ورور حکمتيار د هېواد له فرهنگي، جهادي او قومي مشرانو سره وکتل
دوشنبه؛ د جوزا ۳۰مه، ۱۴۰۱ھش کال:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې له لندن مېشتي مشهور فرهنګي شخصيت ښاغلي وحيدالله عصمتي، د پروان ولايت له جهادي شخصیت استاد عبدالغفار رشیدي، د پکتيکا ولايت له قومي مشر حاجي عليجان، د پکتيا ولايت له قومي مشر حاجي موسیٰ رحیم، د ښاغلي رفیع الحق په مشرۍ له پاکستان هېواد د ځوانانو له يو راغلي وفد، د حزب اسلامي افغانستان د مشهور جهادي شخصیت ډاکټر نور الدین زاهد، د حزب اسلامي افغانستان د مشهور او مطرح سياسي شخصيت انجينير محمد امين کريم په ملتيا له مشهور سياسي کارپوه ښاغلي ډاکټر اکرم خپلواک، د بغلان ولايت له مشهور جهادي قومندان ښاغلي ميرويس جهاديار او دغه راز په ګاونډي هېواد پاکستان کې د مشهورو کورنيو او نړيوالو غږيزو او تصويري رسنيو له ژورنالستانو سره وکتل.
په دغو کتنو کې په يو شمېر بېلابېلو او مهمو سياسي، اجتماعي، أمنيتي، إقتصادي او تعليمي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي حکمتيار د ژورنالستانو راغلي پلاوي ته تر هرکلي او ښه راغلاست وروسته وويل:
تاسو ته معلومه ده چې موږ ته يو وران-ويجاړ افغانستان په ميراث پاتې شوی، نږدې څلور لسيزې زموږ هېواد د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د لاسپوڅو له خوا اشغال وو، د هغوی له وتو وروسته موږ ته يو داسې افغانستان په ميراث پاتې شوی چې د هرې برخې نهادونه يې نړېدلي، ناټو+امريکايان هم همداسې لاړل، افغانستان يې وران او ويجاړ پرېښود، هغوی غوښتل داسې ووځي چې د دوحې د توافق پر اساس يې دلته ګټې تضمين پاتې شي، خو بريالي نهشول، اوس يو ځل بيا غواړي دلته د خپلو نامشروع ګټو د تأمين لهپاره ستونزې او مشکلات پيدا کړي، او ګواښونه هم کوي.
نوموړي د ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو په رابطه زياته کړه:
متأسفانه؛ له ګاونډيو هېوادونو سره مو هم اړيکې ښې او د حساب وړ نهدي، زموږ دوه ګاونډيو خو يو مهال زموږ پر ضد داسې څه وکړل چې؛ که کړي يې نهوای، نو امريکايان به هېڅکله په اسانۍ نهوو توانېدلي چې افغانستان اشغال کړي، ايران هم دا کار وکړ او پاکستان هم، فعلاً هم دا اندېښنه شته چې خدای مهکړه! پاکستان يو ځل بيا د پرويز مشرف ناوړه سياست تکرار نهکړي، چې دا به واقعاً يوه نهجبرانېدونکي اشتباه وي.
نوموړي د خپل تحليل پر دوام دا هم وويل:
په تېرو شلو کلونو کې د کابل او اسلام آباد اړيکې خړ پړ ول، کابل به امريکايانو ته ويل: چې په وزيرستان بمبار وکړئ، ترهګر هلته پټنځايونه لري، او اسلام آباد به بيا دا شکايت کاوه چې ګواکې زموږ پر ضد ورانکارې کړنې له افغانستان رهبري کېږي. د نوموړي پر وينا؛ پهکار داده چې داسې يو حالت بيا تکرار نهشي او نهبايد دواړه هېوادونه د يو بل پر ضد سنګر ونيسي.
دغه راز قدرمن مشر د فعلي وضعيت په رابطه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:
موږ په مجموع کې ځينو مطالبو او مسائلو ته په پام سره له فعلي وضعيت راضي يو، حزب اسلامي افغانستان په دې هېواد کې د خپلې سياسي او جهادي مبارزې اوږده او اغېزمنه سابقه لري، فعلاً يې هم فعاليت او ونډه په ټولو قضاياءو کې فعاله او ځلانده ده، له حکومت سره ښې اړيکې لرو، د ستونزو پر وړاندې ګډ دريځ لرو، که څه هم په حکومت کې ونډه نهلرو، خو په ټولو مهمو قضاياءو کې د يو بل مرسته کوو.
د نوموړي پر وينا؛ هر هغه کار چې ګټه يې دښمن ته رسي، له هغې ډډه کوو، خپلو افرادو او عام ولس ته هم وايو او ويلي مو هم دي چې هېڅ داسې کار ونهکړي چې ګټه يې د افغانستان دښمنانو ته رسېږي.
همدا راز کله چې د نظام جوړونې په اړه له نوموړي پوښتنه وشوه، نو هغه يې په ځواب کې وويل:
طالبانو ته مو ويلي چې د ټولو مهمو قضاياءو په رابطه ملت ته رجوع وکړئ، د بهرني مشروعيت پر ځای هڅه وکړئ، څو داخلي مشروعيت لاسته راوړئ، کله چې بهرنيان وګوري چې دلته يو مشروع او د ولس له ملاتړه برخهمن استازی نظام شته، هغوی خپله مجبوريږي چې په رسميت مو وپېژني.
ښاغلي حکمتيار همدا راز د پاکستان او افغانستان د اړيکو د ښهوالي په اړه يوې پوښتنې ته په اشارې سره دا هم وويل:
افغانان له دې ناحيې سخت ځورېږي چې د ډېورنډ پر فرضي کرښو يې سپکاوی کېږي، سره له دې چې وېزه يې هم له ډېر سپکاوي او ځور وروسته په 1000ډالر ترلاسه کړي وي، خو بيا هم پر پوله له سپکاوي ډک چلن ورسره کېږي، که پاکستان له طالبانو سره مشکل لري، نو له هغوی سره دې حل کړي، له عامو افغانانو يې غچ اخيستل ظلم او بېانصافي ده. نوموړی زياتوي چې:
ما له عمران خان سره دا مسأله په جدي ډول مطرح کړه او هغه راسره ومنله چې د پولې دواړو خواوو ته به تګ-راتګ له پاسپورټ او وېزې پرته کېږي، خو متأسفانه چې عملي نهشوه.
د هغه پر وينا؛ پاکستان که غواړي د افغانستان له لارې له مرکزي آسيا سره راکړه ورکړه ولري، نو دلته بايد د يو قوي مرکزي حکومت منلو ته قانع شي، که دلته ستونزې وي، نو پاکستان يې هم له اغېزو خوندي پاتېدای نهشي. د ښاغلي حکمتيار له انده؛ د جهاد او هجرت له دورې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د ورورۍ فضا رامنځته شوې وه، خو متأسفانه په تېرو شلو کلونو کې هغه مهال چې پاکستان د کابل پر ضد د امريکا او ناټو مرسته وکړه، د ورورۍ دې صميمانه اړيکو هم ډېره صدمه وليده، اسلام آباد ته پهکار دي چې د افغانستان په اړه له داسې سياست او اقداماتو ډډه وکړي چې د افغانانو عزت او حيثيت ته صدمه رسوي او د هغوی افغاني غرور او احساسات ژوبلوي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
