د محمد رومان شيرزاد لیکنی
د صلحې لپاره یو بل زرین او مؤثر چانس!
افغان دولت دې له دغه چانسه ستره ګټه پورته کړي اوخپل مسئولیت دي اداکړي!
داچې هیواد!
په جنګ کې ښکیل دی نو له دغه جنګه ځيني په پردیو پوري تړلي طرفونه اعظمي منفي استفاده کوي اوپه خړواوبوکې ماهیان نیول غواړي.
داسبب دی چې صلحه یوه ستر انساني ،اسلامي، افغاني ارزښت چې څومره زرکیدای شي باید صلحه رامینځ ته کړو.
حکومت هم ویلي چې ډېرزربه قطرته یو با صلاحیته هیئت وليږي ترڅودصلحې خبرې بیا له سره شروع کړي.
مګر ای کاش حکومت دافغانستان د مؤثرواحزاب محدود خویوه قوی هیئت ته صلاحیت ورکړی وای چې کولای یې شول باذن الله یوه میاشت کې د ننه صلحه رامینځ ته کړي. اوهغه پدې چ...
نور ولوله
د کرونا روانه څپه کي د حکيم الکوزی له واکسين څخه بايد استفاده وشي
حکیم الکوزی!
هغه افغان حکیم اوطبیب دی چې د کرونا په زمانه کې په لومړي ځل افغان واکسین ایجاد اوعملاً یې پرزرګونوخلکو مجاناً وویشه اومؤ ثریت یې هم ثابت شو ،اوبل داچې د حکیم الکوزي واکسین تراوسه پوري جانبي عوارض مطلقاً ندي لرلي اوتراوسه ددې حکیم کوم مریض اکسیجن ته هم اړتیانده پیدا کړي،اونه هم څوک ویلی شي چې دالکوزي له واکسین خوړلو دې وروسته څوک الله مکړه په کرونا مړ شوي هم وي.
زما خپلوان په کابل کې چې له یوه سره په کرونا اخته شوي ول چې په هغوی کې خوانان زاړه ټول موجود ول دالله په فضل اوبیا دهمدغه حکیم پرواکسین ټول له یوه سره ښه شول.
داچې افغان دولت الکوزي ته توجه ونکړه اودهغه جوړشوی واکسین یې په محلي او نړۍ واله کچه له خپلو شپ...
نور ولوله
د محترم حکمتيار معقوله، قوي، سیاسي، طرحه ولي ونه منل شوه؟
د حزب اسلامي د قدرمن مشرښاغلي حکمتیارصاحب!
معقوله،قوي،سیاسي،طرحه ولي ونه منل شوه؟
دوهم : د کرزي صاحب په منځګړتوب د حکمتیار صاحب اورئیس جمهورترمنځ پټ ملاقات چې لانتیجه هم نه وه پرې مرتبه چا میډیا ته وړاندی اوافشاء کړل؟
دریم: د صلحې په اړه دیوې ملي با صلاحیته کمیسیون اوشوی چې پیشنهاد یې حکمتیارصاحب کړی وه ولي مسترداوبله طرحه چې عملي نده وضعه شوه؟
ایا دحزب اسلامي چې پراخ ولسي ملاتړد پنځوسو کلونو مسلحانه مبارزه او میلیونونه تعلیمیافته افراد لري پرته به کومه طرحه دولت عملي او پیادهکړل شي؟.
څلورم: که دحکمتیارصاحب عمل اومعقوله طرحه ونه منل شي ایا حکومت به له طالبانوسره دمذاکراتوکولووخت اوچانس ولري چې یوې هوکړې ته سره ورسیږي په داسي ...
نور ولوله
استرالیا افغانستان کې خپل سفارت وتاړه!
الحمد لله چې دغه وحشي اشغالګرهم په مخه شول الله دې دوی بیا دلته رنه اولي اوالله هغه څوک تباه اوبرباد کړي چې زمونږد هیواد دروازې بهرنیوته پرانیزي اوهغوی دلته مسلطول غواړي.
هیواد مورده اوڅوک چې له مورسره خیانت کوی هغه حرامي اوبې ناموس دی،پردي هیڅکله هم زمونږپه دردنه خوري داپردي دې چې مونږوژنی،مهاجرکوي مو اوزندانون ته مو لیږی اوپرحیثیت اوابروموتیری هم کوي ځکه خو د هغو ی پرخلاف جګړه یوه مقد س عمل دی اودازمونږاوهرانسان حق دی.
داپردي هیڅکله نه وتل لومړی که دالله فضل اوبیاد سرښندونکي ملت د مخلصو بچیانو قهرماني نه وای،دادغیرت،ننګ،جهاد برکت دی که نه د سره مخی شین سترګې حرامیان ویستل څه د ټوقو خبرې ندي اوصابونکیان،شامپویان، دا کارنشي کولای داد غرو داوسیدونکو کارنامه...
نور ولوله
ولې هېواد کې د ننه علماء په شهادت رسول کېږي؟
د نامرده هد في وژنو په سلسله کې د هیواد یوه بله منوره اوعالمه څېره د یوې مدروسې مؤامرې په درشل کې د شکردرې په سیمه کې د مسجد د ننه په شهادت رسول شوې.
مفتی نعمان(فضلي) چې یو دین دوسته،هیواد دوسته او د حق پلوی ځوان عالم وه په شهادت رسول شوي.
یادونه: له هیواد بهرعالمان خودوی ټول مخالفین یا د ښمنان بولي نو د هیواد دد ننه عالمان بیا څوک اوولي په شهادت رسوي؟ ایا ددا علم سره د ښمني ده که دعالم اوعلماووسره؟
اوکه په اساس کې له هرهغه چاسره د ښمني ده چې دین ته په چوپړکې واقع کیږي؟.
که داسي وي هیڅوک حق نلري له هیواده بهرمهاجرعلماء کرام ملامت کړي ځکه هغوی ته دهیواد دد ننه هیڅ ډول مصئونیت،او امان نشته...
نور ولوله
د کابل او هلمند دردناکې حادثې له یوه ځایه خړوبیږي!
فقط دومره توپیردی چې یو یې ځمکنی برید دی اوبل یې هوايې
اصلي هدف دافغان ولس تیرویستل، وژل، ډارول، زړه توري کول اود صلحې په مخالفت کې درول دي خو داهڅه ناکامه د پخوانیو ملحد ینوهم دا ډول هڅې کړي وي.
ځکه د صلحې په راتګ سره ټول کورني اوبهرنی پروژیان، قرارداد یان ، جاسوسان، شخصي ګټې اومفتي دغلامۍ اوذلت پیسې له لاسه ورکوي.
رشوت، غصب، انارشي، فحشاء، اداري فساداو پردیوو ته غلامي له مینځه ځي، خپلواکي رامینځ ته کیږي.
په داسي یوه حالت کې به غلامان کوښښ کوي وضعه پوره مختله او په خړواوبوکې ماهیان ونیسي ځکه دا ددوی وروستنۍ سلګۍ دي نوروخت نلري.
مګر دالله جل جلاله اراده شاید داسي نه وي،...
نور ولوله
د۱۳۵۷ ثور منحوسه کود تا او تر ننه د هغې بد اثرات!
له کومې ورځې چې د ثورتوره کود تا په ۱۳۵۷ د ثور په ۷ د څو تنه کمونستو، مزدورو جنرالانو پرمټ رامینځ ته شوه،له هماغه ورځې دافغانستان د بد بختۍ توره ورځ شروع شوه چې ترننه چې مونږ په ۱۴۰۰هـ ش کال کې قرارلروادامه لري اوڅولسیزې نسلونه ددغه تورې نا عاقبت اند یشه پردیپالې کود تا چې د روسانوپه امر اواشاره رامینځ شوي وه قربانيان یو.
ددغه ناولې اوبدشګونه کودتا پرمټ میلونونه افغانان بهرته په هجرت کولواړشوي اودوه میلونه افغانان ددغه تورې کود تا په سبب د روسانواوافغان کمونستانوپرمټ شهیدان شول او لکونه نوریې غرب اونورو هیوادونوته پناهنده شول چې تردې دمه لاهم دهجرت اوغربت لړۍ دوام لري.
افغان کمونستان چې ددې ټولې غمیزې اصلي عاملین او د روسي یرغلګر پوځ دراجلبولو اور او...
نور ولوله
د حزب او دولت تر منځ د سیاسي تقابل میدان ګرم شو!
د حزب غونډو بالاخره دولت اړ او چیلنج کړ چې هغه هم غونډو ته مخه کړي تیره ورځ یې په غازي سټيډیم کې د کابل د خلکو څخه چې د ګذر وکیلانو ته د نده سپارل شوې وه تر څو هر یو یې دوه دوه موټره خلک غازي سټډیم ته حاضر کړي او که داسي ونکړی د ملکي مهر به ور څخه واخيستل شي.
دې غونډه کې د میرمنو ونډه تقریباً د نارینه وو سره برابره وه خو بیا هم دغه غونډه د حزب د غونډو په پرتله لویه نه وه.
پوښتنه دا ده که دولت په ټولو امکاناتو سره چې لري یې ونشي کولای د یوه حزب په اندازه چې دولت کې هیڅ ډول ونډه نلري او نه هم د ګذر وکیلان لري او هیڅ ډول مادي امکانات هم نلري او بیا هم له دولت څو چنده غټې غونډې جوړوي څّه معنی لري؟
بل په یقین سره ویلی شو که په تیرو څو ځلو ټاکنو کې پرا...
نور ولوله
ایا رښتیا هم هیواد کې له اقلیتونوسره نا مناسب چلن کیږي؟
حقیقت څه دی؟ اوددغه داعیې ترشا کوم لاسونه قرارلري اوڅه اهدافوته رسیدل غواړي؟.
تېره ورځ انارکلي هنریار!
په یوه غونډه کې د هیواد د ننه د ځینوهیوادوالوله خوا له هغوی سره توکمیز اوتوپیري چلن په یادولوسره په ژړا شوه اواوښکي یې توی کړي.
داچې د میرمنو اوښکې د تاریخ په اوږدوکې پرناینو سخت اغیزکوي او د هغوی عاطفه راپاروي.
هنریاروایې دوی ته همیشه د ځینوهیوادوالوله خوا البته کابل کې ویل کیږي (ای کافر ای فلان وفلان یک روز به کشورتان هندوستان حتماً برمیګردید).
هنریار وایې له هیواده سره مینه لري خودغه ډول چلن یې سخته ځوروي.
په هرصورت ټولوته...
نور ولوله
حزب اسلامي د دوهم ځل لپاره بيا تاريخي لاريون تر سره کړ
حزب اسلامي د دوهم ځل لپاره هم نن دهیواد زړه کابل کې یو ستر پرامنه صلحه ایزمنظم لاریون نن ترسره کړ!
دغه لاریونچې زرګونه هیوادوالوپکې ګدون کړی وه د تیر لاریون چې د حزب اسلامی او افغان دولت ترمنځ د معاهد ې د نه پلې کولو د تطبیق اوهم د روانې صلحې د تائید او د ټولو حزبي او نورو بندیانو د خلاصون په موخه وه په تعقیب ترسره شو.
دلاریون یوه خوبي داهم وه چې هیڅ افغان ته پکې دیوې ذرې په اندزاه تکلیف ونه رسیده،ان داچې دضد غب پولیسو پکې قراردمه اوله لیري ننداره کوله اوهیڅ ډول احراج یې نه احساساوه چې لومړی دالله په فل اوبیا دحزب د رضا کارو ځوانانو له برکته وه چې لاریون باید مثالي وي او وه هم الحمدلله .
دغه لاریون اداخل اوبه...
نور ولوله
فرانسه کې د قوماندان احمد شاه مسعود په نامه سيمه ولې ونومول شوه؟
فرانسه کې د قوماندان احمد شاه مسعود په نامه یوسیمه ونومول شوه!
خو! فرانسې د قوماندان احمد شاه مسعود په نامه یوه لوحه چې واضحه پکې لیکل شوي (قوماندان) مسعود په هغه سیمه کې نصب کړې چې دده پرنامه شوي هلته یې ورته د شهید کلیمه نده لیکلې چې داولي؟
بل قوماندان احمد شاه مسعود زمونږ د هیواد یوپیاوړي جهادي قوماندان وه نو له فرانسې سره یې کله او پرکوم بنیاد اړیکی لرلي چې نن فرانسه اوله ډ ېرې مودي وروسته چې د مسعود د مړینې څخه تقریباً شل کاله تیریږي اړه شوه یوه سیمه دهغه پرنامه کړي؟
بل ایا دغه پروګرام د قوماندان احمد شاه د (یادبود) پروګرام وه که د هغه د زوی (احمد مسعود) د تسو یق،تقدیم اومعرفي کولواونړۍ ته د ښودلواو(شو) کولو برنامه وه؟.
...
نور ولوله
د کمال خان تاریخي بند دې ټول افغان ملت ته مبارک وي!
داهم باید هیرنکړو چې کمال خان بند له مهموتاریخی مراحلوتیرشوی او ټول هغه کسان چې ددغه بند په تأسیس ،ابتکار،بنسټ ایښودنه او تکمیل کې یې ونډه اخستی باید له یاده ونه باسو.
کمال خان د ټول افغان ملت تاریخي افتخاردی او دا ډول په یوه کمال خان اکتفا کول او هغه د ټولو کارونو پای بلل به سمنه وي.
که چیري کمال په ۷۸ میلیونه ډالرو جوړشوی او تکمیل شوی وي نو دا ډول کولای شو هیواد نور مهم پنځوس عاجل بندونه چې ټول ټا ۸۰۰ میلیونه ډالرشاید پرې راشي بایدجوړکړو.
د کمال بند جوړولو زیات وخت ونیو نوربندونه باید دی یو یا ددو کلونوموده جوړشي.
د کمال خان بنسټګرشهید موسی (شفیق) دی او د کار پیلوونکی یې شهید محمد داوود خا...
نور ولوله
