د داکتر امان شمس لیکنی

د مار چيچل

په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي. هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتيايې ستونزي لکه د چيچل شوي ځای تخريب، عصبي مشکلات، عضلي کمزورتيا، تنفسي خطرونه، د وينې بهېدو او وينې غوټه کېدو اختلالات منځ ته راوړلای شي چې کېدی شي د ناروغ د مرګ باعث شي. له ناروغ سره بايد څه وکړئ؟ - مړ مار او يا هم د هغه عکسونه يا ويډيو جوړه کړئ او له ناروغ سره يې روغتون ته را وړئ تر څو ډاکټران د مار نوع و پېژني. د مار د نوعې پېژندل په درملنه کې ډير ستر رول لري. خو که مار چا مړ نکړ ناروغ ي...
نور ولوله

د اسهال يا نس ناستی عوامل او علاج

اسهال يا نس ناستی او ورسره د خوا ګرزيدل يا کانګي عموماً د مېکروبونو پواسطه منځ ته راځي او د ۲-۷ ورځو په دوران کې پخپله ښه کيږي. د درملنې موخه د ناروغ د بدن د اوبو د اړتيا پوره کول دي. که ناروغ کافې مايعات څښلای شي او د بدن اوبه يې کمې نه وي روغتون ته د تګ اړتيا نلري. درملنه: - ارام او استراحت وکړئ - د بدن درد او تبې لپاره له پراسېټمول څخه استفاده وکړئ - دومره مايعات و څښئ چې د تشو متيازو رنګ مو د اوبو په شان او يا  امازي ژيړبخون شي. که په اوو ورځو کې پخپله ښه نه شوئ او يا مو په کافې اندازه مايعات نه شوای څښلای بيا ډاکټر يا روغتون ت...
نور ولوله

په ځوانانو کې د سر دردونه

په ځوانانو کې اکثريت د سر دردونه د زکام، والګي، روحي فشار، کم خوب او له ضرورت څخه د کمو اوبو څښلو پواسطه منځ ته راځي. ځني د سر دردونه بيا د سر او څټ د عضلاتو د شخۍ پواسطه منځ ته راځي چې روحي فشار، تشويش او د اورمېږ کوږ نېول په کې ډير ستر رول لري. دغه ډول د سر دردونه په تدريجي ډول منځ ته راځي او له حد څخه زيات شديد نه وي. ناروغ کولای شي عادي د درد درمل وخوري او ډاکټر ته د تګ اړتيا نشته. که د سر درد دوامداره شي او يا مريض وزن له لاسه ورکړي نو له ډاکټر سره مشوره وکړئ. خو هر هغه وخت که د يو چا پر سر يودم داسې درد شول لکه څوک چې يي پر سر په يو غټ لرګي په ډير شدت سره و وهي نو بايد په بېړه تر روغتون ځان ورسوي ځکه کېدی شي په مغزو کې يي رګ شلېدلی وي....
نور ولوله

بواسير

بواسیر د مقعد د ننه يا شاوخوا وړې وړې غوټې دي چې ډيری وخت پرته له درملنې په يو څو ورځو کې پخپله ښه کيږي. نښانې: - تشناب ته له تلو وروسته د ضرورت پوره کولو  په اخېر کې له مقعد څخه د وينې راتګ. - په مقعد کې  د یوې کتلې يا وړې غوټې را منځ ته کېدل. - د مقعد خارش او يا د مقعد په شاوخوا کې درد. درملنه: - په خوړو کې د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ. - په کافې اندازه اوبه وڅښئ...
نور ولوله

الرجېک رېنايټِس يا د پسرلي د موسم الرجي يا حساسيت وايي

الرجېک رېنايټِس چې په عامه اصطلاح خلګ ورته د پسرلي د موسم الرجي يا حساسيت وايي يوه ډيره عامه ناروغي ده. تقريباً په هرو پنځو يا شپږو کسانو کې يو کس ته پيدا کيږي. پدغه ناروغي کې د پوزي د ننه برخه د ګل له ګردې (د ګل د منځ ژيړبخونه ماده)، دوړو او ګرد، يا د ځني حيواناتو له پو ستکې چې وړې وړې زري د پخي پشان را جلا کيږي حساسيت لري او د پوزي په د ننه برخه کې د پاړسوب باعث ګرزي. دغه پاړسوب د زکام په شکل اعراض يعني پرنچل، د پوزي خارش او بنديدل منځ ته راوړي. درملنه: - د امکان تر حده له هغو شيانو څخه ځانونه و ساتئ چې تاسو ته دغه اعراض پيدا کوي. - د نهايي رقيق مالګوبي (0.9%) سوڼ کولو پواسطه ...
نور ولوله

د ويني غوټه عموماً د لينګي او يا ورانه په رګونو کې جوړيږي

د ويني غوټه عموماً د لينګي او يا ورانه په رګونو کې جوړيږي او بيا د انسان سږو ته سفر کوي او کېدی شي د ناروغ د مرګ باعث شي. د دغې ناروغۍ خطر په هغو خلګو کې زيات وي چې په الوتکه، اورګاډي او يا موټر کې يې سفر له دريو ساعتونو څخه زيات شي. مخنېوی: - د سفر په وخت کې د ازادو کاليو اغوستل - يعنې د اوږده سفر په وخت کې تنګ پتلونان مه اغوندئ. - د لينګو د عضلاتو تمرين - د پښو د پوندو بيا د ګوتو ساحه په نوبت سره لس ځله جګه کړئ او دغه تمرين هر نېم ساعت تقرار کړئ - هر هغه وخت چې د تګ زمېنه درته برابره شي يو څو قدمه تګ وکړئ - په ک...
نور ولوله

د شکري ناروغي

د بدن ټولي حجرې د نورمال کار کولو لپاره خوږو يا ګلوکوز ته اړتيا لري. شکره د يوې مادې په مرسته چې انسولين نوميږي د بدن حجرو ته ننوزي تر څو په مصرف ورسيږي او انرژي يا قوت توليد کړي. د همدغې انرژۍ يا قوت پواسطه زموږ بدن خپله وظيفه سرته رسوي او موږ د کار کولو توان پيدا کوو. که ګلوکوز زموږ د بدن حجرو ته د انسولين په مټه داخل نشي زموږ بدن ترې استفاده نشي کولای. که چيري انسولين په بدن کې په کافي اندازه شتون و نلري، او يا د انسان بدن د انسولين په وړاندي مقاومت وښيي، نو پر ځای د دې چې ګلوکوز يا شکره حجرو ته دننه شي او په مصرف ورسيږي، هغه زموږ په وينه کې راټوليږي او بې ځايه ګرزي راګرزي. کرار کرار يې کچه لوړيږي چې دغه حالت ته د شکري ناروغي وايي. د شکري ناروغي دوه ډوله ده. ...
نور ولوله

د زړه د بايپاس عمليات څه ته وايې او څرنګه کيږي

هر هغه وخت چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه ورکوي د غوړينو طبقو پواسطه بند شي نو د زړه اړوند ساحو ته په کافي اندازه وينه نه رسيږي. د زړه د بايپاس په جراحي کې جراح د بدن له بله ځايه روغ رګ را اخلې او داسي يې پيوند کوي چې د ويني جريان ته تغير ورکړي او د زړه هغي ساحې ته وينه ور ورسوي چې مخکې به نه ور رسيده. يعني د رګ بند ځای د پیوند پواسطه بايپاس کيږي. د بايپاس په بله طريقه کې د سينې د عضلاتو روغ رګ مسير ته تغير ورکول کيږي او د زړه د بند رګ ساحه ورباندې بايپاس کيږي او له خلاص ځای سره وصل کيږي. د زړه بايپاس کټ مټ لکه د بايپاس سړک د موټرانو پواسطه د ښار د بندېدلو د مخنېوي په موخه په اطراف کې تېريږي، او بيا بېرته له عمومي سړک سره وصل کيږي. ...
نور ولوله

د بدن دفاعي يا معافيتي سيستم څه ډول پياوړی کړو؟

زموږ او ستاسو د بدن معافيتي سيستم شپه او ورځ بې لدې چې موږ خبر شو په جګړه بوخت وي او موږ له ناروغيو ژغوري. هر هغه وخت چې جګړه ډيره شديده شي او يا هم بايللو ته نېږدې شي بيا موږ د تبې، درد او يا نورو اعراضو له لاري خبر کړي او له موږ څخه د مرستې غوښتنه وکړي. د انسان معافيتي سيستم کټ مټ د يو هيواد د دفاعي نظام په څير کار کوي، بدن له يرغل کوونکو څخه ژغوري. دغه يرغلګر کېدی شي وايرس، بکتريا، فنګس يا ټوکسين وي. اوس موږ څرنګه کولای شو چې خپل د معافيت سيستم قوي و ساتو؟ هو! دا يو سيستم ده نظام ده يو فرد او يا يو عسکر نه ده. د نظام ساتلو لپاره نه يوازي ډيری شيانو ته اړتيا وي بلکه د هغوۍ ترمنځ تعادل، توازن او برارۍ ته هم ضرورت وي. څېړني ښيي چې د يو انسان د ښه او محکم م...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک