No-IMG

د اسهال يا نس ناستی عوامل او علاج

اسهال يا نس ناستی او ورسره د خوا ګرزيدل يا کانګي عموماً د مېکروبونو پواسطه منځ ته راځي او د ۲-۷ ورځو په دوران کې پخپله ښه کيږي. د درملنې موخه د ناروغ د بدن د اوبو د اړتيا پوره کول دي. که ناروغ کافې مايعات څښلای شي او د بدن اوبه يې کمې نه وي روغتون ته د تګ اړتيا نلري.

درملنه:

- ارام او استراحت وکړئ

- د بدن درد او تبې لپاره له پراسېټمول څخه استفاده وکړئ

- دومره مايعات و څښئ چې د تشو متيازو رنګ مو د اوبو په شان او يا  امازي ژيړبخون شي.

که په اوو ورځو کې پخپله ښه نه شوئ او يا مو په کافې اندازه مايعات نه شوای څښلای بيا ډاکټر يا روغتون ته ولاړ شئ.

د اسهال پواسطه د ماشومانو د بدن مايعات کمېږي. همدغه د مايعاتو کمبود که چېرته پوره نشي کېدی شي د ماشوم د مرګ باعث شي نو لدې امله هغه ماشومان چې د بدن د اوبو له قلت سره مخ وي بايد روغتون ته يو وړل شي. تاسو څرنګه هغه ماشومان چې اسهال ولري او د بدن د اوبو له کمبود سره مخ وي پېژندلای شئ؟

که د ماشوم د بدن مايعات نورمال وي:

- ښه او بيداره وي.

- د ماشوم سترګې ننوتې او ژوري نه ښکاريږي.

- نورمال څښل او رودل کوي.

- که يې په دوه ګوتو کې پوستکی را غونج (pinch) کړئ جلد يې سم لاسي عادي حالت ته را ګرزي.

که يې مايعات يو څه کم وي:

- ناکراره او مخرش وي.

- ستر ګې يې ننوتې او ژوري ښکاريږي.

- تنده لري څښلو او رودلو ته لېوالتيا ښيې.

- څه وخت چې د ماشوم جلد په دوو ګوتو کې را غونج کړئ ورو عادي حالت ته را ګرزي مګر له دوو سانيو څخه کم وخت نېسي.

که د ماشوم د بدن مايعات په شديد ډول کم وي:

- ماشوم خوبجن وي، په سختۍ له خوبه را ويښيږي او يا بې هوښه وي.

- سترګې يې ننوتې او ژوري وي.

- څښل او رودل ډير کم او ډير کمزوري او يا يې هېڅ نه کوي.

- څه وخت چې د ماشوم جلد په دوو ګوتو کې را غونج کړئ په دوو ثانيو او يا له هغه څخه په زيات وخت کې ورو عادي حالت ته را ګرزي.

که ستاسو له کوښښ سره سره د ماشوم د بدن اوبه کمې وي او يا شديد حالت ولري په بېړه يې روغتون ته يوسئ.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

اسماعيل

جناب داکتر صاحب ! هيله ده روغ جوړ به یاست ، يو 16 مياشتو زوی مې دی د لس ورځو راهیسی اسهال دی که څه هم مخکې به د ورځې 12/13 وارې اسهال وو خو اوس د بستر او د دوايي پس لسمه ورځ ده خو لا اسهال هغسې دی ، خو راټيټ شوی دی 3/4 وارو ته راغلی ، قوي انتي بايوټيک سربېره یې ، فلاجېل ډراپ ، رينګر ، فينګر ورسره ORS هم زيات استعمال کړل ، مايعات هم په پوره اندازه ورکوو ، ويټامين ای مو هم ورکړل خو لا يې خېټه خرابه ده نو کومه هوايي ورکولای شو ، هيله ده جواب راکړئ .

احمد

سلامونه ډاکتر صیب زوی مې تقریبا دمیاشت کیږی اسهال دی څو واری مو ډاکتر ته یوړ هغوی وایی په ګيډه کی یی میکذوب دی درمل ورکړی خو غرق یی نه کیږی ستاسو نظر

حضرت علي

سلامونه ډاکټر صاحب! الله تعالی دې وکړي چې روغ به وې ډاکټر صاحب د شپاړس ۱۶ میاشتو زوی مې دی او له پیدایښت څخه تر اوسه سخت اسهال *نس ناستی* لري ډیرو ډاکټرانو ته مې یوړ خو د دوه یادرې ورځو څخه زیات پکې ښه والی نه راځي بېرته د اسهال هغه عادي حالات ته ګرځي نور مونږ هم نه پوهیږو چې څه وکړو او کوم خوا ته یې بوزم د جواب په انتظار یم ډاکټر صاحب

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک