د امريکا پاڅون او مظلوم اسلامي هېوادونه
دا راسره ومنئ چي تر غربي ملتونو جاهل، ناپوهه، بېـخبر او احمق ملتونه د زمکي پر مخ نشته، ځیني به سمدستي د دوی لخوا سپوږمۍ ته د پرواز او اټوم د زره کولو شهکار په ګوته کړي خو دا نه معنیٰ چي عاقل سړی دي د نړۍ په عُــرف او د انسانانو د طبیعت په ټولو رمزونو پوه وي، دوی تر بل هر چا ویده او بېـــخبر ساتل شوي، میډیا د دوی سترګي او غوږونه دي، هغوی که څوک سپین وبلل دوی چکچکي ورته کوي او که ئې څوک تور وبلل پر خپلو سکرینونو لاړي تُـف کړي، تاسي وګورئ! په امریکا کي د یوه تور پوستي د زنکدن د آخري شېبې وروستۍ جمله I Can't Breath (زه ساه نشم اخیستی) نن د بدلون راوستلو لپاره شعار وګرځېدله، دوی له دې بېـخبره دي چي د "زه ساه نشم اخیستی" جمله هره ورځ د دوی د بچیانو له لاسه په فلسطین، عراق، سوریه او افغانستان کي د نوموړو هیوادونو د ماشومانو له ستوني په خپلو مورنیو ژبو جاري کیږي، امریکایانو د خپلو کلونو کلونو د زړه بړاس پر خپلو ځانونو وایستلو، د دوی په لاسونو اوښتي تاوانونه د دوی دي، آیا دا به د دوی لپاره غوره نه وه چي خپل سیاسي لیډرشپ او سیاسي پالیسیــو ته ئې تغیــیر ورکړی وو؟!
ای کاش! دوی د بُــش د وحشي فیصلو په وړاندي همت کړی وو، نن به ئې په زرګونو بچیان (اشغالګر فوځونه) د افغاني او عراقي اتلانو په لاسونو نه ذبح کېدل، د امریکا اقتصادي وضعیت به تر اوس ډېر ښه وو، د نړۍ مظلومو ملتونو تل د دوی د غفلت، ډار، بې احساسۍ او فاحشو طبیعتونو له لوري نه جبرانېدونکي تاوانونه لیدلي!!!
