No-IMG

د صلحې لپاره یو بل زرین او مؤثر چانس!

افغان دولت دې له دغه چانسه ستره ګټه پورته کړي اوخپل مسئولیت دي اداکړي!

داچې هیواد!

په جنګ کې ښکیل دی نو له دغه جنګه ځيني په پردیو پوري تړلي طرفونه اعظمي منفي استفاده کوي اوپه خړواوبوکې ماهیان نیول غواړي.

 داسبب دی چې صلحه یوه ستر انساني ،اسلامي، افغاني ارزښت چې څومره زرکیدای شي باید صلحه رامینځ ته کړو.

حکومت هم ویلي چې ډېرزربه قطرته یو با صلاحیته هیئت وليږي ترڅودصلحې خبرې بیا له سره شروع کړي.

 مګر ای کاش حکومت دافغانستان د مؤثرواحزاب محدود خویوه قوی هیئت ته صلاحیت ورکړی وای چې کولای یې شول باذن الله یوه میاشت کې د ننه صلحه رامینځ ته کړي. اوهغه پدې چې د صلحې کمیسیون دډاکټرعبدالله په مشرۍ کې دیوه سیاسي جوړجاړي په درشل کې د صلحې د کمیسیون تشریفاتی ریاست ترلاسه کړخو ترڅلورو میا شتو تیردو وروسته هم یې  هیڅ لاسته راوړنه نلرله.

 نواوس یواځي مؤثرافغان احزاب اومطرح طرفونه کولای شي په قطرکې له طالبانوسره یوې رغنده هوکړې ته ورسیږي اوطالبان هم شاید پردغه احزابو باوراوحساب کوي چې د ماسکوغونډه کې هم ګډون کړی وه.

ایا افغان دولت تیار دی!!!

چې دغه ډول یوقوي مؤثرهیئت چې دهیئتې سره سره ددولت اوطالبانوترمنځ دیوه منصف اوعادل طرف په توګه منصفانه فیصله،منځګړتو اوهوکړه رامینځ ته کړی چې هم دولت اوهم طالبانواوهم ملت ته د منلو وړ وي؟.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک