No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ح.ا.ا پیاوړی او زړور غازي مجاهد ‏اسدالله هارون تر کلونو بند وروسته د امریکا د ګوانتانامو له جهنمي زندان څخه خوشې شو.

د حکومت مسئولین تائیدوي چې اسدالله هارون له ګوانتانامو زندان څخه خوشې شو او دا مهال دوحه کې دی.

د ح.ا.ا امیر په مکرره توګه له امریکایی چارواکو سره د ښاغلي هارون د آزادۍ مسئله مطرح کړې وه چي باید آزاد شي، د هارون قید یو کال وړاندې پوره شوی وو او د یاد هېواد د محکمې له خوا همغه مهال باید آزاد شوی وو خو د نا معلومو دلایلو له امله د نوموړي د آزادئ موضوع ځنډیدلې وه.

دا مهال یوازې یو افغان بندي په ګوانتانامو زندان کې پاتې دی.

: د ح.ا.ا امیر ښاغلی حکمتیار حفظه الله د نن د جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: د پكتيكا، خوست او غزني؛ پراخي سيمي؛ او گڼ شمېر كلي؛ سختي زلزلې وځپل، يوه له سترو او ورانوونكو زلزلو؛ چي پراخ مالي او ځاني تلفات ئې درلودل؛ د شهيدانو او زخميانو دقيقه شمېره لا معلومه نه ده؛ ډېر لا تر ورانو دېوالونو او چتونو لاندي پاته دي؛ ابتدائي او تخميني شمېرې ښيي چي نږدې درې زره شهيدان او زخميان لري؛ له زيانمنو او غمجنو كورنيو سره په دې ستر غم كي شريك يو، هغوى ته تسليت وړاندي كوو؛ له الله تعالى ورته اجر او صبر غواړو، الله تعالى دي شهيدانو ته جنت او مجروحينو ته عاجل او كامل صحت وركړي. په ټولو افغانانو غږ كوو چي د دوى مرستي ته راوړاندي شي.

: د ح‌اا د أمير دفتر د اعلامیې له متن څخه: د ګوانتانامو له وحشتناك زندان؛ د هېواد د اصيل بچي او د استقامت او ثبات مجسم  انځور؛ ښاغلي اسدالله هارون آزادي دې ټولو اسلامپالو او مجاهدو افغانانو ته مبارك وي؛ په ځانګړې توگه د هغه درنې، مُجاهد پالي او صابري کورنۍ او په عموم کي د ګران هېواد ټولو آزادو، مؤمنو، مُجاهدو او مېړنيو ولسونو ته.

ښاغلي اسد الله هارون د عمر ۱۵کلونه؛ له خپل دين او هېواد د دفاع په جرم؛ د ګوانتنامو په کرغېړن زندان کي تېر کړل او د دې جهنمي زندان ټول وحشيانه او غير انساني تعذيبونه ئې په پوره متانت، شهامت او صبر سره وزغمل؛ د ح‌.ا.ا رهبري مقام او همدا راز د ح‌.ا.ا ټول خدای‌پال او مؤمن مجاهدين او مُخلص منسوبين د اتل هارون پر دې ستري اتلولۍ د وياړ احساس کوي او له الله تعالى هغه ته د ايمان په لار كي د مزيد ثبات او استقامت دعاء كوي.

: از متن خطبه نماز جمعه امروزی محترم حکمتیار حفظه الله امیر ح.ا.ا: در جريان بيست سال اشغال؛ برخى از مناطق كشور؛ چون باميان، داى كندى و پنجشير؛ آرام و فارغ از جنگ بودند؛ نه مقاومتى عليه اشغالگران را در آن شاهد بوديم و نه مخالفت با دولت؛ فرياد ها و شعار هاى سهم و مشاركت معنىٰ دار قبيله و قوم خاصى در حكومت را نيز از هيچ كسى نه شنيديم؛ بلكي عده اى از وضعيت راضى بودند و در اقتدار شريك و عده اى ديگر خاموش و ساكت. اگر كسى در مخالفت با اشغالگران و حمايت از مجاهدين صدائى بلند كرده؛ توسط مزدوران استعمار در همين ولايات سركوب گرديده؛ اما امروز؛ برخى با تمام توان و طاقت شان تلاش دارند اين مناطق را ناآرام و كانون جنگ هاى نيابتى؛ در پوشش حق خواهى ها و سهم معنىٰ دار در حكومت سازند؛ آن هم از سوى كسانى كه در گذشته با طالبان تعهد و بيعت داشتند؛ و اما با وجود تعهد با طالبان؛ هيچگاهى و در هيچ بخشى از اين مناطق؛ عملياتى عليه اشغالگران نداشتند؛ پس از سقوط حكومت قبلى؛ و سلطه طالبان بر كابل، به برخى از اين ها؛ مأموريت او پست هايى اختصاص يافت و تا زمانى كه بر اريكه قدرت بودند؛ نه اعتراضى داشتند و نه شكايتى؛ اما امروز از همين ها و به نمايندگى از آن ها از جنگ طلبان ديگر؛ صداى قيام مردمى و شعار هاى جنگ قومى مى شنويم؛ به اهالى اين مناطق توصيه و سفارش برادرانه و دلسوزانه داريم كه از جنگ افروزان حمايت نكنند؛ آتش اين جنگ خانه هاى شما را مى سوزاند و فرزندان شما را به كام مرگ مى فرستد؛ و سودش به نيروهايى خارجى مى رسد كه منافع شان را با ادامه جنگ و بى ثباتى در افغانستان گره زده اند؛ عاملين داخلى اين جنگ افروزى ها؛ در خدمت اجنبى اند و جنگجويان اجير؛ نه به منافع شما مى انديشند و نه به هيچ هدف انسانى و اسلامى تعهد و باورى دارند.

: از متن خطبه نماز جمعه امروزی محترم حکمتیار حفظه الله امیر ح.ا.ا: مردم در مجموع و اعضاء حزب اسلامى به گونه خاص از ما مى پرسند: در برابر توطئه هايى كه به هدف تحميل جنگى ديگر نيابتى؛ به راه افتاده؛ چه كنيم و چه موضع و روشى اختيار نماييم.

به ايشان مى گوييم: جنگ نيابتى و به حمايت مالى و نظامى نيروهاى اجنبى؛ نه تنها راه حل نيست؛ بلكه تكرار تجارب ناكام و خونين قبلى است؛ مخالفين مسلح؛ با تركيب كنونى و سوابقى كه دارند و سياست هايى كه داشتند و اعمال مى كنند؛ با هيچ معيار و ملاكى؛ بديل مناسب؛ عوض إمارت اسلامى نيستند؛ اكثريت اين ها؛ در دو دور اشغال؛ و در 44 سال گذشته؛ در كنار دشمنان بودند؛ از سوى اشغالگران بر اريكه قدرت نصب شده اند و امتحانى بد داده اند؛ و امروز نيز طرحى جز تكرار همان تجارب خونين قبلى ندارند.

: از متن خطبه نماز جمعه امروزی محترم حکمتیار حفظه الله امیر ح.ا.ا: به إمارت اسلامى گفته ايم و مكرراً مى گوييم: براى برون رفت از بحران؛ چاره اى جز اين نداريم كه: نخست مرجع با صلاحيت  تصميمگيرى؛ ممثل واقعى إراده ملت بسازيم و ثانياً؛ قانون اساسى جديد؛ مبتنى بر ارزش هاى اسلامى و ضامن تأمين عدالت اجتماعى؛ به مفهوم واقعى آن؛ داشته باشيم؛ صلاحيت تسويد و تصويب قانون اساسى نيز بايد به همين مرجع عالى تفويض گردد؛ و فرد فرد ملت؛ به آن تمكين كند. چگونگى نظام، تركيب حكومت، نحوه مشاركت در قدرت، وضع سياست هاى داخلى و خارجى حكومت، نقش احزاب سياسى و ساختار مجاز و مشروع آن ها، معضلات سرحدى با همسايه ها؛ و تمامى قضاياى مهم ملى؛ كه اجماع ملى را ايجاب مى كند؛ بايد از سوى همين شورىٰ مقتدر و ممثل ملت؛ تصويب و نهائى شود؛ تصاميم فردى، انحصارى، گروهى و قبيلوى؛ در اين قضاياى مهم ملى؛ نه تنها پذيرفتنى و عملى نيست؛ بلكه به تشنج، بى ثباتى و جنگ ها مى انجامد.

: ‏د جي پي سینگ په مشرۍ د هند ۴۰ کسیزه ټیم پرون کابل ته راغلی.

‏کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو پر اساس کابل ته د رسیدلي ټیم مشري د هند د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان ډیسک مسوول «جي پي سینگ» کوي او په دې ټیم کې د دیپلوماتانو او د تخنیکي کارکوونکو شاوخوا ۴۰ کسان شامل دي.

‏د معلوماتو له مخې دغه ټیم د روانې میلادي میاشتې په ۱۸ نیټې کابل ته را روان و خو هغه مهال یې سفر کارته پروان سیمه کې د سیکهانو پر درمسال د برید له امله لغوه شو.

: ‏د خوست او پکتیکا له زلزله ځپلو سره د پاکستان د مرستې دویمه جوپه رسیدلې ده.

پاکستاني چارواکي وایي دوی د دغو مرستو دوام ته ژمن دي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني خوست کې د پکتیکا د پېښې ټپیانو سره ولیدل.

نوموړي له ټپي شویو کسانو سره د نغدي مرستې ترڅنګ ډاکټرانو او د روغتون مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د زخمیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو  ګټه واخلي.

: ‏د پکتیکا ولایت په گیان ولسوالۍ کې یو ځل بیا زلزله شوې ده.

د راپورونو له مخې نن سهار د پکتیکا ولایت په گیان ولسوالۍ کې یو ځل بیا زلزله شوې چې له امله یې ۶ تنه مړه شوي او له ۱۱ ډیر ټپیان شوي دي.

: ‏ایران جهت کمک به ولایات زلزله زدهٔ افغانستان برای سومین بار محموله های امدادی فرستاد.

جمهوری اسلامی ایران در ۴۸ ساعت گذشته تا حال ۴ طیارهٔ مملو از مواد اولیهٔ ضروری به آسیب دیده های زلزله در افغانستان فرستاده است.

: ‏بر اساس گزارشها بعد از گفتگو های طویل عملیات نظامی بر مواضع مولوی مهدی در بلخاب آغاز شده است. ا.ا از چند هفته بدینسو با قوماندان سابقه دار طالبان در بلخاب یعنی مولوی مهدی که اخیراً ناراض شده بود مذاکره میکرد، قرار معلوم مذاکرات نتیجه نداده و عملیات نظامی ا.ا آغاز شده است.

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې نن سهار د عربي متحده اماراتو په خوراکي موادو بار یوه الوتکه هم د خوست هوایي میدان ته راورسیده.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د مجمع الفقه الاسلامیه نړیوالې ټولنې له رئیس، ورسره د بېلابېلو هېوادو علماوو، د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال، په کابل کې سفیر او استازو سره ناسته کړې ده.

‏په دې غونډه کې امیر خان متقي زیاته کړې، چې علماء پر اسلامي امت باندې د الله تعالی رحمت دی او په افغانستان کې د نوي اسلامي نظام حاکمیت د علماوو تر قیادت لاندې راغلی او رهبري کېږي.

‏د یادې ټولنې رئیس او استازو د نظام د استحکام او پرمختګ په اړه خپلې مشورې شریکې کړي او ټولو په اسلامي نړۍ غږ کړی، چې افغانستان کې له اسلامي نظام څخه کامل ملاتړ وکړي او خپلې همکارۍ او اړیکې ورسره لا ژورې کړي.

: ‏د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سولې لپاره کښت «Plant for Peace» موسسې له رئیس سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې افغانستان کې د کرنې، کانونو او د شاړو ځمکو د ابادولو په برخه کې پر پانګونې خبرې شوې دي.

‏د یادې موسسې رئیس ویلي، د دوی پانګونه په اوږدمهال کې د افغانستان بحران حل کولی شي او هدف يې د میلیونونو افغانانو د اقتصادي ستونزو حلول دي.

: ‏رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند، د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

په دې ټلیفوني مکالمه کې هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو او د پېښې قربانیانو ته پر بشري مرستو رسېدو يې خبرې کړې دي.

‏په دغو خبرو کې ملا محمد حسن اخوند ویلي، افغانستان له طبیعي پېښو ډېر زیانمن شوی، نړۍ او مرستندویه هېوادونه باید په دې برخه کې له زیانمنو او اړمنو خلکو سره بېرنۍ مرستې وکړي.

: ‏د افغانستان د تکواندو فدراسیون مسوولان وايي، د هېواد تکواندو لوبغاړی حسین لطفي د اسیا اتلوالیو په لومړۍ سیالۍ کې خپل کویټي سیال ته ماته ورکړه.

: ‏کورنیو چارو وزارت وايي، په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان د وطن کادري شتمني ده. دې وزارت ویلي، دوی تیار دي چې یاد کسان د خپلو زده کړو او مسلک مطابق په دندو وګوماري. کورنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې یاد نظامیان خپل هېواد ته راستانه شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

: ‏ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر فایق امنیت شورا ته:

افغانستان نور له جنګه ستړی دی، د ملي روغې جوړې بحث او اجماع ته دې فرصت په کې برابر کړای شي.

: ‏د یوناما معاون او سرپرست رامزالاکبروف امنیت شورا ته:

د کابل نوي واکمن اوس هم د پخواني افغان دولت کسان په نښه کوي.

: ‏د میانمار مشره انګ سان سوچي د دغه هېواد په مرکز کې یو زندان ته واستول شوه. د هغې حقوقي قضیه هم له محکمې څخه په زندان کې دننه یوې حقوقي ادارې ته استول شوې. نوموړې د تېرې چهارشنبې په ورځ زندان ته استول شوې ده.

: ‏د امریکا سنا جرګې پر وسلو د کنټرول هغه طرحه ومنله چې په تېرو څو لسیزو کې په دې تړاو لومړنۍ تر ټولو مهمه طرحه ګڼل کېږي. د دې طرحې له مخې پر ځوانانو د وسلو پلورونکي باید ډېر دقت وکړي او په اړه یې لا ډېر مالومات ټول کړي.

: ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو سره یو میلیون یورو مرسته کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک