No-IMG

د شکري ناروغي

د بدن ټولي حجرې د نورمال کار کولو لپاره خوږو يا ګلوکوز ته اړتيا لري. شکره د يوې مادې په مرسته چې انسولين نوميږي د بدن حجرو ته ننوزي تر څو په مصرف ورسيږي او انرژي يا قوت توليد کړي. د همدغې انرژۍ يا قوت پواسطه زموږ بدن خپله وظيفه سرته رسوي او موږ د کار کولو توان پيدا کوو. که ګلوکوز زموږ د بدن حجرو ته د انسولين په مټه داخل نشي زموږ بدن ترې استفاده نشي کولای. که چيري انسولين په بدن کې په کافي اندازه شتون و نلري، او يا د انسان بدن د انسولين په وړاندي مقاومت وښيي، نو پر ځای د دې چې ګلوکوز يا شکره حجرو ته دننه شي او په مصرف ورسيږي، هغه زموږ په وينه کې راټوليږي او بې ځايه ګرزي راګرزي. کرار کرار يې کچه لوړيږي چې دغه حالت ته د شکري ناروغي وايي.

د شکري ناروغي دوه ډوله ده.

۱- هغه ناروغان چې لومړی يا اول ډول د شکري ناروغي ولري، د هغوۍ بدن لږ او يا بېخي هيڅ انسولين نه شي جوړولای. لس فېصده ناروغان دغه ډول د شکري ناروغي لري.

۲- هغه ناروغان چې د شکري دوهم ډول ناروغي ولري په عمومي توګه د دوۍ وجود د انسولين په مقابل کې مقاومت لري. يعنې انسولين ورباندي سم تاثير نه کوي. کله کله د دې تر څنګ پدې ناروغانو کې د انسولين مقدار هم يو څه کم وي. دغه ډول د شکري ناروغي ډيره عامه ده چې نېږدې نوي فېصده د شکري ناروغان دغه ډول ناروغي لري.

د شکرې ناروغي نښې نښانې :

کله چې د انسولين د کمبود او يا بې اغيزه توب له امله په وينه کې شکره را غونډه شي، د ناروغ بدن د دې کوښښ کوي چې په يو چل نه يو چل د لوړې شکرې کچه را ټيټه کړي. د دې کار لپاره پښتورګي مټې را نغاړي چې يو څه د ادرار يا متيازو له لارې له وجوده وباسي. خو ګلوکوز له وجوده د بولو له لارې يوازي نه وزي بلکه له ځان سره ښې ډيرې اوبه هم راکښوي. لدې امله د شکرې ناروغ چې يا تشخيص شوی نه وي او يا يې شکره سمه نه وي کنترول، ډير تږی کيږي او ور سره ډيري متيازي کوي. مثلاً ناروغ د اوبو څښلو او تشو متيازو لپاره د شپې څو ځله له خوبه را پورته کيږي. له ګلوکوز څخه د نه استفادې له وجهې د ناروغ وجود د انرژي جوړولو لپاره پر خپل ځان مخ را اړوي او د بدن د عضلاتو او سپينې غوښي خوړولو ته ملا تړي، نو لدې امله ناروغ وزن له لاسه ورکوي.

د شکري لومړی ډول په چټکۍ سره خپلې نښې نښانې ښکاره کوي خو دوهم ډول يې کرار کرار وروسته له ډيره وخته خپلې علامې ښيي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

Fazli

I want alterations

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک