No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏له ګونتنامو څخه د حزب اسلامي افغانستان ازاد شوی زنداني اسدالله هارون له قطر څخه کابل ته راستون شو.

: ‏په زلزله ځپلو سیمو کې خلک د زلزلې پرلپسې ټکانونو اندېښمن کړي دي.

پکتیکا ولایت کې د تېرې چهارشنبې شپې د شدیدې زلزلې وروسته، دغه ولایت نن او پرون هم د زلزلې د دوو ټکانونو شاهد وو، چې دغو پرلپسې ټکانونو خلک سخت اندېښمن کړي دي.

‏هاخوا بیا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، چې زلزله ځپلو ته د بېړنیو بشري مرستو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال او د سرې میاشتې اوسني رئیس یوسف کلا سره ټلیفوني خبرې کړي.

‏په دې ټلیفوني مکالمه کې کلا په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزله ځپلو پوښتنه کړې او ژمنه يې کړې، چې له زلزله ځپلو سره هر ډول مرستو او همکارۍ ته چمتو دی.

متقي ویلي، د اندونیزیا هېواد مرستې به په ښه ډول اړمنو کورنیو ته توزیع شي.

: ‏اسلامي امارت د لومړي ځل لپاره د سرپل په « بلخاب» کې د نښتو خبر تایید کړ.

د ا.ا دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امنیتي ځواکونو د بلخاب ولسوالۍ یو شمېر سیمې د بغاوتګرو له موجودیت پاکې کړې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په پاتې نورو سیمو کې هم تصفیوي عملیات ادامه لري.

: ‏د ریاست‌الوزراء لومړی معاونیت وايي، چې ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د بیات بنسټ له مشر «احسان‌الله بیات» سره په افغانستان کې د روغتیا، برښنا او مخابراتو په برخو کې پر پانګونې خبرې کړې دي.

: ‏د ریاست الوزراء اقتصاد مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې لا هم د افغانستان پر ضد دسیسې جوړیږي.

نوموړي دا څرګندونې نن په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې د رئیس‌الوزراء او ارګ د محافظت لپاره د نوو روزل شو کمانډویي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.

‏ملا برادر ویلي، چې هڅه به وکړي د اسلامي امارت پر ضد د جوړېدونکو دسیسو مخه ونیسي.

: ‏پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو سره د ترکمنستان هېواد د بشري مرستو ۲۰ ټنه جوپه کابل ته راورسېده، چې پکې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له خپل ایراني سیال امیر عبداللهیان سره په ټلیفوني مکالمه کې پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزله ځپلو په اړه خبرې کړي.

په دې مکالمه کې امیر عبداللهیان ډاډ ورکړی، چې له زلزله ځپلو سره به لازمې مرستې ترسره کړي.

‏امیر خان متقي هیله څرګنده کړې، چې ایران سره به د پیاوړو او ژورو اړیکو له لارې د سوداګرۍ په ګډون ټول مشترکات وده وکړي او دوه ګاونډي هېوادونه به نور هم سره همکار پاتې شي.

: ‏د روانې اوونۍ په لړ کې د افغانستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک شوی.

یاد تړون د افغانستان سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مهمند او روسيې سوداګرۍ شورا رئیس دمیترې انتانوف د سینټ پېترسبورګ کې لاسلیک کړی دی.

: ‏افغان تکواندوکار محسن رضايي د اسیا د اتلولیو سیالیو کې له دوو بریاوو او یوې ماتې سره د دغو سیالیو د برنز مډال ګټونکی شو.

سوېلي کوریا د تکواندو د اسیا اتلولیو سیالیو کوربتوبنه ده.

: ‏سید رستم اکبری، ملی پوش پیشکسوت تکواندو در رقابت‌های قهرمانی آسیا برنده مدال برنز شد

رقابت‌های تکواندو قهرمانی آسیا به میزبانی کوریایی جنوبی برگزار شده است.

: ‏په تېرو درېیو میاشتو کې د وسپنې پټلیو له لارې یو میلیون ټنه صادرات ترسره شوي دي. د راپورونو له مخې په تېرو درېیو میاشتو کې هېواد ته د وسپنو پټلیو له لارې شاوخوا ۹۶۰ زره ټنه توکي وارد شوې دي او دغه راز شاوخوا ۴۲ ټنه توکي له هېواد صادر شوي دي.

: ‏یونسیف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق په ویلي چې له زلزلې وروسته په زلزله ځپلو سیمو کې د غیر صحي اوبو او له دې امله د پېښېدونکو ناروغیو د موجودیت وېره شته وي، نو له همدې امله دوی دغه سیمو ته د اوبو د پاکولو او پاک ساتلو وسایل او درمل لېږلي دي.

: ‏ننګرهار کې د یوې دینې مدرسې دېوال نړيدلی چې له کبله يې ۱۳ شاګردانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ننګرهار کې روغتيايي چارواکو ويلي چې پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوګياڼيو ولسوالۍ د مرکز کږې بازار اړوند غونډۍ پاس سيمه کې شوې ده.

: ‏کابل کې له ځواکونو سره نښته کې دوه غله وژل شوي دي. د کابل د امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه د کابل د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند په خیرخانه سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو امنیتي ځواکونو سره پر مقاومت لاس پورې کړ.

: ‏د پکتیکا زلزله ځپلیو لپاره د افغان نومیالي کرکټر راشد فنډرایزنګ ۹۳ زره او ۷۴۶ پاونډو ته ورسېد.

درې زره او سل کسانو په کې افغانانو ته صدقات منلي.

: ‏د آلمان د بهرنيو چارو وزيره له پاکستان سره تر يوې هوکړې وروسته تمه لري چې ډېر ژر به نور زرګونه هغه افغانان چې محافظت ته اړتيا لري، آلمان ته ولېږدوي. تر اوسه تر ۲۱ زرو ډېر افغانان آلمان ته لیږدول شوي دي.

: ‏جان کربي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې مسکو د امریکا د دریځ په پام کې نیولو پرته کولی شي د طا لبانو حکومت په رسمیت وپیژني، وویل چې امریکا په دې وضعیت کې نه ده چې د طا لبانو په رسمیت پیژندنه وارزوي.

: ‏له تېرو څو اوونیو سختې جګړې وروسته روسي ځواکونو د سوېیردونېڅک ښار کلابند کړی دی او اوکرایني ځواکونو له دغه ښار څخه د وتلو لړۍ پیل کړې ده.

: ‏د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د افغانستان د زلزلې له زیانمنو سره د دوه مېلیون او ۵۰۰ زره پونډو له مرستې خبر ورکوي.

: ‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی ټوبي لنزر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ا.ا د تېر حکومت په پرتله د خوراکي توکو، امبولانسونو، درملو او نورو مرستو رسېدنه کې په بېړه اقدام کوي.

: ‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، پکتیکا او خوست ولایتونو کې دې له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وشي، که نه راتلونکې کې د بل بحران رامنځته کېدو احتمال شته دی.

دغه اداره زیاتوي، د پېښې ځای ته يې د رسېدلو ټیمونو په واسطه څلور زره او دوه سوه زلزله ځپلو ته مرستې رسولي دي.

: ‏د ناروې اوسلو کې تېره شپه یوه کلپ کې ډزو ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ناروې امنیتي چارواکي وايي، اوسلو کې په یوه نایټ کلپ کې د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

: ‏د هند د سیکهانو مشر جاتیدار بابا بالجیت سېنګ وايي، غواړي په کابل کې د سیکهانو هغه درمسال ترمیم کړي، چې تېره اونۍ په برید کې زیانمن شوی دی.

: ‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي، د افغان ښځو او نجونو د بشري وضعیت په اړه بېړنی بحث کوي.

د یادې شورا ویاند زیاتوي، دا بحث د فرانسې او اروپايي ټولنې وړاندیز له مخې جولای میاشت کې جوړېږي.

: ‏په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې زلزله ځپلو سره د بشري مرستو بله جوپه د خوست هوايي ډګر ته رسېدلې ده.

‏نوموړی وايي، د پېښې د ټپیانو درملنې او پاکستان ته يې د انتقال لپاره ۱۹ کسیز روغتیايي ټیم او ډاکټران له ۳ امبولانسونو او ګرځنده روغتون سره خوست هوايي ډګر کې پر ځای کړي دي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی، چې نړۍ د لوږې له یو بې مخینې بحران سره مخ ده.

نوموړي د ملګرو ملتونو سازمان له غړو غوښتي، چې د خوړو د خوندیتوب او په نړیوالو بازارونو کې د توکو د بیو د کمولو لپاره یوه بېړنۍ ناسته ترسره شي.

: ‏ترهګرې ډلې د سیمې هیوادونو کې د نفوذ لپاره افغانستان د یوې اډې په توګه کاروي.

د روسیې دفاع وزیر «سرگي شویگو» په دې هیواد کې د مرکزي اسیا هیوادونو له دفاع وزیرانو سره په ناسته کې ویلي چې سیمه کې دیني افراطیت، د مخدره موادو قاچاق او د پولو په اوږدو کې ترهگريز فعالیتونه ډیر شوي دي.

‏سرگي شویگو وایي چې د نړیوالو ترهگریزو ډلو مشران افغانستان ته د داسې یوې اډې په سترگه گوري پکې یوه لویه جهادي شبکه جوړه کړي، د ناارامو سیمو  څخه بهرني ترهگر پکې فعالیت وکړي او بیا ترې مرکزي اسیا هیوادونو کې نفوذ وکړي.

‏شویگو وایي سیمې کې دیني افراطیت، د مخدره موادو قاچاق او د پولو په اوږدو کې د ترهگريزو فعالیتونو په ډیریدو‌ سره د روسیې او سیمې هیوادونو ترمنځ همغږي پکار ده.

په دې ناسته کې د قزاقستان، ازبکستان، قرغستان او تاجکستان دفاع وزیرانو کډون کړی و.

: ‏چین په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د ۵۰ میلیونه یوانو په ارزښت د بېړنیو بشري مرستو اعلان وکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ټاکل شوې ددې مرستو لومړۍ جوپه د دوشنبې ورځ افغانستان ته واستول شي.

: ‏هند افغانستان ته د ۳۰۰۰ ټنو غنمو بله جوپه لیږلي ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي دې هیواد تر دې مهاله افغانستان ته ۳۳۵۰۰ ټنه غنم استولي دي.

: ‏تحریک طالبان پاکستان خبرداری ورکړی، چې هیڅکله به وسلې پر ځمکه کېنږدي او تسلیمي به ونه مني.

ټي ټي پي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې  پاکستاني سرتېري له قبایلي سیمو نه وځي؛ ویلي چې هیڅکله به وسلې پر ځمکه نه ایږدي او تسلیمي به ونه مني.

‏ټي ټي پي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، که د پاکستان له حکومت سره د سولې خبرې ناکامې شي، ټول پاکستان کې به جهاد پيل کړي او د اعلامیې له مخې دا جهاد به د پاکستان تر ازادۍ روان وي.

‏د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې له قبایلي سیمو د پاکستاني سرتېرو ایستل او له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یو ځای کول د ټي ټي پي هغه شرطونه دي چې پاکستان ته د منلو نه دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک