د بري چانس مو څو چنده کړئ
په ۲۰۰۶ کال کې رسنیو یوه څېړنه خپره کړه، دا څېړنه په هغو ډېر شمېر خلکو شوې وه چې د نوي کال لپاره یې کوټلې پرېکړې درلودې. بیا یې دا کسان په دوو ډلو وېشلي وو؛ یو هغه وو چې د نوي کال پریکړې یې لیکلې وې او بل هغه وو چې پرېکړې یې کوټلې وې، خو لیکلې یې نه وې.
یو کال وروسته څېړونکو ددې خلکو برخلیک وارزوه او جالبې پایلې یې ترلاسه کړې. کومو خلکو چې خپلې پرېکړې کړې وې، خو لیکلې یې نه وې، یوازې څلور سلنه یې خپلې کړې پرېکړې عملي کړې وې. خو کومو خلکو چې پرېکړې کړې وې او بیا یې لیکلې وې، په هغوی کې ۴۴ سلنه خلکو خپلې کړې او لیکلې پرېکړې عملي کړې وې. یعنې دا موضوع پر بریالیتوب له ۱۱۰۰ سلنې ډېر اغېز کوي. دا اغېز پر هغو موخو او پرېکړو کېږي چې تاسې يې پر یوه پاڼه لیکئ.
ما په تېرو پنځه ویشتو کالو کې له میلیونونو خلکو سره کار کړی دی، زما تجربه وایي چې د موخو منظم لیکل، ورته د رسېدو پلان جوړول او بیا پرې هره ورځ کار کول، دې موخې ته د رسېدو چانس له لس چنده یا زر سلنه زیاتوي.
دا په دې معنا ده چې یوازې په لیکلو ګني موخې ترلاسه کول تضمینېږي، بلکې د بریالیتوب احتمال په کې لس سلنه زیاتېږي. دغه ښه فرصتونه دي چې ستاسې په ګټه کار کوي، بله دا چې دغه کار تاسې ته هېڅ زیان نه لري. یوازې څو شېبې وخت، یو قلم او یوه سپینه پاڼه درنه غواړي.
#فردي_نظم
