د زړه د بايپاس عمليات څه ته وايې او څرنګه کيږي
هر هغه وخت چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه ورکوي د غوړينو طبقو پواسطه بند شي نو د زړه اړوند ساحو ته په کافي اندازه وينه نه رسيږي. د زړه د بايپاس په جراحي کې جراح د بدن له بله ځايه روغ رګ را اخلې او داسي يې پيوند کوي چې د ويني جريان ته تغير ورکړي او د زړه هغي ساحې ته وينه ور ورسوي چې مخکې به نه ور رسيده. يعني د رګ بند ځای د پیوند پواسطه بايپاس کيږي. د بايپاس په بله طريقه کې د سينې د عضلاتو روغ رګ مسير ته تغير ورکول کيږي او د زړه د بند رګ ساحه ورباندې بايپاس کيږي او له خلاص ځای سره وصل کيږي. د زړه بايپاس کټ مټ لکه د بايپاس سړک د موټرانو پواسطه د ښار د بندېدلو د مخنېوي په موخه په اطراف کې تېريږي، او بيا بېرته له عمومي سړک سره وصل کيږي.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
