مطالب مهم
امریکا اسرائیلي رژیم ته د غزې له خلکو د خپل کسات اخستلو سګنال ورکړی
د بلېنکن له خبرو دا مالومېږي چې امریکا صهیونستي رژیم ته د غزې له خلکو د خپل کسات اخستلو سګنال ورکړی خو دا یې هم په ډاګه کړه چې یهود به ونه غواړي غزه تل لپاره اشغال کړي. ښکاري داسې چې امریکایانو صهیونستي رژیم د خپلو تېرو تجربو په اساس له دې کاره منع کړی.
امریکا ښايي له ایران او د سیمې له غیر دولتي لوبغاړو (حوثیانو، حزب الله او عراقي مقاومت) پر غزې د عملیاتو د عکس العمل محاسبه کوي.
د بلېنکېن ننۍ خبرې د خبردارۍ او ګوتڅنډنې څخه ډکې وې. ده په غیر مستقیم ډول ایران ته وویل چې پرېږدئ اسرائيل د ۷ اکتوبر کسات واخلي؛ که مو ږغ وکړ، عکس العمل سره به مخ شئ.
امریکا په منځني ختیځ کې په خپلو نظامي تأسیساتو ا...
نور ولوله
غزل؛ د رواج د برم ناز دی، که ادا ده، خو پرما ده
بلينډه بدرۍ
د رواج د برم ناز دی ، که ادا ده ، خو پرما ده
ستا که جرم دی ، امتياز دی ، که ګناه ده ، خو پرما ده
ترې انکار کومه تښتم ، د ماحول له ډم نيلامه
د هوس د بولۍ ساز دی ، بس نڅا ده خو پرما ده
ستا په ځوانو خاطرو کې دا مستي ده که جزبه ده
د هر کيف څومره انداز دی ، يا ښکلا ده خو پرما ده
ګوت څنډنه تشه ماته بده زه او سپيره زه يم
له هر لوري که اواز دی ، که فتوا ده خو پرما ده
بلينډه دې د تيارو يم زندګي مې در روښانه
همدا څومره لوی اعزاز دی چې رڼا ده ، خو پرما ده
...
نور ولوله
د ناروا کودتا پایلي او حقائق
•- هغه د مصر زمکي وپلورلې
•- د دولت پورونه ئې زیات کړل
•- پوځ ئې ذلیل او کمزوری کړ
•- اسعار ئې تباه کړل
•- د مصریانو ژوند ئې ستونزمن کړ
•- اقتصادي بحران ئې ژور کړ
•- هیواد ئې له ستونزو ډک کړ
•- یوازینی کار ئې مخالفینو ته د زندانونو او ځانونو ته د محلاتو جوړول وو
دا د دیکتاتور عبدالفتاح السیسي تر ټولو مهمي لاسته راوړني دي!
...
نور ولوله
د عربي نړۍ ویده ملتونه به هم حتماً د خپلو ظالمو واکمنانو د گناهونو او جنایاتو پورونه پرې کوي
په ۲۰۱۲م کال په همدې ورځ د مصر په تاریخ کي په لومړي ځل د عوامو منتخب ولسمشر شهید ډاکټر محمد مرسي د واک د الحاق لمانځنه کوله. له همدې ورځي پوره یو کال وروسته ځینو ادارو، رژیمونو او بنسټونو د لاریونونو غوښتنه وکړه؛ وروسته د کودتا مشرانو د واک د نیولو او په هېواد کي د سیاسي ژوند د ځپلو لپاره د خپل پلان د پلي کولو په موخه له همدغو لاریونونو څخه منفي گټه پورته کړه. د ولسمشر محمد مرسي دریځ د آزادۍ په ارتباط دا وو چي تل ئې د لاریونونو هرکلی کوی، د بیان د ازادۍ ساتنه ئې کوله او د لاریون کوونکو پر وړاندي ئې هر ډول تاوتریخوالی ردوي.
په داسي حال کي چي د کودتا پلانوونکو له لاریونونو څخه په استفادې سره د ۲۰۱۳م کال د جولای د ۳ نېټې له کودتا وروسته د مصر په معاصر تاریخ کي تر ټولو وحشتناک انساني قتل عام ...
نور ولوله
سيد قطب؛ د عرب پوځونو قوت ته مه خوشاله کېږئ؛ دوی مقدسه ځمکه نشي فتح کولی
د دیکتاتور عبدالفتاح السیسي د مصر صفري سرحدي نقطه؛ له مقدسي زمکي سره د دوی هغه سرحد چي دوی ستر ستر سمینټي دېوالونه ورسره جوړ کړيدي؛ همغه صفري نقطه چي خبیث قوم په ۲۰۰-مترۍ کي جوماتونه سوځوي او شراب پکښې څیښي؛ همغه صفري نقطه چي د اشغالگرو پوځیان پر دېوالونو په داسي حال کي کښېني چي مصري پوځ ته ئې شا ور گرځولي وي!
نو آیا مصري پوځ همغه پوځ نه دئ چي شهید سید قطب رحمه الله به ئې اړه فرمایل؛ مفهوم ئې دئ: د عرب پوځونو ډېرښت او قوت ته مه خوشاله کېږئ؛ دوی مقدسه زمکه نسي درته فتح کولی؛ دوی به همدا تاسي محکوم او غلام ساتي... همغسي وسوه.
تېره ورځ د لبنان د یوه کوچني شیعي تنظیم په اړه خبیث قوم راپور ورکړ چي تر اوسه ئې ۲۰۰-راکـ.ټونه پر دوی شاټ کړیدي؛ دا یو هم د عرب پوځ نه...
نور ولوله
د اسرائيلو رئيس الوزراء؛ د خدای لپاره مه تښتئ!
د خبیث قوم پخوانی رئیس الوزراء نفتالي بینېټ وايي: "موږ د خپل تاریخ له خورا نازک او ستونزمن پړاؤ څخه تېریږو؛ موږ له کورنیو بریدونو سره مخ یو او په نړئــواله کچه پرېکون راسره اعلان سوی؛ ۱۲۰-تنه مو لا هم یرغمال ساتل سویدي؛ په زرگونو کورنۍ غمجني دي؛ د جلیل سیمه د بریدونو له امله خالي سوېده. وزیران د خپل ژوند غم کوي؛ هیڅوک (مسؤلین) د اقتصاد په اړه اندېښنه نه ښيي؛ موږ په یوه ژور جال کي راگیـر یو. اما پر دغو ټولو شیانو سربېره چي ما کوم شی ډېر ځوروي؛ هغه له هېـواد څخه د یخرودانو د تېښتي خبرونه دي. (الجزیره)
د يادوني وړ ده چي په تېرو شپږو مياشتو کي تر پنځه نيم ميليونه زياتو غاصبو ځناورو غير قانوني دولت ته الوداع ويلې او بېرته خپلو اصلي وطنونو ته تښتېدلي دي. (دجـ.ـالي خبري وېبپاڼه زمان اِزرایـ...
نور ولوله
دا چې نن غزه د نړۍ د لوی زبرځواک مقابله کوي د همدې مېرمنو د تربيې برکت دی
دا چې نن د بې وفا ګاونډیانو تر منځ زندۍ، ۲۵ میله نرۍ تیړانګه په قوي معنویاتو د نړۍ د لوی زبر ځواک او د هغې د صهیونستي پروژې مقابله کوي، د ۳۵ کاله کورنۍ تربیې، روزنې او تعلیم برکت دی.
دا هغه مېرمنې دي چې پرون یې یاسین، رنتیسي، جعبري او عیاش له دې مقدسې جګړې قربان کړل، نن یې ضیف، سنوار او ابو عبیده د آزادۍ مبارزې ته وړاندې کړي. دا چې نن دغزې مېرمنې، ماشومان او سپین ګیري د خپل مقاومت تر څنګ د صف مرصوص په شان ولاړ دي، د همدې مېرمنو د کورنۍ تربیې او معنوي ملاتړ برکت دی.
اسلام له داسې شعوري او تمدني فهم پرته د مکار دښمن مبارزه ناممکنه ده.
...
نور ولوله
د دوحې غوڼډې د بحث موارد بايد د نړی، سیمې او افغان حکومت تر منځ ګډې نکتې وی
د نوي نړیوال ساختار له برکته د نړۍ لوی هیوادونه له افغانستان سره د تعامل په برخه کې تقسیم دي. دوی د تېر په شان له افغانستان سره په تعامل کې مشترکات نلري.
د ملکرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ قرارداد چې د غرب په کامل ملاتړ رامنځ ته شوی، روسیې او چین ممتنعه رایه ورکړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې له افغان حاکمیت سره له مشورې پرته هېڅ حل مؤثر نه بولي.
د مئی ۲۰۲۳ او فروري ۲۰۲۴ دوحې غونډو په ډاګه کړه چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په برخه کې د لویو قدرتونو تر منځ هېڅ مشترک نشته.
د دوحې دریمه غوڼډه هغه مهال کامیابېدلای شي چې ملګري ملتونه له داسې ایجنډا سره راوړاندې شي چې د بحث موارد یې د نړی، سیمې او افغا...
نور ولوله
په دغه مظلوم ملت کبر مه کوي ډير بد ازار لري..
په 2005 کال د برازيل په Campina سيمه کي د يو څو شرابي دوستانو ګروپ چيرته د چکر لپاره تلل ، د يوي انجلي مور د خپلي لور په هکله فکرمنده وه نو د تللو وخت کي لور ته وويل: زه الله تعالی د مل شه او هغه دي حافظ شه! لور يي ورته وویل: که الله تعالی مونږ سره سفر کوي نو مونږ ګاډي داخل کي ځاي نلرو صرف په ډاله کي ځاي شته هلته د اوسي..
العياذ باالله
يو ساعت ورسته يي کورني ته خبر راورسېد چې په ټکر کي ټول دوستان سره د انجلي ووژل شول.. چې کله ګاډي ټرافيکو وليد د حيرانتيا خبره دا وه چي ټول ګاډي تباه شوي وه او يواځې ډاله مکمله روغه پاتي وه.
په مارلين (ډاؤن مونرو) کي په يو پارټي ناسته کي د مبلغينو څخه يو وویل: الله تعالی په دغه اړه داسې ...
نور ولوله
د استاذ راشد غنوشي آثار
استاذ راشد غنوشي په لسگونو فکري او سیاسي مقالې او کتابونه لیکلي چي د اسلامي تحریک په لیکو کي ئې د اعتدال او نرمۍ د مسیر ملاتړ کړیدئ او د یو شمېر مسائلو لکه جمهوریت، د تابعیت د حقونو او نورو په اړه ئې د ډېرو مخالفینو ترمنځ ناندرۍ هم را پارولي دي. خو د کوم سیاسي شخصیت کتاب بیا متنازع (دعوه یي) نه وي؟! د هغه ځیني کتابونه ډېرو بهرنیو ژبو ته ژباړل سوي؛ په ځانگړې توگه انگرېزي او فرانسوي ژبو ته چي هغه ئې په نړۍ کي د اسلامي فکر یو له مخکښو مشرانو څخه گرځولی.
د ډېرو سترو اسلامپالو لیکوالانو په پرتله د ده د لیکنو یو ارزښتناکه اړخ دا دئ چي نوموړی تعمیري ذهنیت لري؛ د دې تر څنگ پر هغو مسائلو د لیکلو جسارت او جرأت کوي چي ډېری عادي لیکوالان د اختلاف له وېري هغه طرفِ نظر کوي؛ تاسي د ده د کتابونو عنوانون...
نور ولوله
هندوستان: د ډیموکراسۍ مور که د افراط؟!
د هندوستان په اړه ویل کېږي چي د ډیموکراسۍ مور ده؛ دا جمله ئې څومره حقیقت لري تاسي ئې په تېرو ټاکنو کي د اقلیتونو د شرکت او تناسب په اړه کتلی سئ؛ په هند کي د سیکولرزم پر سر لویه شخړه روانه ده؛ د دې هېواد ټول اقلیتونه د مسلمانانو په گډون د سیکولرزم طرفدار دي او په همدې کي له سترو افراطي هندوانو چي فلسفه ئې د هندوتوا پر اساس ولاړه ده؛ د ځان نجات ویني؛ اما هندو افراطیان بیا د اَکھنډ بهارت (ناتقسیم سوی هند - بنگال، پاکستان، نېپال، برما او هندوستان) شعارونه زمزمه کوي؛ او د اقلیتونو حقوق په ښکاره تر پښو لاندي کوي.
سیکولرزم مذهب له سیاست، اقتصاد او ټولنیز ژوند څخه گوښه کوي؛ هندي مسلمانان، عیسایان، بودایان، سیکان او پارسیان همدا غواړي چي د هندوانو افراطي نظریه پر ټولنه حاکمه نسي؛ ...
نور ولوله
یوم من الجحیم
د تېري ورځي د نصیرات ناورین څخه خو خبر یاست! شیخ خالد نبهان (روح الروح ویډیو چي ئې وائرل سوې وه) د ویډیو جوړولو پر وخت وايي: "په الله قسم! زموږ داسي یو حالت دئ چي غر ئې هم د زغملو وس او قوت نه لري."
هغه چي وایي نړۍ د یوه کلي په څېر سوه؛ مسافتونه کم سويدي؛ دا هر څه رښتیا دي؛ دا هر څه سوي البته چي زموږ سره نه؛ تاسي لاندینی تصویر په غور وگورئ! په دې تصویر کي د مقدسي زمکي پر ساحل به یو موقت امریکایي بندر ووینئ چي په اوبو کي جوړ سوی او ظاهراً دا د مظلومانو سره هم د خواخوږۍ او هغوی ته د مرستو رسولو په هدف جوړ سوی خو برايي په ترسره سویو عمـ.لیاتو کي له دې بندر څخه کار واخیستل سو؛ چي ۱۵۰-انسـانان ټوټه ټوټه سول او پر اېکس مې تصویرونه ولیدل چي لاسونه او پښې ئې گډي په کارټنونو کي راټولوي...
نور ولوله
د نصیرات قتلِ عام او د بشر (غربي) حقوق!
موږ له نړئوالو (غربي) قوانینو ناسم برداشت اخیستی؛ موږ دا فکر کوو چي دا قوانین پر ټولو د عمل وړ دي او د بشپړي نړۍ د نجات لپاره توشیح سويدي؛ خو داسي نه ده؛ د امریکا او د غربي سیاستمدارانو لخوا د جرمو نړئوالي محکمې کارکوونکو ته ښکاره اخطارونه او بیا ورپسې مجرمانه اعترافات (چي وايي: دا محکمه د پوتین او افریقایانو د کنټرول په موخه جوړه سوې ده نه د غرب او د هغه د نازولو پر ضد د فیصله کولو په هدف) ښيي چي دا قوانین څومره مؤثر او د چا په گټه کارول کېږي؛ دا قوانین د چا د ساتني تو د چا د ټکولو په پار مرتب سویدي؛ تر دې وړاندي د وېــټو مسخره قانون چي بیخي له نړئوال نظم څخه د ځنگل قانون جوړوي؛ همدا خبره په اثبات رسوي...
پر پروني وحشي قتلِ عام تر بحث وړاندي باید ووایم چي په فلسطین کي خو ظالم او مظلوم او...
نور ولوله
هغه کسان چي د اسرائيلو جگړه تمویلوي؛ هغه عربي هېوادونه (دیکتاتور مشران) دي
زه غواړم ځیني حقایق روښانه کړم چي ډېری خلک ترې بېخبر دي؛ دا حقایق امریکایي چارواکو او پخپله د جو بایډن لخوا تائید سویدي:
۱- هغه کسان چي د خبیث قوم جگړه تمویلوي؛ هغه عربي هېوادونه (دیکتاتور مشران) دي.
۲- څوک چي خبیث قوم ته وسلې ورکوي؛ هغه په خلیجي هېوادونو په ځانگړې توگه په اردن کي د امریکا نظامي اډې دي؛ دا هر څه د دوی په خوښه ترسره کېږي؛ په دې اړه پر نورو تحلیلونو باور مه کوئ.
۳- چا چي خبیث قوم ته د زمریانو (ح) د برید په اړه خبرداری ورکړی وو هغه مصري استخبارات وو؛ ځکه دوی هر وخت د خبیث قوم له استخباراتو سره گډه همکاري کوي؛ دا ځکه د خبیث قوم د رټل سوي دولت ساتنه د اوسني مصر...
نور ولوله
د روسیې او امریکا + ناټو تر منځ کړکېچ خطرناکې مرحلې ته داخل شوی
له تېرو څو ورځو راهیسې د روسیې او امریکا + ناټو تر منځ کړکېچ خطرناکې مرحلې ته داخل شوی. امریکا څو ورځې وړاندې له ناټو سره یو ځای اوکراین ته شین سګنال ورکړ چې دوی کولای شي له امریکايي اسلحو په استفادې د روسیې په داخل کې نظامي عملیات وکړي. له دې مخکې امریکا +ناټو اوکراین ته په دې پلمه اسلحه ورکوله چې دوی وتوانېږي په خپله ځمکه د روسیې له پوځي پرمختګونو دفاع وکړي.
د دې نوي پېشرفت مفهوم دا دی چې که اوکراین د روسیې په خاوره امریکايي اسلحې استفاده کړي دا به د امریکا او روسیې تر منځ د عملي ټکر پیل ګڼل کېږي.
روسیې نن د امریکا + ناټو دې څرګندونو ته په ځواب کې وویل چې که اوکراین د روسیې په خاوره له امریکايي اسلحو استفاده وکړي، دوی به د نړۍ په ګوټ کوټ کې م...
نور ولوله
