داکتر امان شمس

No-IMG

داکتر امان شمس

د داکتر امان شمس لیکنی

ماشوم ته د تي وروکولو ګټې

 ماشوم ته ګټې: - ماشومان له انتانونو او مېکروبي ناروغيو څخه ژغوري - د اسهال او استفراق پيښې را کموي - هر هغه وخت چې د ماشوم ضرورت شي د مور شيدې تازه د حرارت په هغه درجه اماده وي چې د ماشوم اړتيا وي - خاص د ماشوم لپاره جوړي شوې دي - کله چې ماشوم لوی شي د چاغۍ او د زړه ناروغيو خطر يې نسبتاً کم وي - له مور سره يې اړيکي پياوړي کيږي  مور ته ګټې: - د تيو او تخمدان د سرطان خطر را کموي - د هډوکو د کمزوري ...
نور ولوله

د ګاز نېول او يا په ژمي کې د بخارۍ له امله مرګ

هر هغه وخت چې د بخارۍ پيپونه بند وي، د سندلۍ په کوټه کې کړکۍ ټوله ورځ بندي وي، ګازي بخارۍ يا جنريټر په بنده کوټه کې چالاند وي، او يا د پخلنځی د پختن ګازي سامان سم نه وي لګول شوی پدې وختونو کې په کوټه کې د کاربن مونو اکسايډ د ګاز راټولېدلو خطر شته. دغه ګاز چې نه خوند رنګ او نه بوۍ لري د انسان بدن ته له ننوتلو سره سم د انسان له ويني سره يوځاي کيږي او بيا ويني ته د دې اجازه نه ورکوي چي اکسيجن له سږو څخه واخلي او نور بدن ته يې و رسوي. که دغه ګاز په زيات مقدار سره تنفس شي د انسان د مرګ باعث ګرزي. نښې نښانې: د سر درد (تر ټولو عامه او عمده علامه ده) - سرچرخي ...
نور ولوله

د لمر وهل

زموږ او ستاسو وجود په کېمياوي تعاملونو ولاړ ده چې عموماً د حرارت په ۳۷ درجو کې صورت نېسي. که واوره وي او که د اوړي سور لمر خو د انسان بدن کوښښ کوي چې د وجود داخلي د حرارت درجه ۳۷ و ساتي. هر هغه وخت چې د انسان بدن ډير ګرم شي وجود د حرارت د درجې د را کښته کولو په موخه دوه کاره کوي. لومړی پوستکې ته نېږدې واړه رګونه خلاصوي او بيا مالګه او اوبه د خولو په څير خوشي کوي. لدغې لاري وجود د حرارت درجه تر ډیره حده را کښته کولای شي. خو د وړو رګونو خلاصول د ويني فشار راکښته کوي او د زياتو اوبو او مالګي له لاسه ورکول په بدن کې د مهمو اجزاوو انډول خرابوي. که دغه حالت دوام وکړي انسان ته لاندې اعراض پيدا کيږي. - سر چرخي او د ستوماني احساس - کانګي يا د...
نور ولوله

د مار چيچل

په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي. هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتيايې ستونزي لکه د چيچل شوي ځای تخريب، عصبي مشکلات، عضلي کمزورتيا، تنفسي خطرونه، د وينې بهېدو او وينې غوټه کېدو اختلالات منځ ته راوړلای شي چې کېدی شي د انسان د مرګ باعث شي. له ناروغ سره بايد څه وکړئ؟ - مړ مار او يا هم د هغه عکسونه يا ويډيو جوړه کړئ او له ناروغ سره يې روغتون ته را وړئ تر څو ډاکټران د مار نوع و پېژني. د مار د نوعې پېژندل په درملنه کې ډير ستر رول لري. خو که مار چا مړ نکړ ناروغ ي...
نور ولوله

د زړه حمله او د ځان ژغورني لاري چاري

د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه ته وينه او اکسيجن ورسوي يودم بند شي. د زړه د حملې نښې نښانې: - د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي - د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي - خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې - د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس - چټک، کمزوری او غير منظم نبض هر هغه وخت که تاسو ته پورته اعراض پيداشي کوښښ وکړئ چې تاسو په ځمکه کښېنئ، دېوال...
نور ولوله

د ليوني سپي د ويروس مخنيوی

د ليوني سپي ناروغي د يو خطرناک ويروس پواسطه منځ ته راځي چې د داړلو يا چېچلو په وخت کې د لاړو له لاري انسان ته انتقاليږي. په داړل شوي انسانانو کې د ناروغۍ نښې نښانې له يوې څخه بيا تر دريو مياشتو په موده کې راڅرګنديږي. لومړني اعراض يې د والګې په څير وي او وروسته ناروغ ته د غړو بې کنتروله غير نارمل حرکتونه، له اوبو ډار، ګنګستيا او د هوش له لاسه ورکول پیدا کيږي. هر هغه وخت چې يادې نښې راڅرګندې شي نو بيا عموماً د ناروغۍ وروستۍ پايله د انسان مرګ وي. نو لدې امله مخکې لدې چې انسان ته اعراض پيدا شي هغه بايد تشخيص او تداوي شي. کله چې د يو داسې سپي له خوا چې د ليوني ګمان پرې کيږي څوک وخوړل يا وچېچل شي نو ټپ شوی ځای بايد په صابون او پاکو اوبو پرېمېنځل شي او ناروغ په بيړه روغتون ته يو وړل شي تر څو د ناروغۍ تشخيص، واکسين او درملنه وشي...
نور ولوله

په تيرو څو مياشتو کې افغانستان کې د شري د ناروغي زيات شوی ده

په تيرو څو مياشتو کې په افغانستان کې د شري د پېښو شمير ډير زيات شوی ده. شری په ډيره چټکۍ سره له يو ماشوم څخه بل ماشوم ته انتقالېدی شي او زياتره هغه ماشومان ور باندې اخته کيږي چې په بشپړه توګه نه وي واکسين شوي. که څه هم د ټولو ماشومانو ژوند ته ستر ګواښ ده خو هغه ماشومان چې تغذيه يې ښه نه وي او يا هم نوري ناروغۍ و لري په چټکۍ سره وژلای شي. مهرباني وکړئ خپل کور ته نېږدې له صحي مرکز سره تماس و نېسئ او خپل ماشومان واکسين کړئ او لدې لاري د خپلو او همسايه د ماشومانو ژوند وژغورئ (د واکسين لومړۍ ستن د ماشوم په نهه مياشتنۍ او دوهمه ستن يې  په اتلس مياشتنۍ کې لګيږي). ...
نور ولوله

حامله ښځې بايد لاندې خواړه و نه خوري

*خامي شيدې (هغه شيدې چې مخکې جوش شوې نه وي) او هغه پنير چې له خامو شيدو جوړ شوي وي: په خامو شېدو کې کېدی شي د لېسټيريا بکتريا وي او هغه کېدی شي د حمل د له منځه وړلو باعث شي. د مخکې جوش شوو او يا پخو شيدو څښل هېڅ زيان نلري بلکه ګټه لري. *هغه غوښه چې سمه پخه شوې نه وي او يا خامه وي: کېدی شي خامه غوښه د ټوکسو پلازموسس باعث شي او هغه بيا د حمل د له منځه وړلو باعث ګرزي. د ښه پخه شوې غوښي خوړل هېڅ زيان نلري. *ينه (ځګر): په ينه کې ډيره زياته وېټامين اي (A) وجود لري کېدی شي د مور په ګېډه ماشوم ته زيان و رسوي. *خامه او يا نېمه خامه هګۍ: د سالمونېلا په بکتريا د اخته کېدو خطر لري. د ښه پخه شوي هګۍ خوړل هېڅ زيان ...
نور ولوله

د تايرويډ غده

د تايرويډ غده د انسان د غاړي په مخکېنۍ برخه کې موقيعت لري او زموږ او ستاسو په بدن کې د انرژي جوړيدلو سرعت کنترولوي. لدې امله د دې غدې کم او يا له اندازي زيات فعاليت په انسانانو کې وړ وړ ستونزي منځ ته راوړي. له نېکه مرغه د دې ناروغيو تشخيص او علاج په ډير اسانۍ سره کيږي. د تايرويډ غدې له حده زيات فعاليت: - تېز يا غير نور مال د زړه ټکان - بې خوبي - د وزن له لاسه ورکول - ژر وارخطا کېدل او غوصه کېدل - د ګرمۍ احساس - د لاس لړزه او يا رپېدل د تايرويډ غدې له حده کم فع...
نور ولوله

هېپټايټس بي او هېپټايټس سي

د ځېګر يا ينې پاړسوب د مختلفو عواملو پواسطه منځ ته را تلای شي. يو لدغو عواملو څخه وايرسونه دي. که څه هم ډيری وايرسونه کولای شي د ينې پاړسوب منځ ته راوړي خو تر ټولو مهم يې هېپټايټس بي او هېپټاټس سي دي، ځکه دغه دوه وايرسونه زموږ او ستاسو د بدن له دفاعي نظام سره د اوږدې جګړې وس او توان لري. د دې جګړې په دوران کې لومړی ينه پړسوي او بيا يې خرابوي (د ينې سېروزيس منځ ته راوړي). هېپټايټس بي: هر هغه وخت چې لويان ورباندې اخته شي پس له دريو مېاشتو ناروغ ته زيړی پيدا کيږي. دغه زيړی يو څو اونۍ دوام کوي او بيا پخپله بې له کومي درملنې ښه کيږي. د ډيری خلګو د بدن دفاعي سيسټم وايرس له منځه وړي او رغيږي خو ځني نورو خلګو وجود وايرس له منځه نشي وړلای بلکه يو څه يې کنترولوي. پدغو خلګو کې کېدی شي د ځېنو ينه کرا...
نور ولوله

له پوزې د وينې بهېدو د بندولو حل لاري

په ماشومانو، بوډاګانو او حامله ښځو کې د پوزې وينې کېدل نسبتاً نورو خلګو ته ډير واقع کيږي. د پوزې د ننه برخه ډيره نازکه ده او په ډير اسانۍ سره لومړی زيانمنه او بيا وينې کيږي. د پوزې وينې کېدل عموماً د پوزې د ننه برخې د وچوالې، په پوزه کې ګوتې وهل او په زور سره سوڼ کولو پواسطه منځ ته راځي. له پوزې د وينې بهېدو د بندولو حل لاري: - پر ځمکه کښېنئ او بدن د مخ طرف ته کوږ کړئ. - د دوو ګوتو پواسطه پوزې ته د لسو يا پنځلسو دقيقو لپاره فشار ورکړئ او بشپړه يې بنده کړئ. - تنفس د خولې له لارې وکړئ. په ځېن...
نور ولوله

نری نرنځ، توبرکلوز يا ټي بي

سره لدې چې نری رنځ يا TB موثر واکسين او درمل لري خو د ۲۰۰۹ کال د احصايو له مخې هر کال نېږدې ۱۰ ميليونه انسانان په نري رنځ اخته کيږي او د هغوۍ له جملې څخه ۱،۴ ميليونه مړه کيږي چې ډيری يې په غريبو هيوادونو کې دي. نری رنځ د مېکروب په واسطه منځ ته راځي او زياتره سږي ورباندي اخته کيږي. له يو انسان څخه و بل انسان ته د هغو وړو څاڅکو په واسطه چې د ټوخي يا پرنچي په وخت کې د ناروغ له خولې يا پوزي باديږي انتقاليږي. ډيری وخت دغه څاڅکي ډير واړه وي او په سترګو نه ليدل کيږي. کله چې د ټي بي مېکروب د روغ انسان بدن ته داخل شي نو عموماً سم دلاسه انسان د نري رنځ په ناروغۍ نه اخته کوي بلکه يو له دغو لاندې دوو حالتونو څخه منځ ته را وړي. ۱-...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک