نا امیدي ښه نه ده خو دا ترخه حقایق باید ومنو
یوټیوب کې مې د هرات ـ بادغیس لویه لاره او بیا د پستو ځنګلونو ویډیو لیدله چې ځوی مې را غږ کړ، ویل یې پلاره جنت کې چې زه هر څه وغواړم هغسې به کیږي؟
مال هو کنه ځویه، هر څه چې دې زړه وي هغه به الله ج درکوي.
ویل یې بس زه غواړم چې زما جنت د افغانستان غوندې راته جوړ کړي چې زه پکې چکرې ووهم.
ما زړه کې ویل چې بچیه ته څه خبر یې، وطن له لرې ښه ښکاري خو داخل کې یې حتی هغه ساده سهولتونه هم نشته چې خلک حتی له هغه نسبي او موجوده امن او ارامۍ څخه خوند واخلي...
لویې لارې خرابې دي، ښارونو کې ازدحام خلک پوزې ته راوړي، ترافیکي قانون دوه توته اهمیت نلري، تعلیمي نظام په هماغه کلاسیک شکل مخته ځي. روغتیایي سیستم جوابګو نه دی. د چاپیریال ککړتیا بل لوی مصیبت دی.
چل فریب، دوکه، یو پر بل ظلم..... هره ورځ ټکرونه، هره ورځ بې برقي، هره ورځ د غربت نوې نوې کیسې.... د کدرونو فرار... او بلا نورې ستونزې....
نا امیدي ښه نه ده خو دا ترخه حقایق باید ومنو....
نورې نړۍ چې کوم مزلونه وهلي مونږ بیخي د هغوي مقابل کې شل او شوټ یو...
نوټ: مونږ غوندې خلک لږ ډېر ځوریږي ځکه چې د نورې نړۍ خلک او هېوادونو ته چې ګورو او بیا یې خپل سره مقایسه کړو ـ بس بیا نو د چورتونو په ګرداب کې لاهو شو ...
