ليکنې
نا امیدي ښه نه ده خو دا ترخه حقایق باید ومنو
یوټیوب کې مې د هرات ـ بادغیس لویه لاره او بیا د پستو ځنګلونو ویډیو لیدله چې ځوی مې را غږ کړ، ویل یې پلاره جنت کې چې زه هر څه وغواړم هغسې به کیږي؟
مال هو کنه ځویه، هر څه چې دې زړه وي هغه به الله ج درکوي.
ویل یې بس زه غواړم چې زما جنت د افغانستان غوندې راته جوړ کړي چې زه پکې چکرې ووهم.
ما زړه کې ویل چې بچیه ته څه خبر یې، وطن له لرې ښه ښکاري خو داخل کې یې حتی هغه ساده سهولتونه هم نشته چې خلک حتی له هغه نسبي او موجوده امن او ارامۍ څخه خوند واخلي...
لویې لارې خرابې دي، ښارونو کې ازدحام خلک پوزې ته راوړي، ترافیکي قانون دوه توته اهمیت نلري، تعلیمي نظام په هماغه کلاسیک شکل مخته ځي. روغتیایي سیستم جوابګو نه د...
نور ولوله
شدت گرفتن باران های مونسون در هفته جاری
قرار پیش بینی های اخیر، هفته جاری مونسون در شمال هند، و پاکستان تشدید می گردد. میزان بارندگی روزانه در پاکستان تا ۵۰ ملی متر در روز پیش بینی گردیده است که احتمال دارد سیلاب های شدیدی را در این کشور سبب گردد.
شرق کشور ما نیز شاهد تشدید بارندگی ها خواهد بود.
ولایات بدخشان، نورستان، لغمان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، کنرها، ننگرهار، خوست ،پکتیا، پکتیکا ، لوگر ، غزنی ، میدان وردک و کابل ممکن شاهد باران های شدید و منطقوی باشند که می تواند سیلاب های مخرب را سبب شوند.
در فکر تجارت پیاز و بادنجان رومی باشید
...
نور ولوله
د ایلات بندر مکمل وتړل شو
الحمد لله
د ایلات بندر مکمل وتړل سو؛ د یمني اتلانو د پرلپسې بریدونو په پایله کي خبیث قوم دې ته اړ سو چي دا بند وتړي؛ د دې بندر تړل به لس زره خوگان بېـکاره او بېــروزگاره کړي.
تر دې نږدې یوه اوونۍ وړاندي خبیث قوم اعلان کړ وو چي د همدې بندر ۸۵% فیصده چاري په ټپه ودرېدلي دي؛ دا د یادوني وړ ده چي حوثیانو تر دې دمه د امریکا، برټانيې او ملعون قوم تر ۱۷۰-زیاتي ستري تجارتي بېـړۍ په نښه کړي او ډېري ئې ډوبي کړيدي. پر همدې لار روسي، چینایي او ... بېړۍ ښه په امنیت تېرېږې... دې کار غرب وارخطا کړیدئ او پر یمنیانو ئې د فشار په هدف پر حدیده پرون خونړی برید وکړ.
خو الحمد لله چي د دوی مېړانه همغسي پاته ده بلکي نن ئې ویاند وویل چي موږ له خبیث قوم سره مخامخ جگړي ته ...
نور ولوله
اسرائيلو زنداني اتل عبدالله البرغوثي پُښتۍ ماتي کړي او حالت ئې خراب دئ
د ملعون قوم تروریسټانو پر زنداني اتل عبدالله البرغوثي باندي وحشیانه تشدد کړیدئ. پُښتۍ ئې ماتي سويدي او حالت ئې خراب دئ. نوموړی په ۲۰۰۳م کال کي نیول سوی وو؛ ده ته د ۶۷ ځله بنـد اوږده سزا اورول سوېده.
نوموړی د حماس د څانگي یو ماهر او زړه ور قوماندان دئ؛ اسرائیلو قوم ئې له یحـٰیی سنـ.ـوار سره تشبېه کوي؛ د زمریانو لـخوا په مذاکراتو کي د ده د آزادولو غوښتنه سوېده خو ملعون قوم وایي دوی نوموړی نشي پرېښودلی.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چي نوموړی په West Bank یعني غربي سیمه کي مهم شخصیت دئ؛ د ده په آزادولو کي د محمود عباس اداره هم لاسوهنه کوي او نه غواړي دی را ایله سي او په غربي سیمه کي دوی ته یو بل سنــ.ـوار ترې جوړ شي....
نور ولوله
سکون فقط د مور په غېږه کې دی
اردو ژبې لیکواله: انیسه طاهره
ژباړن: طارق تسل
دا لیکنه به اوږده وي؛ خو یو حقیقي داستان دی، حتمن یې ولولئ!
تېره شپه داسې یوه پېښه وشوله، چې د ژوند ډېر اړخونه یې روښانه کړل. د ماښام ۷ بجې مې ټیلیفون ته زنګ راغی، له اوکی کیدلو سره سم مې له مقابل لوري څخه د ژړا اواز واوریدلو...
ما هڅه وکړه چې ژړا بس کړي او بیا مې ترې وپوښتل: وریندارې! څه شوي دي؟
د هغې له خوا وویل شول: ته چېرته یې؟ او په څومره وخت کې زموږ تر کوره رارسیدلی شې؟
ما ورته وویل: ته خو ووایه اخر څه خبره ده، ورور جان چېرته دی او مور جانه چېرته ده؟
خو له مقابل لوري څخه فقط همدا راته ویل کیدل، چې ته هر چې...
نور ولوله
گرمی دوباره تشدید می گردد
تمام مدل های مشهور پیش بینی آب و هوا از تشدید گرمی در افغانستان ، آسیا میانه و ایران خبر می دهند.
درجه حرارت تا هفته اول ماه اگست (دوهفته دیگر) در اغلب قسمت های افغانستان تا ۱۲ درجه گرمتر از حالت اوسط پیش بینی گردیده است (ساحات که به رنگ سرخ نشانی شده است).
تنها شمال هندوستان، پاکستان و شرق افغانستان از اثر باران های مونسونی که هفته جاری شدیدتر می گردد، سردتر از حالت اوسط خواهد شد ( ساحات به رنگ آبی تا ۶ درجه سردتر از حالت اوسط می گردد).
مثلا” اگر درجه حرارت اوسط در شهر مزار شریف ( اوسط درجه حرارت ثبت شده بین سالهای ۱۹۹۰ تا ۲۰۲۰) برای این وقت سال ۳۲ درجه سانتی گیرید باشد، درجه حرارت این ش...
نور ولوله
د دښمن ماغزه خراب نه وي چې دښمني حالت کي تا نازوي او تا ته پيسې او خیراتونه درکوي
برطانيې د اشغال په لمړيو ورځو کي يو انګليس افسر يو هندوستاني وګړي په څپيړه وواهه، په مقابل کي هندوستاني هغه انګليس په قوت سره په څپيړه وواهه چې انګليس افسر په زمکه ولويد..
افسر پدي عمل حيران شو او له هغه ځایه لاړه ، پدي فکر شو چې څرنګه يو هندوستاني دومره جرائت وکړ چې برطانوي افسر په ځوابي څپيړه ووهي ، هغه برطانيه چي وسيع سلطنت کي لمر نه غروب کيږي ، مرکز لوري ته لاړه تر څو هغوي خبر کړي او هندوستاني ته سخته سزا ورکړ شي..
ليکن هغه مهال لا زيات حيران شو چې جنرال دغي خبري په اړه انتهایي د خونسردي تعامل وکړ په عادي ډول يي هغه خپلي بلي کوټي ته بوتله د پيسو يو بکس خلاص کړ له هغه يي پنځوس زره روپۍ دغه افسر ته ورکړي او ورته وویل دا پيسې واخله هغه هندوستاني لوري ته ل...
نور ولوله
سیلاب ننگرهار
دیروز در چند ولایت شرقی کشور باران های شدید بوقوع پیوست که مرگبار ترین آن در ننگرهار باعث مرگ ۴۰ نفر از هموطنان ما شد.
انیمیشن پایین از ۲ تصویر ستلایت قبل و بعد از سیلاب تشکیل گردیده که نشان دهنده وسعت سیلاب در ولسوالی های سرخرود وسلطان پور است.
طوری که پیش بینی گردیده بود، امسال مونسون قوی در شبه قاره هند حاکم است که از اثر آن احتمال دارد منطقه و شرق افغانستان شاهد سیلاب های مخرب باشد.
امروز نیز احتمال سیلاب در چندین ولایت به شمول، کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننگرهار، لغمان، نورستان، کنرها، پکتیا، خوست و پکتیکا میرود.
شرایط جدید اقلیمی نیازمند مبارزه مداوم و موثر اس...
نور ولوله
شرق و شمال شرق کشور در هفته آینده شاهد بارش باران خواهد بود
پیش بینیهای جدید نشان می دهند که شرق و شمال شرق کشور در هفته آینده شاهد بارش باران خواهد بود.
ولایات بدخشان، نورستان، لغمان، کنر، ننگرهار،خواست، پکتیا، پکتیکا، از این بارندگی ها متاثر خواهند شد. احتمال باران در باقی ولایات شرقی کشور نیز میرود.
میزان بارندگی بین ۵ تا ۲۰ ملی در روز پیش بینی گردیده است باوجود اینکه این مقدار بارندگی زیاد نیست اما در این وقت سال با درجه بلند حرارت، احتمال باران های شدید و منطقوی که باعث جاری شدن سیلاب می گردد نیز زیاد است. متاسفانه بیشتر از مدل ها قادر به پیش گویی باران آنی نیستند. تنها سیستم های مجهز رادار و تصاویر ریال تایم ستلایت کمک می کنند تا ساحات باران شدید وسمت حرکت شانرا ...
نور ولوله
ګيله من وزير د خپل فکر او مبارزې زړور ترجمان او وياند و
زه د هر ځلمي د مرګ تر شا د هغه د مور، مېرمن، خويندو او لوڼو اوښکې وينم، ځکه راته هيڅ ځوان په مرګ نه دی پېرزو.
ګيله من وزير مې يوازې په فيسبوک پېژانده، د خپل فکر او مبارزې زړور ترجمان او وياند و، شعرونه او خبرې يې صريحې وې، مجامله يې نه کوله مبهم نه غږېده، ځکه هم ونه زغمل شو او تر شا يې يوه نړۍ خواشینې کړله.
إنا لله وإنا إليه راجعون
الله تعالی دې ورته هغه دنیا ښايسته او د لوړو درجو څښتن يې کړي.
ټولو خواخوږو او ملګرو ته يې بشپړ تسليت وايو.
د انسانانو په توګه لږ او ډېر فکري مخالفين هر انسان لري، خو ځينې وخت د مخالفت پر مهال داسې لمحې راځي چې انسان اخلاقا له مخالفته تېرېږي، الفاظ نرموي...
نور ولوله
پوهېږئ د وطن يو لوی اجتماعي درد څه دی؟
د کلي په دوکانونو، لارو او کوڅو کې هغه ډلې ډلې وزګار ځوانان چې د سوکاله او مرفّه ژوند کولو هېڅ انګېزه نه لري او ټوله ورځ خپله ځوانه او سرشاره انرژي په لډو، قطو، ټوکو ټکالو او نورو بې ګټې کارونو ضايع کوي.
که د وطن خيرخواهان، مشران او شتمن له دوی سره ښه کوي او خدای تعالی راضي کوي، دوی ته دې د سالم اجتماعي مصروفيت فرصتونه برابر کړي. وړيا تعليمي او د حرفوي زده کړو مرکز، توليدي کارخونه او ورزشي کلب دې ورته جوړ کړي. دا ټول کارونه ممکن دي او مفيد دي.
...
نور ولوله
یاد داشت ها وبرداشت ها
میگویند شخصی از سر شب تا صبح قصه ی لیلی ومجنون را کرد وقتی قصه تمام شد شنونده گفت قصه ی زیبایی بود خدا خیرت دهد همه اش را فهمیدم فقط یک چیزی که نفهمیدم این بود که همین ليلي مرد بود یا زن بود؟
عربها هم همچو حکایتی و ضرب المثلی دارند،شنیدم میگویند "فهمت القصة،لکن الشئ الوحید اللذی لم اعرفه،هل ليلي كانت ذكرا أم أنها کانت أنثي?".
اين حکایت را برای این آوردم که دیشب تصویری از فضيلت مآب شیخ الازهر را با متنی هدفمندی نشر کردم،متوجه شدم که بعضی جوانان بخاطر قضیه دردناک فلسطین بر شیخ ازهر بد و رد گفتند،و این البته از یکسو قابل درک است،موضع گیری زعامت ها و متنفذین عرب در قبال غزه بسیار کمتر ازآن بود که توقع می رفت،مخصوصا دو کشور همسایهء فلسطین یعنی مصر واردن منت...
نور ولوله
د حضرت عمر العادل رضي الله عنه د کاریزماتیک شخصیت څخه به څوک بېـخبره وي؟!
زه غواړم په دې اړه یوې جالبي نقطې ته اشاره وکړم؛ هغه نقطه چي زه ئې تل خپلي خواته متوجه کړی یم؛ د تاریخي روایاتو او د پېښو او د جگړو په شمېرنو او تلفاتو کي د گڼو اختلافاتو شاهد یو؛ د هري جگړي نتائج او ارقام هر مؤرخ جلا جلا بیانوي؛ دا اختلافات بیا هغه وخت ډېر جالب سي چي کله د غربي مستشرقینو آثار له مسلمانو مؤرخینو سره پرتلې ته کښېښودل سي؛ که څه هم غربي مؤرخینو هم پر دې اعتراف کړیدئ چي مسلمانان به په هره جگړه کي په کم شمېر کي ول او کفارو شمېر به ډېر ترې زیات وو؛ خو بیا هم دغه ارقام ډېر فرق په گوته کوي... په دې ارتباط د مستشرقینو لا اُبالي نباید نظر اندازه سي...
له کومه وخته چي اسلامي نړۍ ته سیکولرزم سرایت کړیدئ؛ دا اختلافات یوازي د غربي مستشرقینو او شرقي مؤرخینو تر منځ باقي پاته نسول بلکي هغ...
نور ولوله
د ابوعبيده ليدلو او خبرو ته نړۍ منتظره وي
برایي ماښام د امت زمری پر ټلویزیون را څرگند شو؛ داسي ښکارېده لکه نړۍ چي ئې لیدلو ته منتظره وه؛ د الجزیرې په ملیونونو کتونکو مخامخ وکتی؛ پر فېسبک ئې زه غالباً له لومړنیو کتونکو او تبصره کوونکو څخه وم؛ پر دې سربېره پر نورو رسنیو په ملیونونو انسانانو څارلی دئ؛ چي تفصیل ئې په لاندي ډول دئ:
پر یوټیوب: ۲۰-ملیویونه
پر فېسبک: ۱۵ میلیونه
پر انسټاگرام: ۸-میلیونه
پر اېکس: ۱۲-میلیونه
ټک ټاک: ۱۰-میلیونه
ټول: ۶۵-میلیونه
دې زمري په میلیونونو انسانان متأثر کړيدي؛ ښکاره خبره ده چي نړۍ نن هم د ريښیني او غیرتي انسانانو قدر کوي.
...
نور ولوله
زينب په مدينه منوره کی په جنت البقيع کي خاورو ته وسپارل شوه
اسټريايي اداکاره ماري کولي کوفسکي چې د ,, قنديل ام هاشم,, فلم کي د شکري سرحان محبوبي په حيث کار وکړ، په دغه وخت کي هغه په جرمني کي په طبي برخه کي په زدکړو مصروفه وه
اصل کي ماري يوه منتشره او آزاد خياله کورني کي زيږيدلی وه. د هغي مور هم ډيره عياش طبيعته ميرمن وه په نتیجه کي د هغي اولاد ژوند هم تباه شو، ورونو او خویندو يي په ناجايزه کارونو مصروف ول ليکن ماري کوښښ وکړ چې ځان محفوظ وساتي او جايزي لارې خپل ژوند تر سره کړي ، هغي په يوي کيفي کي د کاريګري په حيث کار پيل کړ .
يو ورځ يو پروډيوسر هغه وليده او په فلمونو کي د وړو وړو کردارونو پشنهاد ورته وکړ پدي ډول جرمني او اسټريا په ځينو فلمونو کي يي د اضافي کردار په حيث کار شروع کړ.
کله چي د ,, قنديل ام ها...
نور ولوله
