No-IMG

په ځوانانو کې د سر دردونه

په ځوانانو کې اکثريت د سر دردونه د زکام، والګي، روحي فشار، کم خوب او له ضرورت څخه د کمو اوبو څښلو پواسطه منځ ته راځي.

ځني د سر دردونه بيا د سر او څټ د عضلاتو د شخۍ پواسطه منځ ته راځي چې روحي فشار، تشويش او د اورمېږ کوږ نېول په کې ډير ستر رول لري.

دغه ډول د سر دردونه په تدريجي ډول منځ ته راځي او له حد څخه زيات شديد نه وي. ناروغ کولای شي عادي د درد درمل وخوري او ډاکټر ته د تګ اړتيا نشته.

که د سر درد دوامداره شي او يا مريض وزن له لاسه ورکړي نو له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

خو هر هغه وخت که د يو چا پر سر يودم داسې درد شول لکه څوک چې يي پر سر په يو غټ لرګي په ډير شدت سره و وهي نو بايد په بېړه تر روغتون ځان ورسوي ځکه کېدی شي په مغزو کې يي رګ شلېدلی وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک