ورور حکمتيار د جهادي، قومي او بهرنيو ميلمنو سره وکتل
سهشنبه؛ د جوزا ۳۱مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د کندهار، هلمند او غزني ولايتونو له يو شمېر جهادي او قومي مشرانو، د خيبر پښتونخوا له پخواني صوبايي وزير ښاغلي کاشف اعظم خليل، د AMC له ډايريکټر ښاغلي شاهجهان افريدي، د جماعت اسلامي د خيبر ضلعې له أمير ښاغلي شاه فيصل افريدي، د خيبر ميډيکل کالج له رئيس ښاغلي ډاکټر لعل محمد، ښاغلي عالمګير افريدي، ښاغلي ډاکټر مشتاق احمد او همدا راز د جماعت اسلامي د يو لوړپوړي ۱۶کسيز پلاوي سره وکتل.
په دغو کتنو پر يو لړ مهمو او بېلابېلو سياسي، اجتماعي، اقتصادي او تعليمي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
قدرمن مشر ياد پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست تر څنګ وويل:
موږ ټول د يو سنګر ورونه يو، هيلې او آرمانونه مو سره شريک دي، ټول د يوې کښتۍ سپاره يو، افغانستان کې د إشغال او نړيوالو زبرځواکونو پر وړاندې سپېڅلی جهاد زموږ او ستاسې د ګډې مبارزې پايله وه، بلکې دا د ټولې اسلامي نړۍ شريکه داعيه وه چې پايله يې د شوروي اتحاد پر ماتې او زوال منتج شوه، هغه چې چا يې تصور هم کولای نهشو، په داسې حال کې چې شوروي په ټوله نړۍ برلاسی او حاکم وو، الله تعالیٰ د افغانانو په لاس مات کړ.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
له شوروي اتحاد جګړه ناټو او امريکا ته په ميراث پاته شوه، الحمدلله حزب اسلامي د هغوی پر وړاندې هم تر ټولو لومړی جهاد اعلان کړ، هغه وخت چې چا د امريکا او ناټو له ډاره رپ وهلی نهشو، موږ همغه وخت له تهرانه خپل جهاد اعلان کړ، په تش لاس افغانستان ته راغلو، همغه مهال يو پاکستاني جنرال د يو چا په لاس احوال راولېږه چې پاکستان ته را نهشې، که راغلې، نو امريکايانو ته دې سپارو، هېڅچا هم د امريکايانو له ډاره سپوڼ نهشو وهلی، خو لله الحمد همغه مغرورې ناټو او بدمستې امريکا د مجاهدينو په لاس ماته وخوړه او د افغانستان پرېښودلو ته مجبور شول.
نوموړي د لويې جرګې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:
د لويې جرګې تر نامه لاندې انتصابي شوریٰ نهشي کولای چې زموږ ستونزې مهار کړې، تجربو ښودلې چې د يو آدرس له لورې د انتصابي جرګو جوړول نورې ستونزې هم زياتوي، يوازې انتخابي او د ولس استازې شوریٰ کولای شي زمونږه ستونزې حل کړي، داسې چې د هرې ولسوالۍ استوګن دې شوریٰ ته خپل منتخب نماينده وړاندې کړي او له همغه لارې د يو ټولمنلي نظام په جوړښت او تشکيل کې ونډه واخلي.
نوموړي دا هم وويل:
طالبانو ته وايو چې د بهرني مشروعيت پر ځای داخلي مشروعيت لاسته راوړئ، په دې سره بهرنيان خپله مجبورېږي چې تاسې په رسميت وپېژني.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر وينا؛ دا مهمه نهده چې حزب په انتخاباتو کې څه شی او څومره لاس ته راوړي، مهمه داده چې افغانان له دې بُحران ووځي او د قدرت لهپاره نور د هېڅچا وينه تويه نهشي، او افغانان په ذهني لحاظ دېته آماده شي چې د اقتدار لهپاره به نور د خپل ورور وينه نه تويوي.
د ښاغلي حکمتيار پر آند؛ څه چې په اسلام کې نهشته هغه ديکتاتوري او استبداد دی، او دا هغه څه دي چې ټول لوري يې بايد رعايت ته قلباً او ذهناً آماده شي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
