مطالب مهم
د يوه هېواد د اشغال لپاره د غرب ځواکونه يواځي نه جنګيږي، بلکې ډېر نور جهتونه هم په جګړه بوخت وي
د يوه هېواد د اشغال لپاره د غرب ځواکونه يواځي نه جنګيږي، بلکې ډېر نور جهتونه هم په جګړه بوخت وي
نړۍ وال شرکتونه د خپلو توليداتو او صادراتو په مرسته ستا د هېواد بازار اشغالوي.
د طبيعي منابعو د استخراج نړۍ وال شرکتونه د هېوادونو منابع په وړيا بيه لوټوي او د استخراج معاوضه هم د هېوادونو مفسدو چارواکو او خاينو تجارانو ته په واک کي ورکوي.
نړۍ والې پياوړې کرنسۍ ستا د هېواد د پيسو ارزښت له منځه وړي.
ستا د هېواد وارداتي تجاران د هېواد بازار له بهرنيو توکو در ډکوي.
نړۍ والې رسنۍ ستا د هېواد د وګړو نظريات او رأيې تشکيلوي.
ژورنالستان يې د جاسوسانو په څېر معلو...
نور ولوله
زېری؛ سره له ګڼشمېر ناخوالو او محدودیتونو، قدرمن حکمتيار صاحب په تېرو درې میاشتو کې شل بېلابېل عنوانه کتابونه ليکلي
زېری
قدرمن معزز مشر د افغان ملت د تېرې نيمې پېړۍ په سیاسي تاریخ کې تل د یو نوښتګر، متحرک او اغېزمن شخصیت په توګه راڅرګند شوی. نوموړی که څومره هم د حالاتو په پېچ او خم سرګردانه شوی خو خپل ثبات او حوصله يې نهده بايللې او آرام نهدی ناست شوی، بلکې راتلونکي نسل ته يې د خپل ښېرازه فکر خواږه د ښو علمي او تحقيقي کتابونو په بڼه ډالۍ کړي، او دا څه موږ ته رازده کوي چې ستر انسانان که څه هم په خورا ستونزمنو حالاتو کې وي، بيا هم د خپلو وړتیاوو او إرادو په څرګندولو کې خاصه دلچسپي لري، چې نوموړی هم له دې قاعدې مستثنیٰ نهدی.
سره له ګڼشمېر ناخوالو او محدودیتونو، ښاغلي حکمتيار په تېرو درې میاشتو کې شل بېلابېل عنوانه کتابونه ولیکل، چې دا واقعاً یو ستر شاهکار او ستره کا...
نور ولوله
د جهاد په سنګرونو کى د حکمتيار صاحب برخورد د هغو جنرالانو او عسکرو سره...
يوسف
محترم حکمتيار پداسي وخت کي
چى د دوه لکه مسلح مجاهدينو
امير اوپه 80 فيصده خاوره د حزب اسلامي موجوديت وو.
د جنرال شهنواز تڼى د وخت وزير دفاع او د هغه ملګري جنرالان حزب اسلامي ته تسليم شوى وو
خو د حزب اسلامي امير د هغوى سره په ورين تندى، مينه، احترام او د درانه ميلمانه په څير احترام او عزت سره برخورد کوي ـ
بلکه د يوعادى تسليم شوى عسکر سره هم د شفقت او مهربانى برخورد وو ـ
داسي رفتار زمونږ د خوږ پيغمبر ص د هداياتو يوه برخه ده ـ
د هغه وخت امنيت:
د باجوړ، کنړ تر بدخشان
د سپينې شګى پکتيا تر قندوز
د واڼى وزيرستان تر فارياب
د سپين بولدک تر ب...
نور ولوله
له خلکو دین مه اخلئ، اوس هم دین ته اړتیا ده، سبا هم ورته اړتیا ده، دیانت اصلاح کړئ
نن به اهل کتابو ته یو څو کرښې ولیکم
زه کشر وم، شاید ۱۵ کاله مخکې به و، یوې غونډه کې چې ښه ډېر ملایان هم پکې و د سید جمال الدین افغان په هکله مې خبرې کولې، هلته مې ډېر بې باکه وویل چې سید جمال الدین بې علمه ملایانو له وطن پسې واخیستلو. یو مولوي صېب وروسته جګ شو ښه یې سپک کړم. زموږ یو استاد به هر وقت بیا په ګپه کې راته ویل؛ ارشاد بایی هغه سید جمال الدین خو یو ځل بیا معرفي کړه!
زموږ یو استاد به ویل چې د کتاب شاګرد بې ادبه وي، علم باید له استاده زده شي، د استاد شاګرد علم او ادب دواړه لري. یوه ورځ یې په تفسیر کې د خضر او موسی علیهم السلام کیسه کوله، وېل الله تعالی موسی علیه السلام ځکه خضر ته ولېږلو، چې له موسی علیه السلام څخه چا پوښتنه وکړه چې تر تا بل پیاوړی عالم په نړۍ کې شته؟ هغه ...
نور ولوله
په نړۍ کي سيکولر حکومتونه شته، او تش په نامه جعلي اسلامي حکومتونه
له اسلامي حکومت څخه سيکولرستان کرکه کوي، او هم ترې د اسلامي حکومت جاهل، لارورکي او دروغجن مدعيان او مبارزين.
سيکولرستان د اخلاقي او شخصي آزاديو د محدودولو له وېرې له اسلامي حکومت کرکه کوي. که توان يې ورسيږي، دين به په جامعه کي کاملاً له منځه يوسي. او کله يې چي وسعه ونه رسيږي، بيا نو يو څه حکومتي مظاهر د مذهب مشابه وګرځوي، مګر د حکومتدارۍ، قوانينو او سياسي او اقتصادي کردار برخه يې د يوه غير مذهبي حکومت په توګه مخته ځي. نن ورځ د نړۍ د مسلمانو ملکونو حکومتونه تش په نامه اسلامي دولتونه دي، چي اسلاميت يې د يوه فريب ورکونکي نقاب په څېر کارولى.
د اسلامي حکومت دروغجن، لارورکي، او جاهل مدعيان بيا له سوچه اسلامي حکومت ځکه وېره لري چي د دوى کاروبار، مشروعيت، ا...
نور ولوله
د امريکايي اشغال د پای او خپلواکۍ په مناسبت
آزادې ترلاسه کول يو کرزماتيک عمل دی، کومو قومونو چې آزادي ترلاسه کړې خپل ځانګړی حيثيت او وقار لري، د نړيوالو له لورې خودمختاره او مستقل مزاجه بلل کيږي.
په تاريخ کې هر استعمارګر د خپلو کوربنو مخالفینو په خلاف دلائېلو تراشلو کوښښ کړی چې ترڅو خپل استعمار ته قانوني او اخلاقي جواز ورکړي، خو د تاريخ دا تاريخ دی چې د ازادۍ په مسله کې د انصاف قضاوت کوي، تراوسه په زرګونو قومونو او اشخاصو د آزادۍ لپاره مبارزه کړې او اکثره مبارزين د خپلې زمانې بدنام کړل شوې طبقه وه، ځکه چې د ذهنيت سازي ټول امکانات د اشغالګرو سره وو؛ خو کله چې مبارزينو آزادي ترلاسه کړې او زمانه تيره شوې د دواړو جهتونو دلايل تر خلکو پورې په توازن سره رسيدلي، بيا خلک پوهه شوي چې د اشغالګرو دليل د خپلو مفاداتو لپاره خود ساخته، مغرضانه ا...
نور ولوله
د يوه هېواد د اشغال لپاره د غرب ځواکونه يواځي نه جنګيږي، بلکې ډېر نور جهتونه هم په جګړه بوخت وي
نړۍ وال شرکتونه د خپلو توليداتو او صادراتو په مرسته ستا د هېواد بازار اشغالوي.
د طبيعي منابعو د استخراج نړۍ وال شرکتونه د هېوادونو منابع په وړيا بيه لوټوي او د استخراج معاوضه هم د هېوادونو مفسدو چارواکو او خاينو تجارانو ته په واک کي ورکوي.
نړۍ والې پياوړې کرنسۍ ستا د هېواد د پيسو ارزښت له منځه وړي.
ستا د هېواد وارداتي تجاران د هېواد بازار له بهرنيو توکو در ډکوي.
نړۍ والې رسنۍ ستا د هېواد د وګړو نظريات او رأيې تشکيلوي.
ژورنالستان يې د جاسوسانو په څېر معلومات راټولوي او روابط جوړوي.
انټرنټ د فکري اشغال يوه بهترينه وسيله ده. غرب...
نور ولوله
آساني وکړئ، سختي مه کوئ، زیري ورکړئ نفرت مه خوروئ
زه چې کله د دیني موضوعاتو اړوند لیکنه کوم، هڅه مې دا وي چې هغه نظر بیان کړم چې پدې وخت کې خلکو ته پکې آساني وي. سنت طریقه هم همدا ده. ځکه چې نن عصر په مجموع کې له دین څخه د تېښتې عصر دی. له دې پیښې سره یوازې اسلام نه بلکې ټول ادیان مخ دي. د نوي عصر یوه ځانګړنه دین ځنډنه ده. په داسې شرایطو کې حداقلي دیانت ته پابندي هم غنیمته خبر ده. یعني که چېرې پدې عصر کې خلک فرایضو باندې ټینګښت هم وکړي، دا به ډېره ستره لاسته راوړنه وي ځکه چې عموم بلوا داسې حالت ته رسېدلې چې هره خوا داسې پدېدې وینو چې هغه مو د فرایضو څخه لرې کوي. سنتونه، مستحبات او نوافل خو بیخي پرېږدئ!
سرګرمۍ، تجارت، اقتصاد، روزمره مصروفیتونو او د ژوند لومړیتوبونو دومره بدلون موندلی چې نور د انسانانو په لومړیتوبونو کې د خدای سره اړیکه ور...
نور ولوله
پایت را از گلونم بردار
مهاجر_هستم_برای_مزدوری_آمدم_تا_حد_اقل_خانواده_خود_را_به_یک_لقمه_نان_خدمت_نمایم
مهاجرت یکی از تلخ ترین و طاقت فرسا ترین تجربیات انسانی است.
هرچند که من در یکی از آزاد ترین و متمدن ترین کشورهای دنیا از لحاظ حقوق، انسانی و بشری زندگی میکنم، جایی که هیچ تفاوتی میان من و یک شهروند بومی وجود ندارد، اما شکی نیست که درد مهاجرت و دوری از اقارب، دوستان، افغانها و وطن همچنان بر دوش انسان سنگینی میکند.
اما وقتی به وضعیت سید مهدی، مهاجر افغان در ایران، نگاه می کنیم، این درد به مراتب طاقت فرساتر میشود. برخورد وحشیانه و غیرانسانی پولیس ایران با هموطن، خلاف تمامی موازین اخلاقی و انسانی است و نش...
نور ولوله
آخرین دیدار؛ مولانا مطیع الرحمن نظامی رهبرِجماعت اسلامی بنگله دیش با فرزند خود
شام روز سه شنبه مؤرخ 10 ماه می 2016 مسئولین زندان مرکزی دکا به آقای متو سکرتیر پدرم تماس گرفتند وفقط این چند کلمات را بیان داشتند: خانوادهء مطیع الرحمن نظامی میتوانند برای دیدار وی به ادارهء مرکزی زندان بیایند.
مجموعِ اعضای خانواده متشکل از 26 تن خورد و بزرگ، زن و مرد خود را در سه موتر جا بجا کردیم و در فضای اضطراب و خموشی راه افتادیم،با چنین حال که نگاه معنی دارِ هر کدامِ ما از همدیگر کنده نبود، به دروازهء زندان رسیدیم و با دیدن خبرنگاران دم دروازهء زندان پریشانیی ما بیشتر شد، صف خبرنگاران را با خموشی شکستیم و مقابل دروازهء آهنین و بزرگِ سرمه ی رنگِ زندان قرار گرفتیم. تفتیش پایان یافت و در جایی منتظرنشستیم، لحظاتی نگذشت که ادارهء زندان نامه ی را برای ما تحویل داد که محتوای آن...
نور ولوله
اروپا ټوله له روسيې سره يوې نوي لوبې ته ور داخليدونکې ده
ولې ؟
ځکه روسيې چې په اوکراين کې څه وکړل يا يې کوي له دې ستر لامل اروپا ته بل نشته چې ځان د را روان خطر ځخه وساتي.
ځکه د اوکراين ځنکدن دی او که اوکراين څملاست روسيه بسنه نکوي بلکې د پولينډ خوا هم رهي کيږي .
مخکې له دې چې راوپا دغه حالت نه ننوځي هغه مجبوره ده خپل داخل کې هغه خلک او مهاجر معلوم او په نښه کړي چې پوهيږي هغه ورته راتلونکی کې مشکل جوړوي يا په اسانه بغاوت ته پورته کيږي .
دويم :کله کې انګلستان له اروپايی اتحاديې ووت دا کار د اروپایې اتحاديې د جوړونکيو يعنې اصلي بادارانو باندې ښه ونه لګيد او هغوی د دې په لټه کې شول چې په اروپا کې د انګلستان هغه اقتصادي او سیاسي ځواک کمزوري کړي چې لا هم په ...
نور ولوله
د يحيی سنوار ټاکنه؛ د ظرفیت تر څنگ د انتقام مهم اړخ لري
هنیه ویلي ول: یو مشر به ځي په هغه پسې به بل مشر راځي. نن شپه پر نټن یاهو خوب حرام دئ.
د انتقام لومړی گام؛ د ۷-اکتوبر طراح؛ د مقاومت اتل؛ د یو ویشتمي پېړۍ د مقاومتي تاکتیک مجدد؛ د خبیث قوم لپاره د خوف غر؛ د زمریانو نوی مشر وټاکل سو!
