کله چې يو هېوادوال په غربت او ستونزه کې وي ټول دولت بايد ټکان وخوري
په متحده عربي اماراتو کې يوه تقاعد شوي دولتي کارمند دعجمان راډيو ته زنګ وواهه ورته ويې ويل: تقاعدشوی يم ،دمياشتی لس زره درهمه تقاعد اخلم، خو د کور مې نه بس کېږي،مصروفونه ډېر دي، سړی په کوم يوه پسې ورسېږي بيخي مې زړه خوړين دی، ځه وکړو؟ د راډيو له وياند سره يې دخپل زړه درد شريکاوه، خو د راډيو د وياند لخوا په ريشخند او تمسخر ځواب ورکول کېده. تقربيا نيم ساعت وروسته د شيخ محمد بن راشد ال مکتوم د دفتر لخوا د راډيو مرکزي دفتر ته زنګ وهل کېږي او وياند له متقاعد سړي سره د تمسخر امېزه چلن له امله له راډيو شړل کېږي، د محمد بن راشد دفتر دټولنيزې رفاه وزير ته امر کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې ددې متقاعد سړي او نورو ټولو متقاعدينو اړتياوې وڅېړئ او وارزوئ!
يوه ورځ وروسته متقاعد سړی د وزيرانو شورا ته راغوښتل کېږي او د ۱۱ ميليارده درهمو په اندازه بوديجه د متقاعدينو د اړتياوو او ښه ژوند لپاره بېلېږي او همدې سړي ته د متقاعدينو د چارو د ارزولو د مشر څوکۍ ورکول کېږي.
د غونډې په پای کې محمد بن راشد خپلو وزيرانو ته په خطاب کې وايي کله مو چې يو وطنوال په زحمت او مشکل کې وي بايد ټول دولت ټکان وخوري.
ان اشتكي رأسه اشتكي كله، و ان اشتكي عينه اشتكي كله
