د تېر وخت درناوی وکړئ
په تېر وخت کې هره تېرېدونکي شېبه له راتلونکي وخته غلا شوې ده. پر ستونزې هره دقیقه تمرکز مو له حل لارې همدومره لرې کوي. که په هغو شیانو فکر کوئ چې تاسې سره باید نه وی شوي، نو اصلاً د هغو شیانو مخه نیسئ چې غواړئ په ژوند کې درسره وشي.
وایي ته چې ځان څه ګڼې، هماغه درنه جوړېږي، دې حقیقت ته په کتو که چېرې ته پخوانۍ تجربې او تېروتنې د یوې شېبې لپاره هم تجربه کول نه غواړې، نو په اړه یې فکر هم مناسب نه دی. ددې اندېښنو او فکرونو پر ځای، د تېرو پېښو او تجربو له درسونو د نوې پوهې او روڼ اندۍ لپاره کار واخله.
د ژوند لویې ماتې لوی فرصوته در ښکاره کوي. لرغوني مفکر ایروپیديس ویلي: (په بد وخت کې د خوشاله بدلون ښه فرصتونه دي.) که تاسې په ژوند کې ډېرې سختۍ لیدلې وي، نو دا په دې معنا ده چې تاسې په ژوند کې د لوی هدف لپاره چمتو کېدئ، داسې هدف چې تاسې ورته باید په بصیرت سمبال وای او هغه بصیرت تاسې پخوانیو تجربو کې ترلاسه کړی دی.
دا درسونه د راتلونکې ودې لپاره وکاروئ. دا یاد ساتئ چې خوشاله خلکو تر خفه خلکو ډېرې سختۍ تېرې کړې دي. توپير یې دا دی چې دوی د خپلو یادونو داسې مدیریت کولو وړتیا لري چې ژوند یې ښکلی کوي.
او دا هم یاد ساتئ چې که تاسې تر نورو ډېر ناکامېږئ، نو په دې معنا ده چې د ډېر ښه ژوند لپاره تر نورو ډېر فرصتونه هم لرئ.
#د_بریالیتوب_تور_کوچنی_کتاب