ان شاء الله چي نړۍ به د انتقام له نوي تعریف سره اشنا کړي... مقاومت په ژوندۍ بڼه را وړاندي سو...
اللهم احفظه وانصره و انصرنا الإسلام والمسلمين...
دا د اتلانو عادت دئ چي نړۍ حیرانه کړي؛ ۷-اکټوبر ته نړۍ گوته په غاښ پاته سوه؛ نن بیا د سنوار ټاکنه... بیا ئې کمال وکړ... تر سنوار غوره مرهم بل نه وو؛ د دې مقدس مقاومت هر مشر د دې وړتیا لري چي هم تنظیم اداره کړي او هم ملعون...
نور ولوله
په هر هغه بدلون خوشاله کېږو چي هغه د دیکتاتور د زوال باعث سوی وي
موږ مسلمانان یو؛ یوازي خپل ټپونه څټل د مسلمان سلیقه نه ده؛ له شرقه بیا تر غربه د هر مسلمان په خوښۍ خوشاله کېږو او غم ئې د ځان غم گڼو؛ زه د ځان په گډون ډېر داسي وروڼه او خوېندي پېژنم چي له ۷-اکتوبر وروسته ذهناً نا آرام دي، په هغوی داسي ځورېږي لکه خپل پر کورنۍ چي ئې دا ظلم روان وي... موږ ته د المسلم اخ المسلم وینا تش سمبولیک حیثیت نه لري بلکي دا له اسلامه خړوبه کېدونکی تلپاتی شعار دئ؛ زموږ ایماني اخوت تر سکنۍ ورورولۍ کم نه دئ... د دې وینا ریښې زموږ په زړونو کي ښخي سوي دي.
د همدې دعوې پر اساس ویلی سم چي دا ځل بیا د اگست میاشتي نوې نخره وکړه؛ دې میاشتي ته د انقلابونو او تحولاتو میاشت هم ویل کېږي؛ سږ کال ئې د حسیـنې د اقتدار د لمر ډوبېدلو زېری ورسره راوړ؛ ان شاء الله چي د خلیج د قضیې د بریاء ز...
نور ولوله
بنګلديش محمد يونس خپل صدراعظم وټاکه او عبوري حکومت به د شفافو انتخاباتو لپاره لاره هواروي
بنګلديش د سياسي ګوندونو په مشوره د نوبل جايزي ګټونکي محمد يونس خپل صدراعظم وټاکه او عبوري حکومت به د شفافو انتخاباتو لپاره لاره هواروي او څه کم پنځه سوو هغه لاريون کوونکو د وژنې په اړه به تحقیقات هم کوي
تيره ورځ د فوځ مشر په خپلو لمړنيو خبرو کي وويل چي د عوامي ليک ( پخوانۍ صدراعظمې حسينه واجد ګوند ) په شمول به د ټولو ګوندونو په مشوره عبوري حکومت جوړوي
نن يي په خپل وعده وفا وکړه...
دا وي ژوندي قومونه ، چې له چا يي حکومت ونيوه هغوي هم په مشوره کي شامل کړل
نورو ګوندونو رسما نن د لاريونونو د پاي اعلان هم وکړ......
هغوي حکومت ختم کړ ليکن نظام يي وساته..
...
نور ولوله
ديکتاتوري؛ د حسينې بدرنګ انجام!
په بنګله دېش کې د استبداد واکمني ړنګه شوه او دا بدرنګه حسينه بهر ته په تېښه بريالۍ شوه. واقعيت دا دی چې د ظلم کاسه تل نسکوره وي، هغه له خپل ګوند پرته نور ټول په يوه ليکه حساب کړي وو او له ټولو سره يې د بربريت او ديکتاتورۍ له دريڅې شخړې کولې، هغه نه يوازې د بنګله دېش اسلامي حرکت بلکه د خالده ضيا په مشرۍ د بنګله دېش ملتپاله ګوند سخت وځپلو او په دې وروستيو کې يې د اسلامي تحريک د بندولو وروستی تصميم هم نيولی و.
حسينې ولسي تنوع عملاً وژلې وه، زغم او تسامح يې غرغره کړی و، او د بنګله دېش ملي هويت يې يوازې د خپلې کورنۍ او ګوند په شعارونو کې راټول کړی و، حسينې د ټول ملک بدرنګۍ راټولې کړې وې او پر ډیري ې خپله ناسته وه، هغه له ټول ملت سره شخه شولانګه کوله او له ملت او د ملت له تنوع سره ټکر دغسې ړنګ...
نور ولوله
