No-IMG

د قدرت په نېشه مست امرخیل!

دا یو عیني او منل شوی حقیقت دئ چي کله د استعمار  لاس پوڅي  د غلامۍ بدرنګه کړۍ  غاړې ته کړي نو بیا لزوماً باید د ضمیر او وجدان سره په خپل پخواني کور کې مخه ښه وکړي او خپل ټول ارزښتونه همالته تر خاورو لاندي کړي. دا د مرییتوب او غلامۍ تقاضا ده او له دې پرته غلامي تحقق نه مومي. دغه ناوړه اما ډيرو ته وړ او مطلوب حالت څه دغسې دی چې بیا له سړي خپله ټوله ماضي هیریږي او بیا هیڅکله ورسره ددې پوښتنو مجال نه وي چې زه څوک وم، څوک شوم او څنګه شوم او لا به څنګه کیږم؟  ځکه ده ته مقام، په قدرت کې بقاء، مادي امتیازات او خپل بادار یا آقا ته ژمنتیا لومړیتوب لري ترڅو خپل څښتن ته خپله ژمنتیا ثابته کړي چي ما هرڅه ستا د خوښۍ لپاره پریښي دي ته مې حال یې، راتلونکی مې یې او دریغه چې زه په دې هرڅه له وړاندي پوه وای.

 ها! خبره څه وه او چیرته ولاړه؟  ضیاء امرخیل مې یاداوه هغه چې کټ مټ په داسې یو حالت کې قرار لري چې پورته مو ترې ذکر وکړ او باور وکړی چې له هر راز مبالغې پرته نوموړی په همداسې یو حالت کې قرار لري کوم چې ماته له لري ځورونکی دی اما هغه پکې نیژدې سخت خوشاله او که تر هغه دا کرښې ورسیږي او ویې لولي نو له دې به هیښ شي چې دا څنګه او چا زما د اصلیت داسې یوه رښتونې مظاهره کړې؟ اما په دې به اډو باک هم رانه وړي چې د هغه د حال مو څرنګه څرګنداوی کړی. ځکه لکه چې وړاندي مو وویل؛ هغه پکې خوشال دی او هغه د چا خبره ښه پکې خوشاله او هغه مجبور دی او له حده زیات مجبور ځکه کوم څه چې یې د خپل وجدان، ضمیر، شرف، وقار او ټولې ماضي په بیه ترلاسه کړي؛ اړ دی ویې ساتي او د همدې لپاره اړ دی د خپل بادار ډول ته سورنی ووهي او هغسي یې و وهي چې بادار یې غواړي، کنه نو سبا نه دنده شته، نه ولایت، نه ستره سلاکاري او نه هم د تورخم له ګمرک نه بوجۍ ـ بوجۍ حرامې؛ بلکه برعکس بیا به څارنوالي وي، امرخیل به وي، له کلینرۍ تر ګوسفند چرانۍ به یې ټول دفتر راسپړل کیږي، او پر علیه به یې کارول کیږي.

زه د نوموړي د ژوند په نورو اړخونو خبره نه کوم او خدای شته د دې کار لپاره راسره نه وخت شته او نه هم علاقه اما دا چې نوموړی د کابل د مفسدې او پردیپالې ادارې له لوري د حزب اسلامي سر د سولې ګډ کمیسیون  تش په نوم رییس دی او نه یوازې داچې په یاد مقام کې یې د هیڅ راز مکلفیت اداینه نه ده کړې او په تیرو یو نیم کال کې یې په پوره بیشرمۍ او سپین سترګۍ د خپلو مکلفیتونو څخه غاړه خالي کړې تېره ورځ یې د خپل همیشني عادت او تربیت په لړ کې د سپین سترګۍ او بې حیاتوب رکارډ جوړ کړ او په خورا متضحانه انداز کې یې د  حزب اسلامې افغانستان د محترم امیر ښاغلي حکمتیار د معاهدې د نه تطبیق اړوند څرګندونو په اړه یوه بې معنی، بې مفهومه، له حقایقو لرې، له درواغو او ناسمو معلوماتو ډکه اعلامیه خپره کړه چې حتی یو ماشوم هم ورباندې پوهیږي چي دا اعلامیه یوازې او یوازې د تورخم څخه د راغلیو حرامو پیسو په بیه خیټې ته د مردارو خوړو د بدبویي او تعفن خارجول وو بل هیڅ نه.

پدې اړه څو مختصر عرائض لرم چي ستاسو درنو لوستونکو او د سولې ګډ کمیسیون تش په نوم رییس پاملرنه ورته را ګرځوم:

په کوم وخت کې چي د دولت او حزب اسلامي ترمنځ توافقنامه لاسلیک شوه تاسو حتی ځان د حزب خواخوږی او غړی بللو او د ولسمشر اشرف غني مخالف؛ نن په ډیره سپین سترګۍ د حزب اسلامي د محترم امیر د څرګندونو په وړاندې له ناسمو معلوماتو ډکه اعلامیه خپروۍ په داسې حال کې چي تاسو اصلاً د موافقتنامې په اړه هیڅ معلومات نلرۍ چي موافقتنامه کې په څه شکل او په کومو موادو ژمنه او توافق شوی؛ متاسفانه تاسو موافقتنامه دقیقه نده لوستلې مهرباني وکړۍ یو ځل یې دقیقه ‏ولولۍ ترڅو وکولای شۍ د حقایقو په رڼا کې اعلامیه صادره کړۍ، که تاسو موافقتنامه دقیقه لوستلې وای نو نن به مو پخپله اعلامیه کې تنها د بندیانو د موضوع په اړه هوایي وضاحت نه ورکولو، په معاهد کې د مهاجرینو د راستنیدو (چي په لومړي قدم کې به د نصرت مېنې شل زره کورنیو ته سر پناه برابریږي)، د ملکي او نظامي کادرونو د ادغام او جذب، شهیدانو او معلولینو موضوع ګانې هم شاملې دي خو بدبختانه تاسو پدې اړه د شوو ژمنو او مکلفیتونو د اداینې په برخه کې یوه کلمه هم نه ده ویلي؛ ګویا داچې دې برخې ته مو د دروغو هیڅ ټریک جوړ نشو !! آیا په ګډ کمیسیون کې تاسو یوازې د بندیانو د آزادولو مسئولیت درلود؟او که مو نور مسئولیت هم درلود؟ که احیاناً ستاسو مسئولیت تنها د زندانیانو د آزادولو مسئله وي نو بیا ولې لا هم د حزب اسلامي بندیان په بندیخانو کې پاتې دي؟ اوس هم په پلچرخي، بګرام ...... او د ولایاتو په ګڼ شمیر زندانونو کې زموږ په زرګونو بندیان پاتې دي حتی په ګوانتنامو کې یوازینی افغان اسیر د حزب اسلامي غړی دئ؛ علت څه دئ ولې نه آزادیږي؟ د پروسې له پیل څخه بیا تر ننه پورې د سولې ګډ کمیسیون، امنیت شورا او نورو اړونده ادارو ته په مکرره توګه د حزب اسلامي د زندانیانو لیستونه لیږل شوي د اسدالله هارون په شمول چي په ګوانتنامو زندان کې زنداني دئ.

په تېرو څلورو کلونو کې د دولت له خوا په مکرره توګه د کمیسیون مسئولین بدل را بدل شوي له اتمر او خپلواک څخه پیل بیا تر امرخیل پورې؛ اوس مهال خو لا دادئ چي پوره اته میاشتي کیږي چي د سولې ګډ کمیسیون هیڅ رسمي رییس نلري او ښاغلی امرخیل اوس مهال د ننګرهار والي دئ چي د توافقنامې له عملي کیدو هیڅ معلومات نلري په ځانګړي ډول د زندانیانو په اړه د بیلګې په توګه د زرجان په نوم د حزب اسلامي یو تن زنداني دئ چي (۱۸) کاله کیږي د پلچرخي په زندان کې زنداني دئ تر دې دمه د سولې کمیسیون په هیڅ لیست کې ندئ نیولی خو د حزب اسلامي له اړخه په مکرره توګه دوی ته معرفي شوی.

ښاغلی امرخیل!

متاسفانه د بندیانو په اړه ستاسو معلومات کاملاً ناسم او غلط دي؛ دولت په رسمي توګه حزب اسلامي ته تقریباً (۸۵۰) نفره د موافقتنامې مطابق آزاد کړي، (۱۴۵۰) نفره زندانیان د طالبانو په لیست کې آزاد شوي او (۷۰۰) نفره زندانیا د کرونا ناروغۍ، د اخترونو او د حبس د اکمال په اساس آزاد شوي نه له حزب اسلامي سره د توافقنامې په اساس.

د زندانیانو د آزادولو په اړه د موافقتنامې یولسمه ماده په واضحه توګه صراحت لري چي د حزب اسلامي ټول زندانیان به د دوه میاشتو په دننه کې په کمه موده کې آزادیږي نه کوم مشخص تعداد خو دا دئ تقریباً څلورنیم کاله پوره شول چي د حزب اسلامي زندانیان تر (۵۰%) زیات لا هم په زندان کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي په داسې حال کې چي که د حزب اسلامي ټول زندانیان په خپل وخت سره آزاد شوي وای نو د سولې په برخه کې یو ستر ګام وو کولای مو شوای چي د اعتماد یوه ښه فضا رامنځ ته شوې وای نن به له طالبانو سره د خپلو اسیرانو هیڅ تشویش موجود نه وو.

دا هم باید په ډاګه شي چي د آزادو شوو زندانیانو په اړه له دولت سره توافق شوی وو او ژمنه یې کړې وه چي دولت به دوی ته د کار، زده کړو، تداوۍ او د حرفوي کورسونو زمینه برابروي؛ متاسفانه لکه څنګه چي دولت په نورو برخو کې د توافقنامې بند بند تر پښو لاندې او عمل یې ورباندې ونکړ پدې برخه کې هم ستره جفا او ظلم وکړ حتی یو زنداني ته یې هم دا زمینه سازي ونکړه.

دولت پدې څلورنیمو کلونو کې د موافقتنامې په هیڅ ماده او بند عمل ونکړ او په مکرره توګه یې نقض کړه فقط او فقط په مکرره توګه یې خپلې ژمنې ماتې او تر پښو یې لاندې کړې.

ښاغلی امرخیل!

خو دادی نن پر ځای د دې چې د خپل مکلفیت نه ادا کولو، نا لایقۍ، ضعف او کم ظرفیتۍ له امله د شرم او خجالت احساس وکړې؛ د هوا په ګزولو او خیالي محاسباتو سره هڅه کوې چې په نورو مناسبتونو کې د حزب د خوشي شوو بندیانو امتیاز د ځان او فاسد ټیم په ګټه تمام کړې او د واقعیت څو برابره ارقام خپاره کړې او په دې توګه کرایي فیسبوک چلونکو ته سوژه پیدا کړې او خپل دجال بادار ته د خپلې بلا قید او شرطه غلامۍ یو بل اظهار وړاندي کړې.

ستا او ستا د بادار ارګ او سیکلر ټیم پدې ټولو وعده خلافیو بر سیره لا  هم زړه سوړ نشو او د حزب اسلامي د امیر د محافظینو په کمولو یې پیل وکړ چي (۱۵۲) نفر یې ورنه حذف کړل او (۱۸۰) تنه یې  عامه نظم ته  انتقال کړل چي لا تراوسه یې ورته هیڅ نوعه حقوق ندي اجراء کړي.

ښاغلی امرخیل تاسو دونه خپل حیثیت له لاسه ورکړی لویدلی او ذلیل شوي یاست چي لومړی مو د حزب اسلامي امیر حکمتیار صاحب د څرګندونو په اړه یوه دروغجنه او له غلطو معلوماتو ډکه اعلامیه خپره کړه؛ پدې مو اکتفا ونکړه او خپل د دفتر رییس ته مو دنده ورکړه چي ته نو اوس یو څو ښکنځلې هم نشر کړه؟ آیا دا څوکۍ، قدرت، مادي امتیازات، د یو سیکولر او پردیپال رییس جمهور ملګرتیا دونه تاته محترمه شوه چي خپل رهبر د ورباندې و کنځلو؟!

تر کله به ته د تش په نوم ولسمشر والي یې؟ تل به ته د رولا غني د لوڅو پونډیو په منځ کې سجده کوې؟ او که به کومه ورځ سر پورته کوې او د الله په طرف به مخ اړوې؟ نو بیا به ته الله ته څه ځواب لرې چي د یو مسلمان مجاهد رهبر د توهین کولو او په زندان کې دې د مجاهدو اسیرانو په اړه دروغ او بهتان ویلو چي ګواکې دا د مواد مخدر، اختطاف........ په نوم بندیان شوي وو په داسې حال کې چي ته ځانته مسلمان او د قرآن حافظ هم وایې.

هیله ده د دې متن په لوستلو مو عقل سر ته راغلی وي او خپلې غلطیان بیا تکرار نکړې.

والسلام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک