No-IMG

ټام بابا شکول کوي؛ لمسیان یې ګنډل کوي!

کوم کلیوال سړی په کلیو او بانډو کې په کوچنیو غلاوو مشهور وو کله چي د زامنو او لمسیانو څښتن شو نو زامن یې هم د ده په نقش قدم ولاړل؛ له ورځو څخه یوه ورځ د کلي سپین ږیرو سړي ته شکایت وکړ چي دا زامن او لمسیان د اصلاح کړه هر وخت زموږ له باغونو او فصلونو غلاوې کوي، سړي ځواب ورکړ وای چي غلا ونکړي نو بیا خو حرامیان شول باید یو څه خو نیکه ته هم ورته وي خبره یې په خندا او ټوکو ټکالو تېره کړې، سپین ږیرو ته یې عذر وکړ چي ستاسو په خاطر زه هڅه کوم چي نصیحت ورته وکړم او ستاسو مزاحمت نور نه کوي.

نه پوهیږم دا خبره ترڅه را یاده شوه؟ اها، کیسه د ارګ تر غلو را یاده شوه که څه هم په ارګ کې نېک صالح شخص فکر نکړم پیدا شي ځکه مشر یې نړیوال غل دئ د بیت المال خزانه یې ټوله په بوجیو کې لبنان، متحده عربی اماراتو، امریکا او انګلیستان ته و لیږدوله همدا تېره ورځ د رسنیو د راپور له مخې د مرکزي بانک عایدات (۹۷%) سلنه کم شوي هغه درې (۳%) هم ممکن په غلطۍ کې ورنه پاتې شوي وي د ارګ سر لاری او نړیوال غل ټام بابا اشرف غني نومیږي د لبنانۍ رولا خاوند دئ ځان د افغانستان ولسمشر بولې خو کار یې شپه او ورځ چور او تالان دئ، د سیګار تازه راپور وایي چي تردې مهاله له افغانستان څخه په غیر قانوني توګه (۴.۵$) میلیارد ډالر بهر ته لیږدول شوي دي بل پلو نن د ولسي جرګې وکیلانو او رییس اندیښنه وښوده چي د هېواد د خزاني باختري طلا په خطر کې ده خدای مه کړه غلا شي نو بهتره ده چي پدې اړه اقدام وشي او یو باوري هېواد ته ولیږدول شي.

د رولا غني خاوند خپل څو نږدې افراد صرف همدېته ګمارلي چي له هېواده پیسې غلا او بهر ته یې و لیږدوي هغه کسان عبارت دي له فضل فضلي، داود نورزی، حشمت غني، اجمل غني او اجمل احمدي. جالبه داده چي دلته د کلیوال سړي سړي کیسې ته په کتلو، کیسه سر چپه ده ټام بابا غلاوې کوي او یوه ګله ټامي لمسیانو یې همدېته کار ویلی چي د نړیوال مفسد او تش په نوم ولسمشر ټام بابا غلاوې توجیې او ورنه دفاع وکړي له شاه حسین مرتضوی، دواخان مینه پال پیل او بیا تر نورو .....

د لومړي ځل لپاره د ټام بابا له چور او تالان څخه د حزب اسلامې امير ښاغلي حکمتیار پرده پورته کړه؛ څرګنده یې کړه چي د هېواد هوایي ډګر ته له نوم او نښان څخه پرته الوتکې راځي د ځانګړو قواوو له خوا یې امنیت نیول کيږي او بیا په کې پیسې او قیمتي توکي بهر ته انتقالیږي، د ښاغلي حکمتیار له دې څرګندونو سره جوخت د ټام بابا لمسیانو په ګنډلو شروع وکړه پرته لدې چي منطقي استدلال وکړي د موضوع د رد لپاره شواهد او اسناد وړاندې کړي په ښکنځلو او سپکو ویلو یې پیل وکړ چي پخواني وختونه اوس تېر شوي اوس دلته نظام او اداره موجوده څه د ملا نصرالدین قلعه نده چي هر څوک پخپل سر راشي؛ بل پلو د ښاغلي حکمتیار له څرګندونو دوه ورځې وروسته د امریکا د پلټنې یا سیګار ادارې له افغانستان نه د پیسو او قیمتي توکو د قاچاق په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړ چي وړاندې ورته اشاره شوې خو یو ټامي هم غوږ ونه ښورولو ټول چوپه خوله پاتې دي.

د ارګ شمول په ټولو وزارت خانو کې فساد اوج ته رسیدلی؛ وزیر یا کوم بل لوړ پوړی چارواکی چي د ارګ خیلو لپاره غلا ونکړي او یا یې ارګ خیلو سره يې تقسیم نکړي په عاجله توګه ورته دسیسه جوړوي او په بدنامۍ سره یې له دندې ګوښه کوي ښه بیلګه یې تازه د مالیې وزارت او د روغتیا وزارت د وزیرانو ګوښه کیدل وو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک