No-IMG

د دښمن ماغزه خراب نه وي چې دښمني حالت کي تا نازوي او تا ته پيسې او خیراتونه درکوي

برطانيې د اشغال په لمړيو ورځو کي يو انګليس افسر يو هندوستاني وګړي په څپيړه وواهه، په مقابل کي هندوستاني هغه انګليس په قوت سره په څپيړه وواهه چې انګليس افسر په زمکه ولويد..

افسر پدي عمل حيران شو او له هغه ځایه لاړه ، پدي فکر شو چې څرنګه يو هندوستاني دومره جرائت وکړ چې برطانوي افسر په ځوابي څپيړه ووهي ، هغه برطانيه چي وسيع سلطنت کي لمر نه غروب کيږي ، مرکز لوري ته لاړه تر څو هغوي خبر کړي او هندوستاني ته سخته سزا ورکړ شي..

ليکن هغه مهال لا زيات حيران شو چې جنرال دغي خبري په اړه انتهایي د خونسردي تعامل وکړ په عادي ډول يي هغه خپلي بلي کوټي ته بوتله د پيسو يو بکس خلاص کړ له هغه يي پنځوس زره روپۍ دغه افسر ته ورکړي او ورته وویل دا پيسې واخله هغه هندوستاني لوري ته لاړ شه معافي تري وغواړه او دا پيسې د معاوضي په شکل ورکړه

افسر عصبي شو او احتجاج په شکل يي وويل: ما ته دا حق حاصل دي چې هغه په څپیړه ووهم او ذليل يي کړم ليکن هغه ته دا حق نشته چې ما ووهي ، دا زما لپاره ، ستا لپاره ، لويي برطانيې لپاره ، زموږ فوځ لپاره او ملکي لپاره توهین دي!!!

جنرال خپل افسر ته وویل: دا يو فوځي حکم وګڼه او بي مورده بحث مه کوه څه چې درته وويل شول په هغه عمل وکړه !!

افسر د حکم تعميل په خاطر پيسي واخيستي او هندوستاني ځاي ته لاړه او ورته وویل:

زما معذرت قبول کړه ما تاسي يوه څپیړه ووهلي او تا په ځواب کي زه ووهلم حساب برابر شو، دا پيسې د معذرت په پار تا ته تحفه دي.

هندوستاني معذرت او تحفه قبوله کړه ليکن دا يي هير کړل چې په خپله زمکه يي د وخت د امپراتورۍ افسر ته څپیړه ورکړي..

هغه مهال پنځوس زره لوي مبلغ وو ، هندوستاني پري کور واخيست ، په يو څه حصه يي تجارت پيل کړ ، يوه رکشه واخيسته چې هغه مهال به دري سوليو لپاره استعماليده او يواځې به سرمایه دارو سره وه او زراعتي زمکه يي هم واخيسته..

 حالت  يي ورځ تر بلې ښه کيده بلاخره تري يو کاروباري شخص جوړ شو او څپيړه يي هيره کړه ليکن انګريزانو د هندوستاني څپیړه هيڅکله هيره نه کړه .

څو کاله ورسته انګريز جنرال هغه افسر راوغوښت او ورته وویل: ستا هغه څپیړه ياده ده چې يو  هندوستاني وګړي درکړي وه ؟

افسر ورته وویل: هو!  هغه څرنګه هيرولي شم؟

جنرال ورته وویل: اوس يي وخت راغلی! لاړ شه هغه پيدا کړه او پرته له مقدمي د خلکو په وړاندي داسی څپیړه ورکړه چې پر زمګه غوزار شي.

افسر ورته وویل:  هغه داسې وخت کي ما ته ځوابي څپيړه راکړه چي ورسره سره هيڅ نه وو.  اوس خو به هغه کاروباري شخصيت جوړ شوي وي او حاميان او محافظان به لري هغه به نه يواځي ما په څپیړه ووهي بلکې زما د مرګ ويره هم شته.

جنرال ورته وویل:  تا نشي وهلې ، لاړ شه د حکم تعميل وکړه او بي ځايه بحث مه کوه!

افسر د خپل جنرال حکم ومانه او هندوستاني لوري ته لاړه د هغه خواو شاه حاميان ، خادمان ، محافظان او خلکو مجمع وه ، افسر په ډير طاقت هندوستاني وګړي په څپيړه وواهه چې سملاسي په زمکه پريوته.

هندوستاني هيڅ عکس العمل ښکاره نه کړ تر دې چې حتي د انګرېز لوري ته يي د ليدو جرأت هم ونه کړ ..

افسر حيران شو او په تيزي د خپل جنرال لوري راغي چې کله جنرال وليد تري پوښتنه وکړه: ستا په څيره کي حيرانتيا او تعجب ګورم؟

افسر وويل:  په لمړي ځل هندوستاني په ډير طاقت او قوت سره په څپيړه ووهلم کله چي ورسره هيڅ نه ول ليکن نن چې هغه سره هر څه ول د خبرو جرأت يي هم ونه کړاي شو نو دا څرنګه ممکن ده؟؟؟

جنرال ورته وویل: په لمړي ځل هندوستاني سره يواځې عزت وو ، نور يي د بايللو لپاره څه نه درلود او هغه ته عزت تر ټولو قيمتي ارزښت وو نو ځکه يي د خپل عزت څخه دفاع وکړه.

ليکن دوهم ځل هغه خپل عزت په پنځوس زره خرڅ کړ نو ځکه يي د عزت څخه دفاع ونه کړه ځکه چې هندوستاني له دغه ارزښت پرته نور اهم څيزونه هم درلود

محترمو او قدرمنو ورونو: دا د الله تعالی فطري قانون دي چې

منصبونه ، نا مشروع پيسي ، رشوتونه ، غلا ، په شوقي ډول دوه دري ودونه ، د قدرت او منصب څخه په استفادې تجارتونه ، نوي ماډرن کورنو اخيستنه، په خارج او داخل کي بلډنګونو اخيستنه ، لوګس او لګژري ګاډو اخيستنه ، د اغيارو او دښمن مفتي پيسې او مختلف پيکجونو اخيستنه او هغوي خيرات اخيستنه چې په هر نامه وي ظاهراً ډير خوند کوي ليکن دغه حالت دوام او عادت د انسان څخه تر ټولو لوي معنوي ارزښتونه اخلي د مبارزي همت او جرات درڅخه اخلي، عزت اخلي ځکه چې ته به بيا د بايلاد لپاره  ډير نور څه لري ، ځکه چې تا به بيا ډير مرفح ژوند ځان ته برابر کړي اوسی..

ځکه تا خپل معنوي ارزښتونه په پيسو ، خيراتونو ، پيکجونو ، منصبونو او څوکيو خرڅ کړ..

بيا هيڅکله نشي کولاي چي د اغیار څپيړي ته ټينګ شي ، که ته يي هر څه هير کړي ليکن هغوي نه هيروي بيا انتظار وباسه چې کله به اغيار داسې څپيړه درکوي چې د اوچتيدو جرأت او همت به هم ونلري..

د دښمن ماغزه خراب نه وي او نه دومره بي وقوفه دی چې دښمني حالت کي تا نازوي او تا ته پيسې او خیراتونه درکوي او نه ته د پر آسايشه او لګژري حرام ژوند څخه مبارزي ته ګرځيدي شي او نه ملتونه بيا ستا مبارزي غږ ته لبيک وايي بلکې بلعکس د ملتونو په وړاندي به لعنتی وي..

بيا هغه ملتونه چې ستا د ظلم ، استبداد ، فساد ، انحصار او همدارنګه د غربت له وجې زوریدلی وي بيا به د بايلاد لپاره هيڅ ونلري هم به ستا مقابل کي جګړې او مبارزي ته تيار وي او هم به تري د اغيارو په شمول هر څوک ستا مقابل کي عسکر ګيري کولاي شي..

بس ورونو دا هم الهي فطري قانون دي او هم د تاريخ سبقونه دي......

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک