کابل ښاریان هره ورځ د اور په سرو لمبو کې؛ خو ارګ خیل بیا د سرو زرو په ماڼیو کې بد مست لیونیان!!
له کومې ورځې چي د قدرت تږي او د کُرسۍ بد مسته واکداران پدې پوه شول چي بهرنیانو هوډ کړی په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي او د بین الافغاني خبرو آترو په پایله کې یو نوی حکومت را منځ ته کړي نو په دوی د مرګ تبه ولګیده؛ لومړی کار یې دا وو چي د هند او فرانسې په مالي مرسته ملیشې جوړې کړي او په دوهم قدم کې یې له همغې لومړۍ ورځې بیا تر ننه دېته کار ویلی چي څنګه او په څه شکل بي ګناه ملکي افغانان هغه که په داخل د نظام کې دي او که له نظامه بهر ترور او په وحشیانه ډول یې ژوند واخلي ترڅو وکولای شي خپل بهرني باداران پدې قانع کړي چي ګواکې طالب سوله نه بلکه د جنګ دوام غواړي؛ تر څو بهرنیان د خپلو عسکرو له ایستلو منصرف او دوی په واک کې پاتې شي، د نظام مفسدو، غلو، قاتلو او نا اهلو چارواکو عملاً د ملیشه جوړونې پروسه پیل کړې ده او په زرګونو خلک یې په شمالي ولایتونو کې مسلح کړي دي.
د کابل ښار دننه او په یو شمېر نورو ښارونو کې هره ورځ د ګڼ شمېر هدفي وژنو شاهدان یو، هره ورځ لږ تر لږه له (۵-۱۰) نفرو پورې یوازې په کابل ښار کې د چاودنو او ډزو په پایله کې وژل کیږي خو دولت یې په ډیره اسانۍ سره پړه پر طالبانو اچوي اما طالبان د ۹۷% پېښو مسئولیت نه اخلي او دا کار په دولت پورې د تړلو کړیو کار بولي.
راشۍ د بیلګې په توګه څو پېښو ته په لنډه توګه اشاره او ورباندې تمرکز وکړو همدارنګه دا هم باید په ډاګه کړو چي آیا دا اوسنۍ چاودنې رښتیا هم مقناطیسي چاودنې دي او که د شپې له خوا د دولتي موټر تم ځایونو کې ځای پر ځای شوي ماینونه او د ورځې له خوا په ټاکلي وخت چاودنې ور کول کیږي؟
۱- د کابل پوهنتون پر زده کړیالانو مرګوني حمله؛ د کابل پوهنتون درې(۳) سترې او په امنیتي وسایلو امنیتي افرادو مجهزې دروازې لري، هیڅوک له تلاشۍ پرته نشي داخیلیدلی خو حمله کوونکي څنګه له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره داخل شول؟ د پوهنتون استادان د هویت کارت له درلودلو پرته نشي داخیلیدلی خو وسلوال بیا له وسلو سره داخلیږي، ولې د پوهنتون په عمومي دروازه کې برخورد ونشو؟ که حمله کوونکي په تورو شیشو موټرو کې داخل ته نه وي دننه شوي نو څنګه له دروازې څخه بیا له دونه پریمانه مهماتو سره دننه شول؟ ګڼ شمېر عیني شاهدان وایي چي وسلوالو د پوهنتون په داخل کې ډزې پیل کړې او ګڼ شمېر زده کړیالان یې په شهادت ورسول او زیات شمېر یې ټپیان کړل.
ولې دولت تر ننه د دې پېښې په اړه چوپه خوله پاتې دئ او ولس ته ښکاره ځواب نشي وړاندي کولی واضح ده چي دا پېښه نه د طالب کار وو او نه هم د داعش بلکه په ارګ کې د ناستو وحشي صفته قاتلینو کار وو.
۲- د مرکزي بانک پر کار کوونکو برید؛ د یادو کار کوونکو موټر هره شپه په دولتي پارکینګ کې ولاړ وي نه په کوم شخصي تم ځای کې.
د یما سیاوش او همکارنو پر موټر برید څخه وروسته د دوی کورنیو او رسنیو او په ځانګړې توګه طلوع نیوز له مرکزي بانک څخه د موټرو د تم ځای د هغې شپې د امنیتي کمرو د تصویرونو غوښتنه وکړه چي پر سبا سهار یې یاده چاودنه ترسره شوه خو دا دئ تر ننه مرکزي بانک دېته حاضر نشو چي د همغې شپې تصویرونه د یما سیاوش له کورنۍ او رسنیو سره شریک کړي.
نو په پوره باور سره ویلی شو چي دا پېښه یو دولتي او په قصدي توګه پلان شوې پېښه وه.
۳- ځای پر ځای شوي ماینونه او که مقناطیسي ماینونه؟!!
دې چاودنو ته د مقناطیسي یا چسپکي ماینونو چاودنې نشو ویلی ځکه موږ تر دې وړاندې د مقناطیسي ماینونو شاهدان هم وو خو هیڅ مقناطیسي چاودنې تر دې وړاندې په دونه ستره کچه تخریب نه کاوه او نه یې کړی وو خو دا دئ نن ټول ګورو چي زرهي موټر د مقناطیسي یا چسپکي ماینونو په پایله کې ټوټه ټوټه کیږي او عادي موټر خو بیخي د اور په سرو لمبو کې اوبه کیږي؛ نو په پایله کې په یقین سره ویلی شو چي دا چاودنې د مقناطیسي ماینونه نه بلکه په دولتي تم ځایونو کې د شپې له خوا په منظم او تخنیکي شکل سره ماین کاري کیږي او سبا سهار په ټاکلي وخت سره چاودنه کوي.
په ارګ کې ناست د ولس قاتلین د په خلاصو غوږونو واوري چي ولس نن ویده او نا خبره ندئ ستاسو ټولې خائینانه کړنې په ذره بین سره څاري چي تاسو څه کوۍ او څه کول غواړۍ؟ ولس پوره آګاه او باخبره دئ چي قاتلین یې تاسو په ارګ کې ناست د قدرت وږي او بدمست واکداران یاست نه بل څوک؛ ولس په تمه دئ؛ دا تورې شپې به خدای سبا کړي د روڼ سباوون راتلو ته شیبې شماري او یوه ورځ به له تاسو څخه د یو قانوني اسلامي حکومت په شتون کې خپل غچ اخلي او تاسو به د خپلو وحشیانه او ظالمانه اعمالو له کبله خپله جزا ګورۍ.
ومن الله توفیق.
د یو آزاد، آباد او سر لوړي افغانستان په هیله.
