کراچیوانان د دې ټولنې ستر خادمان دي چې باید قدردانې یې وشي!
ډاکټر که روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، انجنیر که ساختماني مشورې ورکوي او د پوهنتون استاد که محصلان روزي، نو کراچیوان د ښار غریبو خلکو ته ارزانه خوراکي او غیر خوراکي توکې وړاندې کوي او د همدې کراچیوان له برکته د بزګر محصولات پلورل کیږي. کراچیوان د ښاروالۍ تر رشوت خور ماموره دې ټولنې ته ډیر مفید دی او تر هغه زیات د قدر وړ دی. دا یې پر موږ حق دی چې ټول ورته په درنه سترګه وګورو!
په شلمې پیړۍ کې ( چې د موډرنیزم دوره یې بولي) ښار جوړونه موټر - محوره وه چې په هر ځاي کې لوي لوي دوه منزله او درې منزله سړکونه او اسمان څکې ودانۍ جوړیدلې. د شلمې پیړۍ په اواخرو او د یوویشتمې پیړۍ په سر کې نور نو د موډرنیزم دوره او ورسره په ښارونو د موټر راج ختم شوی. اوسنۍ ښار جوړونه ( چې نوې اربنیزم یې بولي) په دې باور ده چې موټر زموږ له ښارونو ساه اخیستې. موټر نه یوازې دا چې له ښاره ژوند اخلي بلکې د هواء ککړتیا په څیر لسګونه نورې ستونزې هم زیږوي. د همدې فلسفې په اساس اوس د موټر د لویو سړکونو پر ځاي د بایسیکل او پلې لارو په بیخ بناء پانګه اچونه کیږي او تر سترو سترو شاپینګ سنټرونو کوچني محلي هټۍ غوره ګڼل کیږي. د ښار مسؤلین په دې فکر کوي چې څنګه کولی شي د ښار په منځ کې فعالیت، تحرک او کاروبار ته زمینه برابره کړي. د نړۍ د ښارونو ټوله هڅه دا ده چې خلک له موټر کارولو ډډه وکړي.
دا پړپړه مې ځکه ولیکله چې د کابل او جلال آباد ښار د کراچیوانانو موضوع یوه خورا مهمه او ستره موضوع ده او حل لاره یې دا نه ده چې یو رشوت خور او غل مامور ته ډانګ په لاس ورکړې چې د کراچیوانانو کراچۍ ماتې کړي او د خلکو حیثیت، عزت او شخصیت ووژني.
که ښار ته نظم راوستل غواړئ، دغه څو خبرې باید په پام کې ونیول شي کنه نو د کرونا د قرانطین په څیر به دا هم یوه ناکامه تجربه وي او بس.
۱. د کراچیوان کراچۍ که دې ماته کړه، سبا رکشا اخلي، په دې خبره فکر په کار دی چې د رکشا تاوان دې ښار ته زیات دی او که د کراچۍ؟
۲. دکراچیوانانو له سړکه شړل، یوه پایله دا ده چې د قوماندان صیب او حاجي صیب زوي ته لاره خلاصیږي چې په ښار کې ښکته او پورته په لوړ سپید خپل موټر وځغلوي؛ دلته د عدالت او د انساني حقوقو په موضوع فکر په کار دی؟ آیا دا ښار یوازې د موټر لرونکو او شتمنو دی او که غریب هم په دې ښار کې حق لري؟
۳. د کراچیوانانو په شړلو سره، په حقیقت کې په ښار کې لوړو بیو او قیمتۍ ته لار هواریږي. دلته بزګران، لاسي پلورونکي او کورنۍ یې او په ټوله کې عام پیریدونکي زیانمن کیږي.
څو نور بحثونه هم شته خو لیکنه اوږدیږي نور نو که چا ته یې خوند نه وي ورکړی، قصه کې یې هم نه یم!
والسلام
