سکون فقط د مور په غېږه کې دی
اردو ژبې لیکواله: انیسه طاهره
ژباړن: طارق تسل
دا لیکنه به اوږده وي؛ خو یو حقیقي داستان دی، حتمن یې ولولئ!
تېره شپه داسې یوه پېښه وشوله، چې د ژوند ډېر اړخونه یې روښانه کړل. د ماښام ۷ بجې مې ټیلیفون ته زنګ راغی، له اوکی کیدلو سره سم مې له مقابل لوري څخه د ژړا اواز واوریدلو...
ما هڅه وکړه چې ژړا بس کړي او بیا مې ترې وپوښتل: وریندارې! څه شوي دي؟
د هغې له خوا وویل شول: ته چېرته یې؟ او په څومره وخت کې زموږ تر کوره رارسیدلی شې؟
ما ورته وویل: ته خو ووایه اخر څه خبره ده، ورور جان چېرته دی او مور جانه چېرته ده؟
خو له مقابل لوري څخه فقط همدا راته ویل کیدل، چې ته هر چېرته یې سمدستي زموږ کور ته راشه.
ما هغې ته ډاډ ورکړ چې زه تقریبا په یو ساعت کې در رسیږم، وروسته له یو ساعت مزل څخه د هغوې کور ته په تلوار سره ورسیدم.
و مې لیدل چې ورور جان مې ( زما یو وکیل ملګری چې زه ورته ورور وایم) مخامخ ناست دی.
مېرمن یې ژاړي او چغې وهي، ۱۲ کلن زوی یې هم په خفګان دی او ۹ کلنه لور یې هم چوپه ناسته ده.
ما له ورور څخه وپوښتل چې اخر خبره څه ده؟ خو هغه راته هیڅ ځواب رانکړ.
بس په همدې وخت کې یې مېرمن وویل: دا وګوره دا د طلاق کاغذونه یې چې راپسې راوړي دي. تیار یې په محکمه کې چمتو کړي دي، غواړي چې ماته طلاق راکړي.
ما پوښتنه وکړه: دا څنګه کیدلی شي، دومره ښکلې کورنۍ، دوه اولادونه، هر څه شته دی، خو بیا هم طلاق!؟ په لومړي سر کې دا ماته هسې ګپ ښکاره کیدلو. بیا مې د دوې له اولادونو څخه پوښتنه وکړه: مور جانه چېرته ده؟ هغوې وویل: پلار مې هغه درې ورځې وړاندې د بوډاګانو د ژوند تېرولو مرکز ته وړې ده.
ما د کور نوکر ته وویل: ما او ورور مې هغه بلې کوټې ته ځو موږ ته دوه ګیلاسه چای راوړه.
څه وخت وروسته چای راغلو، ما ډېره هڅه وکړه چې په ورور مې چاې وڅښم خو هغه انکار وکړ او لږه شېبه وروسته یې په معصوم انداز راوکتل او د ماشومانو په څېر یې په چغو چغو ژړا پېل کړله، زیاته یې کړه: ما د تېرو ۳ ورځو راپدیخوا هېڅ هم ندي خوړلي، ما مې خپله ۶۱ کلنه مور پردیو خلکو ته حواله کړله چې هغوې یې خدمت وکړي.
په زیاتې ژړا سره یې وویل: له تېر یو کال راپدیخوا زما په کور کې زما مور په بیخي ډېرو مصیبتونو کې راګیره وه، ښځې مې قسم خوړلی و، چې زما د مور هېڅ پروا به نه ساتي، نه یې ورسره خبرې کولې، خدمت کول خو یې لا لرې خبره ده.
نه مې ورسره مېرمن خبرې کولې او نه مې ورسره اولادونو.هره ورځ به چې له دفتره راغلم مور به مې ډېر ژړلي وو. حتا تر دې چې د کور نوکر هم د دوې په وجه ورسره ښه رویه نه کوله.
مور مې راته لس ورځې وړاندې وویل: زویه! ما د بوډاګانو د ژوند تېرولو مرکز ته واستوه! ما ډېره هڅه وکړله چې د کورنۍ فضا جوړه کړم، خو مېرمن او اولادونه مې پر خپل ضد ولاړ وو.
زه چې دوه کلن شوم، پلار مې وفات شو، مور مې د نورو خلکو په کورونو کې خدمتونه وکړل، تر څو زه درس ووایم، زه یې د دې وړ کړم چې وکیل شم.
خلک راته وایي چې مور به دې سره له دې چې په پردیو کورونو کې به یې خدمت کولو، خو ته یې هېڅکله په کور کې یوازې نه یې پرېښې. خو نن زما هماغه مور په دې عمر کې د پردیو لاسته په یوازیتوب کې ناسته ده. زه مې چې د مور یو یو خدمت رایادوم، هغه چې زما لپاره یې کړي دي، اوس هم دردیږم. زما اوس هم په یاد دي، چې کله مې د میټرک ازموینه ورکوله، مور به مې راسره په شپو شپو ناسته وه. یوه ورځ چې زه له ښوونځي څخه کور ته راغلم، نو مور مې شدیدې تبې نیولې وه، ټول وجود یې داسې ګرم و لکه تبۍ، ما ورته وویل: مورې! ستا خو ډېره تېزه تبه ده. مور مې موسکۍ شوه او راته یې وویل: زویه! تبه مې نده، دا اوس مې ډوډۍ پخه کړله له دې وجې مې وجود ګرم دی.
له خلکو یې پورونه واخیستل او په ما یې حقوق او سیاسي علوم ولوستل.
ورور (زما وکیل ملګری چې زه ورته ورور وایم) مې همداسې د مور د خدمتونو په اړه غږیدلواو په چغو چغو یې ژړل. و یې ویل: زه چې د خپلې داسې مور په کار رانشم، نو د مېرمنې او اولادونو خو به بیخي نه شم. زه چې چا پاللی یم او د وجود ټوټه یې یم، ما هماغه داسې خلکو ته حواله کړې ده، چې نه یې په خوي پوهه دي، نه یې ناروغي درک کولې شي او نه به یې خدمت وکړای شي.
لنډه دا چې زه د خپلې مور لپاره هېڅ نشم کولی نو د نورو لپاره خو یې بیخي نه شم کولی.
که ازادي دومره خوږه وي او مور راباندې بوج وي، نو زه غواړم چې مېرمن او اولادونو ته مې پوره ازادي ورکړم(طلاق).
زه چمتو یم چې خپله ټوله سرمایه او کور دوې ته ورکړم، زه غواړم چې د بوډاګانو د ژوند تېرولو په مرکز کې د خپلې خوږې مور سره یو ځای اووسم. هلته که نور څه نه وي د خپلې مور سره خو به نږدې یم.
که زما په دې دومره سرمایې کې زما د مور خدمت بل څوک کوي او د بوډاګانو د ژوند تېرولو په مرکز کې پرته ده، نو اخر خو به زما هم دا حال کېږي کنه. ځکه زما اولادونه به هم له ماسره همداسې کوي، نو زه ښه ګڼم چې سر له اوسه ځان په دې مرکز کې عادت کړم.
څومره یې چې خبرې اوږدولې، په هماغه اندازه به یې ژړا زور اخیستلو. په خبرو خبرو کې وخت د شپې ۱۲:۳۰ ته ورسیدلو.
ما موټر چلونکي ته وویل: موټر چالان کړه! موږ ټول همدا اوس د بوډاګانو د ژوند تېرولو مرکز ته ورځو. کله چې مرکز ته ورسیدلو، په ډېرو زاریو مو پرې د مرکز دروازه خلاصه کړله.
باور وکړئ! وکیل صیب د دروازې د چوکیدار پښو ته پریوتلو او په ژړا ژړا یې ورته وویل: داخل کې مې مور ده، زه غواړم چې له ځانه سره یې یوسم.
چوکیدار ترې وپوښتل: څه کاره یې؟ ځواب یې ورکړ: وکیل یم.
چوکیدار ورته په خندانه انداز وویل: ته چې د خپلې مور په تړاو انصاف نشې کولې، له نورو سره به څه انصاف وکړې؟
موږ له ډېرو هڅو وروسته داخل ته پرېښودل شو او هماغې کوټې ته لاړو چرته چې د وکیل صیب مور موجوده وه. زه د هغې کوټې په اړه نور څه نه وایم خو دومره به ووایم چې د مور په خوا کې یې په فریم کې یو انځور لګیدلی و، چې ټوله کورنۍ پکې وه، وکیل صیب هم د همدې مور په غیږ کې پروت و او دا عکس اخیستل شوی و.
مور یې دا مهال په درانده خوب ویده وه، د عکس په لیدلو او د مور د کوټې په لیدلو هلته موجودو ټولو کسانو په داسې انداز وژړل لکه یوه مور چې د خپل ځوان زوی له مرګه خبره شي. د شپې شاوخوا ۲ بجې وې، زموږ د ټولو په دې ډول ژړا باندې د مرکز ټول بوډاګان راویښ شول، بد حال و.... د ژړا په شور یې مور له خوبه بیداره شوله، د خپل زوی، اینګور، لمسیو او زما په لیدلو حیرانه شوله، زوی یې کلک په غیږ کې ونیولو او بیا ژړا زور واخیستلو.
څه وخت وروسته مو د تګ اراده وکړله، د مرکز ټول خلک له خپلو کوټو څخه په دې نیمه شپه راوتلي وو، په سترګو کې یې همدې هیلې څرکونه وهل، چې کاش موږ پسې هم اولادونه راشي او له دې ځایه مو وباسي.
په لاره کې مور او زوی د ماضي کیسې کولې او مېرمن او اولادونه یې چوپ ناست وو. کور ته چې بېرته راګرځېدلو نو ۳:۴۵ وي.
ميرمن یي هم په دې پوهه شوه چې زما او د اولادونو او د ټولې کورنۍ د خوښۍ کیلې مو همدا ده.
ما هم ترې رخصت واخیست، او په ټوله لاره مې هلته تیرې شوې صحنې په ذهن کې ګرځېدلې.
لنډ به ووایم چې (( مور، مور وي)) له مرګ څخه وړاندې یې د وژلو هڅه مه کوئ!
مور زموږ طاقت دی، مه یې کمزورې کوئ! که کمزوري شي نو د ټولنې بنیادونه ورسره کمزوري کیږي او ټولنه ورسره له منځه ځي.
که تاسې، یا مو خپلوانو او یا مو هم په شاوخوا کې ورته مسایل وي، دا متن ورته ضرور ولولئ!
که ستاسې له امله مو د مور له سترګو اوښکې توي شي، نو یاد ولرئ! چې دا به په تاسې د پېړیو پېړیو پور وي. هر څه به ولرئ! خو باور وکړئ! چې سکون به هېڅکله پیدا نه کړئ! سکون فقط د مور په غېږه کې دی.
