوئ په لور ونه ويښتله! بر عکس يې ټولې وسلې د خپلو خلګو د وژنو پر خلاف تر پرون پورې وکارولې• په لکونو خلګ يې د وحشت په زندانونو کي وساتل او يايې ووژل د مجاھدينو لخوا زندانونه ماتول نړۍ ته د اسد کورنۍ د ظلم او بربريت څېره بربنډه کړه دا چې دوئ څومره قسي القب او وحشي ول, د بشار اسد رژيم ٧% نصيري فرقه چې حتي پخواني شيعه علما او سکالران يې مسلمان نه ګڼي په اکثريت خلګو له ١٩٦٣ کال را پدېخوا د" بعث ډلي" الجديد تر واک لاندي د برچې په زور حکومت وکړ , (حافظ الاسد خپل سوشيليست فکري ملګری الجديد ونيو , تر ھغو يې په زندان کي وساته تر څو ھلته ومړ) داسې سناريو لکه په کال ١٩١٧ کي چې د انګليس بالفور ډکلرېشن په پيروي سره په کال ١٩٤٨ کي د اسرائيل په نوم ھيواد د فلسطين په خاوره وتپل شو, فلسطين ته راوړل شوي ټول اسرائيليان د انګليس په فوځونو کي تربيه شوي جنګيالې او ملېشې وې ھم يې وسلې لرلې ھم نظامې تربيه او بيا د انګليس مرسته,چې په وړاندې يې خالي لاس فلسطينيانو مقابله ونه شوای کړاي کوم چې نکبه را منځته شوه او له 750000 نه زيات فلسطينيان له خپلو کورنو کليو ,بانډو او ښارونو څخه وشړل شول • دا ډول د "فرانس مينډيټ" د "ليګ اف نېشن منډيټ" تر چتر لاندې د "سوريې او لبنان لپاره"! په کال ١٩٢٣ کي له لومړۍ نړۍ وال جنګ نه ورسته د عثماني ترکي تر اختيار لاندې ځمکو څخه د سوريي په نوم نوي تاسيس شوي ھيواد په مھارولو کي فرانسي په زياته توګه له اقليت قومونو څخه ګټه پورته کړه, ھغوئ يې په خپلو فوځي صفونو کي ونيول,تربيه يې کړل , او بيا يې د خپلو ھيوادوالو په خلاف وجنګول, دا د دوئ "کالونياليزم" ازمويل شوي نسخه وه نو ځکه يې په سوريه کي له نصيري فرقي څخه ډير کسان په خپل فوځ کي ځاي پر ځاي کړل خو کله چې فرانسوي اشغالګر ووتل د نصيري فرقي برخه په حکومت کي په خاصه توګه په اردو کي غوښېنه وه, خو د بعث ګوند (عيسوي ميشل افلکس د جوزف زوي ) په مشرئ د بعث ګوند کودتا وکړه اکثريت کودتاچيان نصيري افسران ول, دې ته ھم بايد پام وشي چې په اسلامي او غربي نړۍ کي نصيري فرقي ته ھمدا نوم کارېده , ولي د ھغوئ عقائيدو ته په کتو سره اسلامي امت (سني او شيعه) ھغوئ مسلمان نه ګڼل, د فرانس په مرسته دوئ ته د علوي (علويان) نوم تجويز شو تر څو له يوې خوا يې د نصيري نوم عقېدوي تاريخچه د خلګو له سترګو او فکرونو نه پټه وساتې, بل پلو د عرب او سوريي خلګ د دوئ (نصيري) په وړاندي له تريخ غبرګون نه ډډه وکړي ! داسې وشئي چې دوئ د علي رض عنه پيروان دي تر څو پل غلط کړي, له کال ١٩٢٠ نه مخکي دوئ ته د علوي نوم کارول د تاريخي شواھدو پر اساس نه تر سترګو کېږي!!!• کال١٩٨٢ کي اسد او ورور يې رفعت اسد په حما ولايت کي کم له کمه ٤٠٠٠٠ زره بې ګناه خلګ چې ولي د بعث حکومت په وړاندې د خپلو حقوقو لپاره مظاهرې کوي ووژل, د سوريي انقلابيون د ھاغو مظلومو شھيدانو د فکرونو نښې نښانې او آرمانونه دي کومو چې نن ورځ د ( حافظ-بشار ) د ظلم او تورتم حکومت د تل لپاره نسکور کړ• اسرائيل له کلونو وړاندې په پرلپسې توګه سوريه بمباروي خو اسد يې په ځواب کي يو ميزائيل ھم د خپلي واکمني په تيرو ٢٤ کلونو کي پر اسرائيلو ندی توغولی!?• دسوريې انقلابيون زيرک او پوھه دي, لوړې زده کړي لري ھم په اسلام پوھېږي او ھم د سياست په خدو خال, د کلونو په جريان کي د ادليب ولايت حکومت څو مليونېزه ټولنې ادارې يې چلولې دي , شې تجربې لري , د خلګو ضروتونو او د ھغوئ مسلمو حقوقو ته په پام سره د ښه نظام وړتيا او ادارې توان لري! د نړۍ مسلمانان ( راپورونو له مخي) مطمئين ښکارې چې ان شاءالله د سوريي غيرتي ملت به د اسلام شمله اوچته وساتې!, په دې اړه ښاغلی پروفيسر المصري د" ګريجويټ مطالعي دوھه انستتيوت" استاد داسې وايې: څو شيان ضرورې دي لکه: په حکومت کي ګډه برخه, نوی قانون, د سياسي ګوندونو جوړول او ازادي يې , په عدلې او اردو کي ريفورم, رسنۍ, خو له ھر څه نه مخکي امنيت او د مختلفو بنسټونو مظبوتول اړين دي, خلګو ته د غګ اوچتولو موقع او درناوي ھمدارنګه د قانون جوړولو کميسېون, المصري زياتوي ډير ډاډمن شئ دادی چې تر اوسه څه چې دوئ وايې ټولې خبرې يې ښې او پر ځائ وايې!• فلسطيني ډلو ( پي ايل او, حماس, اسلامي جھاد ) او نورو د اعلاميو په خپرولو سره خوشي څرګندوې, وئيلې دي چي د سوريي خګو سره يو ځائ دي مطمئين دي چې دسوريي مجاھدين به يې د اسرائيلو په وړاندې يوازي پرې نږدې !!! په کال ٢٠١١ کي له بشار اسد سره د حماس تعلقات ھغه وخت شول خړ پړ شول , کله چې حماس د سوريي خلګو له خوځښت څخه ملاتړ وکړ او بيا يې خپل مرکزي دفتر له دمشق څخه وايست• د يمن ھوتي (النصر) حکومت په خپله اعلاميه کي د سوريي خلګو ازادي ته درانوی او د دوئ خپل حق بللی وايې چې کله انقلابيون د اسرائيلو خلاف موقف ونېسي دوئ به يې بې له ځنډه ملا وتړي• په سوريه کي د جنايې جرمونو مرتکب روسي چارواکو له ترکي څخه غوښتي تر څو د دوئ په سوريه کي د پاتي شونو فوځونو په سلامت وتلو کي ورسره مرسته وکړي, بل پلو د اسرائيلو خارجه وزير "ګېدون سار" يو ځل بيا ترکيه ننګولې چې خپلې حملې پر کردانو ودروي, اسرائيل د کوردانو تر شا ولاړ دی , غواړې پر کردانو سېمو حملې ودرول شي, دوئ غواړې, د کردانو تر واک لاندي ( حسکه, دير الزور , رقه ) ولايتونو کي د دوئ په ملګرتوب يو بل اسرائيل جوړ کړي ولي دا کار به ھله کامياب شي تر څو اسرائيل او ملګرې يې د ترکي غيرتي قوم په جسدونو تېر شي چې دا کار ممکن نه دئ د کردانو حکومت جوړول ترکي ته سور خط دی چې څوک يې ماتولی نشي, حتي اسرائيل او ملګری يې امريکا ?! , دا څه ټوکه نه ښکارې, اسرائيلي اپارتايد رژيم به له ترکيي سره په مخامخ جنګ کي ښکېلتيا ته کله ھم زړه ښه نکړي, دې ته په پام سره د سوريي نشنل آرمي تېرو ورځو کي له کردانو څخه تل رفعت او مانبيج ښارونه بېرته ونيول کوم چې دوئ د امريکا په مرسته له عربو غازيانو قبضه کړي ؤ نو ځکه د اسرائيلي وزير "سار" کولمې درد کوي• درنښت علي خان

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک