مصر کې د اخوان المسلمين سرپرست مرشد عزت ابراهيم د سيسي حکومت لخوا ونيول شو
د مصر د کورنیـو چارو وزارت په خپلــو عملیاتو کي په قاهره کي د أخوان المسلمین سرپرست مرشد عام (مشر) عزت ابراهیم نیولی دئ.
محترم عزت ابراهیم د ۲۰۱۳م د اگست میاشتي راهیسي د نوموړي اسلامپال گوند د مرشد عام ډاکټــر محمد بدیع (حفظه الله) تر نیول کېدلو وروسته د هغه ځای ناستی عام مرشد ټاکل شوی دئ، نوموړی د خپلو مخفي فعالیتــونو او پټ اوسېـدلو له امله ډېر ماهر او مشهور دئ، د ده د همدې مهارت په سبب د اسرائیلو د استخباراتي ادارو په مخفي فائلونو کي نوموړي ته د "مسټــر اېـکس" کود کارول کیږي.
دا چي عزت ابراهیم له دومره مودې راهیسي په قاهره کي د مصري استخباراتي ادارې له سترگو څنگه پټ پاته شوی د ده دغه کار چي یو خوا د ده پر قابلیت او استعداد دلالت کوي هملته د مصري استخباراتو مخونه توروي چي دوی د یهودانو په مرسته بیا هم څنگه په دې ونه توانېدل چي مخکي هغه ونیسي؟!!!
أخوان تل د یهودانو دا برم مات کړی چي گواکي دوی د نړۍ قابل او قوي خلک دي، دوی د بارلیف لائن په کراس کولو سره نړۍ ته ثابته کړه چي یهود ډارن ترین قوم دئ، او نن بیا دې ځیرک مشر ثابته کړه چي دوی یوازي میډیا پړسولي، نه ئې استخبارات قوي دي او نه ئې معلومات او د کشف ذرائع تر نورو پرمختللي، دوی یوازي د بې ضمیره او بې دینه انسانانو پر رانیولو قادر دي نه د ایمان سره په تصادم او ټکر کي...
قدس د مسلمانانو او عربانو دئ، اسرائیل به حتماً د نړۍ له مخي محوه کیږي. همدا زموږ ایمان دئ او همدا تقدیر...
