څارنوال سلیمان الکوزی

No-IMG

څارنوال سلیمان الکوزی

د څارنوال سلیمان الکوزی لیکنی

د قدرت په نېشه مست امرخیل!

دا یو عیني او منل شوی حقیقت دئ چي کله د استعمار  لاس پوڅي  د غلامۍ بدرنګه کړۍ  غاړې ته کړي نو بیا لزوماً باید د ضمیر او وجدان سره په خپل پخواني کور کې مخه ښه وکړي او خپل ټول ارزښتونه همالته تر خاورو لاندي کړي. دا د مرییتوب او غلامۍ تقاضا ده او له دې پرته غلامي تحقق نه مومي. دغه ناوړه اما ډيرو ته وړ او مطلوب حالت څه دغسې دی چې بیا له سړي خپله ټوله ماضي هیریږي او بیا هیڅکله ورسره ددې پوښتنو مجال نه وي چې زه څوک وم، څوک شوم او څنګه شوم او لا به څنګه کیږم؟  ځکه ده ته مقام، په قدرت کې بقاء، مادي امتیازات او خپل بادار یا آقا ته ژمنتیا لومړیتوب لري ترڅو خپل څښتن ته خپله ژمنتیا ثابته کړي چي ما هرڅه ستا د خوښۍ لپاره پریښي دي ته مې حال یې، راتلونکی مې یې او دریغه چې زه په دې هرڅه له وړاندي پوه وای...
نور ولوله

کابل ښاریان هره ورځ د اور په سرو لمبو کې؛ خو ارګ خیل بیا د سرو زرو په ماڼیو کې بد مست لیونیان!!

له کومې ورځې چي د قدرت تږي او د کُرسۍ بد مسته واکداران پدې پوه شول چي بهرنیانو هوډ کړی په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي او د بین الافغاني خبرو آترو په پایله کې یو نوی حکومت را منځ ته کړي نو په دوی د مرګ تبه ولګیده؛ لومړی کار یې دا وو چي د هند او فرانسې په مالي مرسته ملیشې جوړې کړي او په دوهم قدم کې یې له همغې لومړۍ ورځې بیا تر ننه دېته کار ویلی چي څنګه او په څه شکل بي ګناه ملکي افغانان هغه که په داخل د نظام کې دي او که له نظامه بهر ترور او په وحشیانه ډول یې ژوند واخلي ترڅو وکولای شي خپل بهرني باداران پدې قانع کړي چي ګواکې طالب سوله نه بلکه د جنګ دوام غواړي؛ تر څو بهرنیان د خپلو عسکرو له ایستلو منصرف او دوی په واک کې پاتې شي، د نظام مفسدو، غلو، قاتلو او نا اهلو چارواکو عملاً د ملیشه جوړونې پروسه پیل کړې ده او پ...
نور ولوله

از کمک چهار نیم کیلو گندم تا افزایش معاشات کارمندان از پنجاه افغانی إلا صد افغانی!

حتما شنیده اید، دیده اید و خبر شده اید که در این سر زمین بنام افغانستان حاکمان اش نه چیزی بنام شرم و حیا میشناسد و نه هم از ازیشان برخوردار هستند، روان شناسان عصر کنونی به این باور هستند که شرم و حیا از دور و بر حاکمان این کشور اصلاً بطور کُل کوچ کرده و هیچیزی همراه شان باقی نمانده؛ با در نظر داشت چنین وضعیتِ هر چیزی در اینجا نا ممکن نیست و هر عمل دور از عقل و منطق بشریت ممکن پذیر است بناءً نباید زمانی شنیدن و دیدن کدام کار خلاف اعم از خورد و کوچک حیرت انگیز و متعجب شد. طی بیست سال اخیر دزدی های میلیونی، چور و چپاول زیادی صورت گرفته و میگیرد که در نتیجه در سطح جهان فاسد ترین کشور دنیا شناخته شده است چون هر عضو کابینه از آغاز اولین روز کاری اش به همین فکر بوده و است که چقسم، چه مقدار پول ر...
نور ولوله

ټام بابا شکول کوي؛ لمسیان یې ګنډل کوي!

کوم کلیوال سړی په کلیو او بانډو کې په کوچنیو غلاوو مشهور وو کله چي د زامنو او لمسیانو څښتن شو نو زامن یې هم د ده په نقش قدم ولاړل؛ له ورځو څخه یوه ورځ د کلي سپین ږیرو سړي ته شکایت وکړ چي دا زامن او لمسیان د اصلاح کړه هر وخت زموږ له باغونو او فصلونو غلاوې کوي، سړي ځواب ورکړ وای چي غلا ونکړي نو بیا خو حرامیان شول باید یو څه خو نیکه ته هم ورته وي خبره یې په خندا او ټوکو ټکالو تېره کړې، سپین ږیرو ته یې عذر وکړ چي ستاسو په خاطر زه هڅه کوم چي نصیحت ورته وکړم او ستاسو مزاحمت نور نه کوي. نه پوهیږم دا خبره ترڅه را یاده شوه؟ اها، کیسه د ارګ تر غلو را یاده شوه که څه هم په ارګ کې نېک صالح شخص فکر نکړم پیدا شي ځکه مشر یې نړیوال غل دئ د بیت المال خزانه یې ټوله په بوجیو کې لبنان، متحده عربی اماراتو، امر...
نور ولوله

پلار د کلی غل او زوی د ارگ غل؛ مینه پال که چور پال؟

دواخان مینه پال څوک، د کوم ځای او د چا زوی دئ؟ دواخان مینه پال د زابل ولایت د شاجوۍ ولسوالۍ اوسیدونکی او د شاه باران زوی دئ په خټه کوچیان دي؛ شاه باران د وسلوالو غلو د یوې ډلې مشر وو او لا هم دئ، کسب او کار یې د پښ پر کنده د موټرو شکول، ناموسي جرایم، انسان وژنه خلاصه دا چي په هغه وطني اصطلاح چهار عیب شرعي انسان دئ؛ غل شاه باران دونه مشهور فاسد انسان دئ چي که په نوم د زابل او غزني له اوسیدونکو څخه پوښتنه وکړۍ نو په کیسو به یې ساعتونه ساعتونه وخت ونیسي. شاه باران غله به د هزاره محترم قوم اړوند کسان په زور راوستل او بیا به یې په زور ورباندې خټې او قلبې کولې حتی بسته قلعه یې په هزاره ګانو په زور جوړه کړله. د طالبانو د حکومت په اخیرو شپو ورځو کې زه د ...
نور ولوله

دا ګز دا میدان!

په افغاني ټولنه کې دا (دا ګز دا میدان) اصطلاح ډیره عامه او مشهوره ده؛ د کارونې ځایونه یې مختلف دي کله یې زورور کاروي او کله یې هم ضعیف طرف، زورور طرف یې چي و کاروي بیا یې نو عملاً ثابته وي خو بعضې وختونه د ضعیف طرف له لوري هم کارول کیږي هدف یې دا نه وي چي عملي ډګر ته و دانګي هڅه کوي چي مقابل لوری ورباندې و ډار کړي ترڅو له ده سره د مقابلې ډګر ته و نه دانګي خو د دې اصطلاح له کارولو وروسته ضعیف لوري سره بخت یاري نه کوي یا ښه شکست خوري او یا په بې سارې تېښتې سره بریالی کیږي. په دې کې بیا تر دې هم ډیر ضعیف اشخاص پیدا کیږي؛ کله چي پوه شي زور یې نه رسیږي او د مقابل لوري مقابله نشي کولای نو په سپکو، ورکو او بدو ښکنځلو پیل کوي دا یې نو د شخصیت هغه آخیري مرحله ده چي ښیي ډیر کم ظرفه او بې شخصیته انسان دئ....
نور ولوله

بې معدې سړی اوولس (۱۷) ډوله غوښه خوري!

اوولس ډوله غوښه یې خوړله، لا هم ډنګر وو د ښې اشتهاء‌  لپاره یې د دېرش میلیونو افغانیو ترکاري او سبزي همراه با غوښه معدې ته لیږدولې وه، خورا کم خوراکه و، شپه او ورځ یې د خدمت لاپې شاپې ویشتلې پر همدې لاپو شاپو يې ډېره انرژي له لاسه ورکوله اړتیا وه چې ډول ډول غوښې وخوري، غوایان، اوښان، پسونه، چرګان، په لنډه توګه د هوا، ځمکې او بحر له ټولو حیواناتو او د هغوی له غوښو څخه ګټه پورته کول یواځې د ده او د دوی انساني حق وو هسې یې هم یوځل ولس ته څلورنیمې کیلو غنم په یوه پلاستیکي کڅوړه کې تقدیم کړي ول نور نو ولس څه غواړي؟ خو یوه کمزوري يې درلوده چې معده یې نه وه او یا هم لویه برخه يې پلاستیک وه همدا بې عدالتي وه چې سم خوراک يې نه شو کولی او یواځې پر اوولس (۱۷) ډوله غوښه یې له مجبورۍ اکتفاء کوله. ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک