No-IMG

د روسیې او امریکا + ناټو تر منځ کړکېچ خطرناکې مرحلې ته داخل شوی

له تېرو څو ورځو راهیسې د روسیې او امریکا + ناټو تر منځ کړکېچ خطرناکې مرحلې ته داخل شوی. امریکا څو ورځې وړاندې له ناټو سره یو ځای اوکراین ته شین سګنال ورکړ چې دوی کولای شي له امریکايي اسلحو په استفادې د روسیې په داخل کې نظامي عملیات وکړي. له دې مخکې امریکا +‌ناټو اوکراین ته په دې پلمه اسلحه ورکوله چې دوی وتوانېږي په خپله ځمکه د روسیې له پوځي پرمختګونو دفاع وکړي.

د دې نوي پېشرفت مفهوم دا دی چې که اوکراین د روسیې په خاوره امریکايي اسلحې استفاده کړي دا به د امریکا او روسیې تر منځ  د عملي ټکر پیل ګڼل کېږي.

روسیې نن د امریکا + ناټو دې څرګندونو ته په ځواب کې وویل چې که اوکراین د روسیې په خاوره له امریکايي اسلحو استفاده وکړي، دوی به د نړۍ په ګوټ کوټ کې مستقیما هغه هیوادونو، ګروپونو او ارګانونو ته د اسلحې لېږدل پیل کړي کوم چې د امریکا + ناټو پر ضد په جګړه بوخت دي. دا چې دوی به کومو هیوادونو او ډلو ته په عکس العملي ډول اسلحې لېږي، روسانو تر اوسه پورې نه ده په ډاګه کړې.

دا پرمختګونو د ناټو او روسیې په ټکر کې نوی فصل دی. که په واقعي مانا دا ګوتڅنډنې د عمل په میدان کې پیاده شي، ډېر خطرناک عواقب به ولري.

د ناټو او روسیې تر منځ روانه معضله کې خطرناک جیو پولیټیکې تغیرات رامنځ ته کېدونکي دي. دا بدلونونه به له منځني ختیځ نیولې تر سوېل شرقي آسیا پورې په ټولو محورونو ژور اثر پرېباسي.

هغه واړه هیوادونه (لکه افغانستان) چې د روانې لوبې په محور کې د لوبغاړي رول نه پرې کوي، لوی فرصتونه لري چې باید په هېڅ قیمت یې په نغدولو کې وخت ضایع نه شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک