No-IMG

د دوحې غوڼډې د بحث موارد بايد د نړی، سیمې او افغان حکومت تر منځ ګډې نکتې وی

 

د نوي نړیوال ساختار له برکته د نړۍ لوی هیوادونه له افغانستان سره د تعامل په برخه کې تقسیم دي. دوی د تېر په شان له افغانستان سره په تعامل کې مشترکات نلري.

د ملکرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ قرارداد چې د غرب په کامل ملاتړ رامنځ ته شوی، روسیې او چین ممتنعه رایه ورکړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې له افغان حاکمیت سره له مشورې پرته هېڅ حل مؤثر نه بولي.

د مئی ۲۰۲۳ او فروري ۲۰۲۴ دوحې غونډو په ډاګه کړه چې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په برخه کې د لویو قدرتونو تر منځ هېڅ مشترک نشته.

د دوحې دریمه غوڼډه هغه مهال کامیابېدلای شي چې ملګري ملتونه له داسې ایجنډا سره راوړاندې شي چې د بحث موارد یې د نړی، سیمې او افغان حکومت تر منځ ګډې نکتې وی.

غربیانو کوښښ وکړ چې د دوحې د تېرو غونډو په واسطه خپلو فرمایشاتو ته نړیواله اجماع پیدا کړي خو هېڅ یې تر لاسه نه کړل. راتلونکې غونډه باید د فرمایشاتو پر ځای په مشترکو نکاتو، ګډو ننګونو او شریکو فرصتونو تمرکز وکړي.

همدا د حل یواځینۍ لاره ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک