No-IMG

فرانسه کې د قوماندان احمد شاه مسعود په نامه سيمه ولې ونومول شوه؟

فرانسه کې د قوماندان احمد شاه مسعود په نامه یوسیمه ونومول شوه!

خو! فرانسې د قوماندان احمد شاه مسعود په نامه یوه لوحه چې واضحه پکې لیکل شوي (قوماندان) مسعود په هغه سیمه کې نصب کړې چې دده پرنامه شوي هلته یې  ورته  د شهید کلیمه نده لیکلې چې داولي؟

بل قوماندان احمد شاه مسعود زمونږ د هیواد یوپیاوړي جهادي قوماندان وه نو له فرانسې سره یې کله او پرکوم بنیاد اړیکی لرلي چې نن فرانسه اوله ډ ېرې مودي وروسته چې د مسعود د مړینې څخه تقریباً شل کاله تیریږي اړه شوه یوه سیمه دهغه پرنامه کړي؟

بل ایا دغه پروګرام د قوماندان احمد شاه د (یادبود) پروګرام وه که د هغه د زوی (احمد مسعود) د تسو یق،تقدیم اومعرفي کولواونړۍ ته د ښودلواو(شو) کولو برنامه وه؟.

بل داچې دغه غونډې ته دډاکټرعبدالله عبدالله اونورولوړ پوړو چارواکوترڅنګ پخوانی افغان ولسمشرحامد کرزی هم وربلل شوی چې دده د بللوپه معنی هم پوه نشوچې له دغه برنامې سره یې څه تړاو لاره؟.

بل طرف په د یپلوماتیک لحاظ د یوه هیواد ولسمشرکه څه هم مستعفي یا لیري شوی وي حق لري ترټولو په لوړاومناسب ځای کې کښینی خو د لته برعکس داحمد شاه مسعود کوچنی زوی(احمد مسعود) له ټولو افغان مشرانومخ ته او پورته ځای کې فرنسویانو کښینولی چې داپخپله په ملي اوبین امللي او د یپلوماتیک لحاظ یوشنیع اوله هرډول د یپلوماتیکي اخلاقو لیري عمل دی.

بله داچې هغه فرانسه چې د مسلمانانو پرخلاف یې ډ ېرڅه وکړل اوڅوځله یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک شان کې رسمی اوغیررسمي ګستاخی وکړه، ګستاخانه اوکافرانه فلمونه اوکارتونونه یې جوړکړل اود نړۍ د تقریباً دوه میلیارده مسلمانانو احساسات یې مجروح کړل پرکوم اساس د یوه مشهور افغان جهادي مسلمان قوماندان لپاره یوه سیمه ځانګړي کوي چې دهغه پرنوم شي اوپه عین وخت کې پرحجاب،مسلمانانو،مساجدو پابندی لګوي ددې خبرې څه معنی کیدای شي ایا داخپله دیوه ستر جهادي افغان قوماندان ترمړینې وروسته اودهغه په غیاب  کې سترظلم،جفا اواهانت ندی؟.

یادونه: هیره دې نه وي چې داحمد شاه مسعود د ژوند وروستنی سفرهم چې ‌‌ډاکټرعبدالله عبدالله یې ملتیا اوترجماني کوله فرانسې ته وه اوپه فرانسه کې هغه له نړۍ والو مطرحو قوتونه رسماً غوښتنه وکړه چې که چیري دسترو دولتونو قوتونه چې فرانسه هم پکې شامله ده په افغانستان کې عاجله مداخله اومرسته ونکړي افغانستان به دالقاعدې اوطالبانو په محوري مرکز بدل شي.

فلهذا احمد شاه مسعود لومړنی مشهورافغان سیاسي او عسکري شخصیت وه چې یا یې خپله اویا یې د خپلو ملګروپه مشوره له بهرنیوویې د مرستې غوښتنه وکړه چې د طالبانواوالقاعدې د مخنیوي لپاره خپل قوتونه افغانستان ته راولیږي چې بیا تردې وروسته ۲۰۰۱ میلادي کې افغانستان عملاً اشغال شو.

خو! بل طرف د تعجب اوستر استفهام خبره داهم ده چې احمد شاه مسعود ددووفرانسوي ځوانانو چې د بلجیم هیواد تابعیت یې لاره په شمال یا پنجشیرکې د څو ورځومیلمستیا اوانتظار وروسته د یوې مرکې په ترڅ کې ترورکړل شوچې د لته څو خبرې مطرح کیږي.

لومړی: دتونسي خبریالانوڅخه دهغوی کامرې اوټول سامانونه اخستل شوی وه اوڅوورځې داحمد شاه مسعود د کسانوسره ول اوبیا د مرکې په ورځ یادوو دوو خبریالانوته چې اصلاً د(تونس) هیواداصلي اوسیدونکي او د بلجیم هیواد جعلي تابعیت ورسره وه (عبدالستار (دحمان) اوبل یې رشید (بوراوي) نومیدل ورکړل شول چې د مرکې پرمهال اود تقریباً د لسو د قیقومرکې کولونه بعد کوټه کې انفجارو شو اوپه دغه اثناء کې احمد شاه مسعود په شد ید زخمی حالت کې له کوټې راوځي او وایې(چه شد) لیکن ترننه هم داحمدشاه مسعود اصلي قاتلین اودهغه د ترور د برنامې اصلي طراحان ندي تشخیص شوي چې ایا دده ترور داخلي کاروه اوکه خارجي اوهغه دوه خبریالان چې دده مرکې ته راغلي ول ولي ځای پرځای ووژل شول اوهیڅ ډول مرئي یاغیرمرئي تحقیق ورسره ونشو؟.

داحمد شاه پلویانواوملګروته باید مشوره ورکړل شي چې ترهرڅه د مخه داحمد شاه مسعو داصلي قاتلینو پیژندل تردې ډ ېرمهم دی چې په فرانسه کې دې دهغه پرنوم یوه کوچنی سیمه ونومول شي چې هروخت یې د نوم د بدلیدو احتمال هم شته.

اخري خبره:

که داحمدشاه (مسعود) پلویان اومینوال رښتیا هم له مسعود سره مینه لري اودغه لاره تعقیبوي ترهرڅه د مخه دې داحمدشاه (مسعود) د تروردقضیې له سره کره اوپخه  پلټنه وکړي چې چا ترورکړ اوددغه ترورترشا د چا لاس وه؟

بل که چیري احمدشاه مسعود ژوندی وای ایا جمعیت به په دومره سترو ټوټو ویشل شوی وای؟.

بل داهم باید معلومه کړل شي چې فرانسه کې احمد شاه مسعود خپله یا بل چا مشوه ورکړه چې له بهرنیو هیوادونووغواړي ترڅوافغانستان ته مسلح قوتونه راولیږي او اشغال یې کړي؟.

بل طرف د مسعود په مرګ سره چا ته ګټه اوچاته تاوا ن ورسید اودهغه په مرګ کې کوم کورني اویا بهرني طرفونه شامل ول؟.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک