د تور غر ګربت - شهید ادم خان
شهید قومندان عطاء ګل مشهور په ادم خان د جهاد د تاریخ یو وتلی او مشهور قومندان و.
که څه هم شهید ادم خان د ثور تر کودتا دمخه د محصلۍ په دوره کې ( ۱۳۴۸ هه ش) د کابل په پوهنتون کې د هغه وخت د تنظیم جوانان مسلمان غړی شوی و او په همدغه کال یې د کابل پوهنتون په هغه اخ او ډب کې هم برخه اخیستې وه په کوم کې چې د شعله جاوید مشر سیدال خپل ژوند بایلود او ادم خان هم په سر ټپي شو.
تر دې وروسته د شهید ادم خان د کورنۍ یوولس غړي د پلار ' ترونو ' وروڼو او نورو نږدې خپلوانو په ګډون زنداني کړل شول پلار او ورور یې خان اغا په اته اته کاله ' تره یې نواب خان په لس کاله او نور خپلوان یې هم په ورته ډول په بند محکوم کړل شول.
او ویل کیږي چې شهید ادم خان ځان ګوښه کړ او د یو څه وخت دپاره د قبایلو سیمو ته ولاړ .
کله چې د ثور کودتا وشوه د شهید ادم خان د کورنۍ بندیان غړي ټول یوولس تنه په ډلیزه توګه شهیدان کړل شول. ( * )
شهید ادم خان د ننګرهار د حزب اسلامي د لوی او عمومي قومندان شهید زاهد ابراهیمي ' حاجي خیر محمد خان ' شهید رسول خان ' مولوي احمد ' شهید معلم اول ګل ' انجنیر معراج الدین او ځینو نورو قومندانانو سره یو ځای د ننګرهار په سیمه کې وسله وال جهاد پیل کړ او د شهید ذاهد ابراهیمي له خوا د سره رود د حوزې قومندان وټاکل شو.
ویل کیږي چې شهید ادم خان د خپلې زړورتیا له مخې ډېر ژر په سیمه او ټول هېواد کې د شهرت خاوند شو د سره رود ولسوالي د خپل ستراتیژیک جغرافیي موقیعت له مخې یوه ډېره مهمه ولسوالي وه چې هم د کابل پر لویه لار پراته ده او بل د سپین غر او تور غر د لوړو څوکو او مهمو نظامي ځایونو د اکمالاتو لارې.
د روسانو تر یرغل وروسته ' روسان پخپله اړ وتل چې د سره رود په ولسوالۍ برید وکړي ( ۱۳۵۹ / حمل / ۱۶) مجاهدین یې محاصره کړل او دغه جنګ او کلابندۍ څلور ورځې دوام وکړ شوبلو او څرخکو هم شدید بمبارد کولو چې په ترڅ کې یې د شمشه پور او نورو کلیو اویاو تنو ولسي خلکو هم خپل ژوند بایلو او شهیدان کړل شول خو په څلورمه ورځ روسان تېښتې ته اړ شول او سیمه یې په داسې حال کې پرېښوده چې تر شا یې هر څه او هر څوک ویشتل.
یاده دې وي چې په دغه اوږده او سخته جګړه کې د ادم خان څوارلس تنه مجاهدین هم شهیدان شول او رسول خان چې د ادم خان د جبهې نظامي مسؤل او مرستیال و هم ټپي شو.
تر دې بري لا دمخه شهید ادم خان د تور غر د ګربت لقب خپل کړی و.
ویل کیږي چې د بري په همدې ورځ یعنې د حمل پر نولسمه ادم خان د خپلو مجاهدینو او بې شمېره ولسي خلکو په شهادت ډېر خواشینی شو او همداسې ستړی د تور غر پر لورې خپل مرکز ته ولاړ په مرکز یې هم روسي الوتکو بمبارد کړی و او یو د ناپالم لوی بم ناچودلی د مرکز تر څنګ پروت و د ادم خان چې ورپام شو نو فکر یې وکړ چې دغه لوی بم باید راوسپړي خنثی یې کړي او د بارودو یې باید ګټه واخیستل شي په همدې نیت یې د بم خنثی کولو ته مټې رابډ وهلې خو بم وچاودېد ' ادم خان او دولس ملګري یې ځای پر ځای شهیدان شول او د تور غر په لمن کې د دشتې غازي په هدیره کې ښخ کړل شول.
د شهید ادم خان تر شهادت وروسته ادم خان د کیسو ' ټپو او افسانو خاوند شو په سیمه کې یې ډېر خلک د اتلولۍ ' مېړانې او ښه خوی خاطرې او کیسې یاده وي.
د ادم خان د ژوند او مېړانې کیسې د تاریخ د سیاسي کتابونو تر څنګ زموږ د فلکلور او ادب برخه هم شوه په شعرونو ' نظمونو ' کیسو او ټپو کې تل یادیږي
روسۍ څرخکه پر غر راغله
د ادم خان بازان یې ښکته غورځوینه
روسان ټانګونو سره تښتي
د ادم خان لښکر ورکړي ګوزارونه
روسان کابل نه راتلی نه شي
تور غر کې جوړ کړل ادم خان خپل سنګرونه
